شاته

سعودي عربستان او سوریې د دیپلوماتیکو اړیکو په بیرته پیلولو موافقه وکړله

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په سوریه کې خپل دپلوماتیک ماموریت د بیا پیل کولو پریکړه یې کړې. دې وزارت دا اعلان په یوې اعلامیې کړی چې په سرکاري خبري اژانس کې سه شنبه مې ۹ (غوایي۱۹) خپره شوې.

د سوریې دولتي مطبوعاتو هم د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په حوالې ویلي چې په سعودي عربستان کې خپل دپلوماتیک ماموریت بیرته پیلوي.

ریاض او دمشق په اعلامیو کې دا ندي ویل شوي چې څه وخت به دپلوماتان اړوندو سیاسي استازولیو ته واستوي.

سعودي عربستان په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل کیدو څخه وروسته خپل استازي د دې هیواد څخه وایستل او په کورنۍ جګړې کې یې د جمهور رئیس بشارالاسد د مخالفینو ملاتړ کاوه.

سعودي عربستان او سوریه پداسې حال کې د دپلوماتیکي اړیکو بیا ژوندۍ کیدو خبر ورکوي چې دوه ورځې وړاندې عرب لیګ هیوادونو پدې سازمان کې سوریې ته د بیرته غړیتوب ورکولو پریکړه وکړه او ټاکل شوې چې د دې لیګ د مشرانو غونډه د همدې روانې میاشتې په ۱۹ مې په سعودي عربستان کې وشي.


سره لدې چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل راپدیخوا جمهور رئیس بشارالاسد په سیاسي توګه منزوي شوی و خو څه باندې درې اوونۍ وړاندې د جګړې د پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر دمشق ته تللی و او هلته یې د ښاغلي اسد سره خبرې کړې وې.


د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د دې ملاقات په هکله ویلي چې پداسې سیاسي حل لارې خبرې وشوې چې له مخې یې سوریه وکړی شي بیرته د عرب لیګ په سازمان کې راګډه شي.


جمهور رئیس بشارالاسد هیله لري چې د سعودي په شان په خلیج کې د سرمایه لرونکو هیوادونو سره د اړیکو عادي کیدل به یې پدې هیواد کې د اقتصادي نیکمرغۍ سبب شي او د هیواد د بیارغونې لپاره به پیسې تر لاسه کړي ځکه چې نړیوالې ټولنې ویلي که چیرته داسې روغه جوړه ونشي چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي، دې هیواد سره مرستې نکوي.


سوریه پداسې حال کې د ایران او سعودي عربستان په شان هیوادونو سره اړیکې جوړوي چې متحده ایالاتو او برتانیې ویلي د ښاغلي اسد سره لا هم د اړیکو ساتلو په هکله اختلاف لري خو د هغو عربي هیوادونو سره به هم ګډ کار وکړي چې د سوریې سره اړیکې جوړوي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین پدې هکله په واشنګټن کې په یوې خبرې غونډې کې وویل، " زمونږ دریځ روښان دی: مونږ د اسد او رژیم سره یې د اړیکو د عادي کیدو سره کار نلرو".


په همدې حال کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي هم ویلي چې د عرب لیګ په سازمن کې سوریې ته د غړیتوب د ورکولو په پریکړې لندن "ډیر نارامه شوی".

ښاغلي کلیورلي وویل چې د سوریې په ولس د اسد د رژیم په ظلمونو سترګې نشي پټولی او برتانیه په ځانګړې توګه دا پټولی نشي".
خو د برتانیې دې جګپوړي دپلومات دا هم وویل چې پوهیږي په سیمه کې په هیوادونو فشار ډیر دی.

سوریه په اوس وخت کې د نفوذ لرلو له مخې په دریو یا څلورو برخو ویشل شوې چې غټه برخه یې بشارالاسد د رژیم په لاس کې ده او هلته روسیه او ایران نفوذ لري.

شمال لویدیځه برخه یې بیا د جهادي ډلو او هغو ملیشو په لاس کې ده چې ترکیه یې ملاتړ کوي او نفوذ هم پکې د ترکیې دی او دریمه برخه یې په شمال ختیځ کې بیا د کردي ملیشو په لاس کې ده امریکا یې تر شا ولاړه ده او بله دا چې د سوریې د هوایي حریم کنټرول د اسرائیل سره دی.