د عمران خان په نیول کیدو غبرګونونه ؛ امریکا وایي هر څه باید د قانون سره سم وي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي په پاکستان کې د مخکني صدراعظم عمران خان په نیول کیدو خبر دی او زیاته یې کړه هر څه چې پیښیږي باید د قانون سره سم وي.
ښاغلي بلینکین سه شنبه مې ۹ (غوایي۱۹) د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیزم کلیورلي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، " د پاکستان په هکله مې په راپورونو کې ولیدل چې تاسو هم ورته اشاره وکړه. مونږ غواړو یقیني کړو هر څه چې په پاکستان کې پیښیږي، د قانون د حاکمیت او اساسي قانون سره سم وي".
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې په پاکستانه کې "سوله ایزه دیموکراسي" غواړي.
د پاکستان مخکنی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر سه شنبه په اسلام آباد کې پداسې حال کې ونیول شو چې محکمې ته په هغه د لګول شویو تورونو په هکله د پوښتونو لپاره ورغلی و.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ د کانګرس ځینو غړیو هم د عمران خان په نیول کیدو اعتراض کړی.
د استازو په مجلس کې د کلفورنیا ایالت یو استازي براډ شرمن په پاکستان کې روان وضعیت "ناوړه" وباله او په مستقیمه توګه د ښاغلي خان د څرګندیدو غوښتنه یې وکړه تر څو پلویان یې پوه شي چې آیا هغه مړ دی که ژوندی".
د کانګرس دې غړي امریکا غږ اردو څانګې سره په خبرو کې د عمران خان د نیول کیدو په هکله وویل، " اداري فساد دا نه ایجابوي چې د تحریک انصاف ګوند مشران او کار کوونکي دې په ټول هیواد کې ونیول شي. دا یوې نظامي کودتا په شان ښکاري او په مناسبه توګه د عدالت تطبیق کیدل ندي".
عمران خان چې تیر کال په پارلمان کې د عدم اعتماد په رای ګیرۍ کې بې واکه شو تور یې لګولی چې د صدراعظمۍ څخه په لیرې کیدو کې یې واشنګټن لاس درلود خو دا ادعا امریکا او د پاکستان حکومت رد کړیدي.
په عین حال کې د متحده ایالاتو د کانګرس یو مسلمان غړي انډرې کارسن په اعلامیې کې د پاکستان د حکومت څخه غوښتي چې د بیان آزادۍ او خلکو راټولیدو لپاره دې لویه ژمنتیا وښیي.
د استازو په مجلس کې د انډیانا ایالت دې استازي همدرانګه ویلي چې د پخوا راهیسې د پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ د قوي اړیکو پلوي کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د پاکستان د حکومت لخوا د "مظاهره چیانو او منتقدینو هدف ګرځول د ژورې اندیښنې وړ دي".
د عمران خان تر نیول کیدو وروسته پراخې مظاهرې
د عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې کړې.
په لاهور کې د ښاغلي خان پلویانو د پوځي قول اردو یو قوماندان کور په تیږو ویشتلی او د راولپنډۍ په ښار کې بیا مظاهره چیانو د پوځ په عمومي قوماندانۍ عمومي دروازه بنده کړې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي چې عمران خان د ملي احتساب ادارې نیولی چې پدې هیواد کې د فساد سره د مبارزې تر ټولو لوړه اداره ده. ښاغلي ثناالله ویلي چې عمران خان د قانون سره سم نیول شوی او د ملي احتساب دا ادار د حکومتي کنټرول لاندې نه راځي.
خو د تحریک انصاف ګوند غړیو بیا د خپل مشر نیول کیدل نه مني او د چارشنبې په ورځ یې د هیواد سترې محکمې مخې ته د راټولیدو هوډ کړی.
د دې ګوند مرستیال شاه محمود قریشي په یوې ویډیویي پیغام کې ویلي، " سبا سترې محکمې ته ورځو چې د اعلی محکمې پریکړه چلنج کړو او د ګوند جګپوړي غړي به د ملي احتساب په ادارې کې د عمران خان سره وګوري".