شاته

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: کانګرس ته د افغانستان څخه د وتلو په هکله بشپړ راپور نه ورکوو

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله کانګرس ته بشپړ راپور نه ورکوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پاټیل دوشنبه مې ۸ (غوایي۱۸) خبریالانو ته وویل چې د افغانستان څخه د وتلو په هکله د کانګرس غړیو ته څو ځله په محرمه توګه او نورو چینلو د لارې کتبي لنډیز ورکړل شوی خو "له بده مرغه د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ بیا هم دا غیر ګټور او غیر ضروري کړنه تعقیبوي".

ښاغلي پاټیل په خبرو کې دا هم وویل چې د کانګرس پوښتنو ته به د "مناسبې څارنې لپاره د معلوماتو ورکول دوام ولري تر څو هغوي وکړی شي خپل کار وکړي خو د بهرنیو چارو د وزارت د مامورینو ضرورتونه به هم په پام کې نیلول کیږي".

جمهوري غوښتونکو چې د روان کال په جنوري میاشت کې د امریکا د استازو مجلس اکثریت ترلاسه کړی وایي له افغانستان څخه د تخلیې جنجالي عملیاتو په اړه رونټیانشته.

د کانګرس دا غړي همدرانګه د متحده ایالاتو په حکومت تور لګوي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله یې بشپړ معلومات ندي ورکړي او ځیني ادارې همکاري هم نکوي.

سره لدې چې سپینې ماڼۍ تیره میاشت په ۱۲ پاڼو کې په افغانستان کې د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمیدو په تړاو د متحدو ایالتونو د سیاستونو په اړه د څېړنې خلاصه خپره کړه خو د کانګرس جمهوري غوښتونکي چې د افغانستان په اړه د بایډن مدیریت "ناورین" او د رهبري سخته ماته بولي، د حکومت پر څیړنه انتقاد کړی دی.

د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال تیره میاشت د بهرینو چارو د وزیر انټوني بلینکن څخه یو ځل بیا د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د بشپړ راپور غوښتنه کړې وه او همدې روانې میاشتې تر پنځمې نیټې پورې یې ورته مهلت ورکړی و.

ښاغلي مک کال دوشنبې یو ځل بیا وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د امریکا په سفارت کې د دیپلوماتانو هغه کیبلونه هم د دوي سره ندي شریک کړي چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د ځانګړي چینل د لارې دې وزارت ته رسیدلي دي.

د کانګرس دې جمهوري غوښتونکي غړي په یو لیک کې چې د بهرنیو چارو وزیر ته یې لیکلی په سمدستي توګه یې ددې اسنادو ورکولو غوښتنه کړې او تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې " که وزارت پخپل دې حقوقي مسؤلیت ادا کولو کې پاتې راغی، دا کمیټه چمتو ده چې تاسو کانګرس ته توهین کولو کې مسؤل وبولي".

ښاغلي مک کال همدرانګه خبرداری ورکړی چې دا کمیټه به د جلبپانو د تطبیق کیدو لپاره لازم اقدامات وکړي.

سپینې ماڼۍ تیره میاشت په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې د ورستیو دوو کلونو په اړه د تر سره شوې څېړنې د راپور لنډیز خپور کړ. په راپور کې د بایډن ادارې د افغانستان په اړه د خپلو اقداماتو مسولیت تر ډېره ندی منلی او ویلي یې دي چې د ټرمپ پرېکړو د بایډن انتخاب او اختیار "سخت محدود" کړی و.

په راپور کې منل شوې چې له افغانستان څخه د امریکایانو او د هغوی د متحدینو د ایستلو بهیر باید له وخته پیل شوی وای خو پدې برخه کې د ځنډ راتلو پړه یې د افغانستان پر حکومت او پوځ او همدارنګه د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو په ارزونو اچولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت هم د دې موضوع په هکله کانګرس ته معلومات ورکړي خو ښاغلي مک کال امریکا غږ ته وویل چې دا معلومات کافي ندي.