طالبانو په خوست کې څلور خبریالان نیولي، سي پي جې وایي سمدستي دې خوشي شي
واشنګټن ــــ د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکي تنظیم سي پي جې له طالبانو غوښتنه کړې ده چې په وروستیو کې د خپل کار په مهال نیول شوي څلور د رسنیو کارکوونکي دې ژر تر ژره خوشي کړي او د خبریالان ځورول دې بند کړي. د طالبانو ویاند په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د نهې- سه شنبې په ورځ خبر ورکړی چې طالبانو د مې پر اتمه په خوست ولایت کې څلور افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي او بندیان کړي دي.
دغه مرکز په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د غرغښت رېډیو ټیلویژن چلوونکی سخي سرور میاخېل، د ولس غږ رېډیو چلوونکی محمد الدین شاه خیالي، د چنار رېډیو چلوونکی پامير اندېش مهیدي او د نن رېډیو خبریال عبدالرحمان اشنا ور غوښتي او بیا یې نیولي دي.
د طالبانو دغې ادارې یوې سرچینې ورته ویلي دغه خبریالان یې "د ټاکل شویو اصولو د سرغړونې" په تور نیولي دي، خو د سي پي جې په وینا معلومه نه ده چې دوی د کومو اصولو سرغړونه کړې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یا سي پي جې د اېشیا پروګرام کوارډینېټره بې لي یي وایي، طالبان باید سمدستي دغه خبریالان پرېږدي او نورو د خبریالانو له ځورونې او ډارونې لاس واخلي:
"طالبان باید د مطبوعاتو د ازادۍ د ساتنې لپاره پر خپله ژمنه ودرېږي. د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سره باید د خبریالانو خلاف د خپل چلند له کبله حساب وشي".
د خبریالانو مرکز وایي طالبانو په خوست کې رسنیو ته ویلي وو چې موسیقي دې نه خپروي، خو وایي کېدای شي دا خبریالان له همدې کبله نیول شوي وي.
د افغانستان خبریالانو مرکز په خپل بیان کې په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې د مشر شبیر احمد عثماني له خولې ویلي دي چې دا خبریالان "نیول شوي نه دي، بلکې پر ځینو مهمو مسایلو د خبرو لپاره" ور بلل شوي دي.
د خبریالانو مرکز د دغو خبریالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او له کوم شرط پرته یې د هغوی د ژر تر ژره پرېښودو غوښتنه کړې ده.
دا مرکز وايي چې د رسنیو د قانون په اساس خبریالان د خپلو کارونو په مهال ازاد دي او چارواکي باید د هغوی کاري چاپېریال محدود نه کړي او نه دې هغوی ته ګواښونه کوي.
سي پي جې په خپل بیان کې ویلي چې دوی د دغو خبریالانو د نیول کېدو په اړه هڅه وکړه چې د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره خبرې وکړي خو وایي هغه ورته څه جواب نه دی ورکړی.
د افغانستان خبریالانو مرکز وايي تېر کال یې په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ خلاف 237 پېښې ریکارډ کړې دي چې وایي په هغوی کې 94 د خبریالانو د نیول کېدو پېښې دي.
طالبانو د 2021م کال په اګست کې تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې په رسنیو باندې کلک بندیزونه لګولي دي، چې له کبله یې سلګونه رسنۍ بندې شوې او د ښځو په ګډون سلګونه خبریالان یې بېکاره شوي یا له افغانستانه وتلي دي.