شاته

پاکستان کې احتجاجونه: د ونډو بازار غورځېدلی روپۍ بې قدره شوې، څېړونکي روان حالات د جمهوريت دپاره تاواني بولي

پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، د پرون راهسې د احتجاجونو له امله نن د پاکستان د ونډو بازار غورځېدلی او د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره شوې ده. د سياسي چارو څيړونکي وايي په ملک کې چې د پرون راهسې څه روان دي دا د جمهوريت دپاره تاواني دي.

د پاکستان د ونډو د بازار کار پوهه جبران سرفراز وايي، "نن د سهار راهسې د ونډو د بازار پېل د منفي انداز نه شوی او 307 پواينټونه کم شوي وو ماسپښين د دوه نيمو بجو پورې نزدې 200 پواينټونه کم وو".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د ونډو بازار غورځېدو علت هم د پرون راهسې په ملک کې روان احتجاجونه او اړی ګړی دی او زياته یې کړه که حالات سمیږي هيله لري چې د ونډو بازار کې به هم ثبات راشي.

پاکستان کې د پېسود بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وايي، "د پرون راهسې په ملک کې د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر کم شوی، پرون يو ډالر په 282 روپۍ وو، د عمران خان د نیولو وروسته په انټربېنک ډالر په 285 روپۍ بند شوی او نن په انټربېنک او اوپن مارکيټ کې ډالر 290 روپو ته رسېدلی دی".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل د روپۍ د قدر کمېدو په علتونو کې د مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پور پروګرام د جون مياشتې ته تلل، د عمران خان د نیولو وروسته احتجاجونه او درېمه دا چې د جون پورې حکومت ته نور پېسې واپس کول دي.

پاکستان کې د پرون راهسې د عمران خان د نیولو وروسته د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه روان دي او په خېبرپښتونخوا او کوټه کې پکې د نښتو او ډزو په مهال مرګ ژوبلې هم شوي دي.

پاکستان تحريک انصاف وايي پرامنه احتجاج کوي خو حکومت په پاکستان تحريک انصاف ګوند د اړي ګړي جوړولو، سرکاري ودانيو ته د تاوان اړولو او حالاتو خرابولو تورونه لګوي.

د سياسي چارو کار پوهان وايي، په ملک کې روان حالات د جمهوريت دپاره تاوان دي.

د جرنلزم استاز ډاکټر توصيف احمد خان وايي، "زما په خيال د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل سياسي ګوند په احتجاج کې پوځي ودانۍ په نخښه کړي، ښايي عمران خان د دغه لارې پوځ مجبورول غواړي چې مذاکرات ورسره وکړي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په ملک کې په مجموعي ډول د جمهوري نظام دپاره بد وخت دی، په تېرو لسو کلونو کې هر وزيراعظم نيول شوی دی بايد سیاستوال سوچ وکړي او که دغه رنګ د پوځ په لاسو لوبيږي نو دا هايبرډ نظام به هم ختم شي".

نوموړي زياته کړه کوم خلک چې د پوځ د راتګ اندېښنې څرګندوي دغه خبره ارزښت لري وړاندې عمران خان د اسټبلشمنټ په لاسو کې لوبېدو او اوس دا نور لوبيږي.

څيړونکی نويد حسېن وايي د هغه په نظر "په ملک کې په روانو حالاتو کې د پوځي مارشلا امکان خو نه ښکاري يوه وجه د ملک اقتصادي صورتحال ډېر خراب دی او بل د پاکستان تحریک انصاف لخوا پوځ ته غصه ده، د پوځ د راتګ دپاره پوځ ته د ولس د یوې ډلې ملاتړ پکار وي نو دې وخت کې نه ښکاري چې د پوځ د راتلو دپاره حالات سازګار دي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د پاکستان سیاستوالو د تېر وخت نه کومه زده کړه نه ده کړې، پاکستان کې سياستدانان د خپلو ګټو سياست کوي، وړاندې عمران خان د اسټبلشمنټ په لاس راغلی او اوس اتحادي حکومت هغه کار کوي".

د نوموړي په وينا، "پاکستان کې د سياستوالو په ايين او قانون د دومره حده پورې يقين دی چې تر څو پورې ورسره د هغوي خپل مفادات تړلي وي، د هغې پورې د اسټبلشمنټ او پوځ خلاف دي چې د دوی د مخالف سره ولاړ وي".

د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسیاتو د څانګې استاز ډاکټر شانواز مشال وايي، "په ملک کې چې دا هر څه روان دي په اخره کې به د دې ګټه اسټبلشمنټ ته رسي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "اوس د تحریک انصاف د پوځ نه ګيله په دې ده چې پوځ بيا د عمران خان مرسته وکړي، څنګه یې چې وړاندې کوله".

"د پاکستان حالات ښه طرفته نه دي روان په اوږدو کې به د دې نظام او جمهوريت ته تاوان وي".

پاکستان کې پوځ بیا بيا تکراروي چې په سياست کې لاسوهنه نه کوي خو په پوځ تور لګېږي چې اوس هم په سياست کې لاسوهنه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00