شاته

یو ترکي شرکت په هرات کې له باد څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي

د "۷۷" په نوم د یو ترکي شرکت چارواکي وايي، چې د افغانستان د هرات په ولایت کې له باد څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزات د سه شنبې په ورځ کابل کې ددغه ترکي شرکت سره د باد له انرژۍ څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

ددغه وزارت سرپرست سرپرست مولوي عبدالطیف منصور د" ۷۷ " ترکیې شرکت د رئیس سلیمان جیلیو سره د تفاهم لیک د لاسلیک وروسته خبریالانو ته وویل، چې دغه ترکي شرکت به د باد له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید لپاره خپلې څیړنې د هرات په ولایت کې ژر پیل کړي.

ښاغلي منصور وویل: "د جنوب غرب حوزه، چې هرات او نیمروزدا ولایتونه په کې راځي هلته که د بادي امکاناتو څخه استفاده وشي په ډیره زیاته اندازه برېښنا تولید شي. بحث و، چې څومره به مونږ په دې سیمو کې به مونږو برېښنا تولید کړو ما ورته وویل، چې کومه سروې، چې شوې ده په یقین سره د ۱۶۰۰ میګاواټو پورې برېښنا تولیدلی شي."

د "۷۷" ترکیې شرکت په افغانستان کې د تیرو څو کلنو راهیسې د برېښنا د تولید په برخه کې کار کوي. دغه شرکت د هلمند د کجکي د برېښنا د بند د ظرفیت د لوړولو او هم د کندهار په ولایت کې د لمر له انرژۍ څخه د ۱۵ میګاواټو بریښنا د تولید پروژې تراوسه بشپړې کړي دي.

ددې شرکت رئیس سلیمان جیلیو خبریالانو ته وویل، چې تر راتلونکو دوو کلنو به د باد له انرژۍ څخه د ۲۰۰ میګاواټو برېښنا د تولید پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته به چمتو شي.

ښاغلي سلیمان جیلیو وویل: " مونږ د خدای شکر ادا کوو، چې په افغانستان کې مو ۱۵ میګاواټه د لمر له انرژۍ څخه دبرېښنا د تولید پروژه په کندهار کې په لومړي ځل پشپړه کړه، چې ورپسې د هلمند د کجکي د برېښنا د بند څخه د اوبو برېښنا ظرفیت ۱۰۰ میګاواته زیات کړ اودا پروژې مو بشپړې کړې."

خو هغه د باد څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د خپل شرکت د پانګونې د پیسو اندازه ونه ښوده او نه هم د اوبو او بریښنا وزارت سرپرست یې یادونه وکړه.

افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا برېښنا ۸۰ فیصده له خپلو څلورو ګاونډیو ازبیکستان،تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

افغانستان اوس مهال نږدې ۱۴۰۰ میګاواټو برېښنا ده اړتیا لرې. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې یوازې کابل په ۲۴ ساعتونو کې تر ۷۰۰ میکاواټو برېښنا ته اړتیا لري، چې اوس مهال د برېښنا شرکت دغه ښارته په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۵۰ او ۴۰۰ میګاواټو ترمنځ بریښنا برابرولی شي.

د ترکمنستان څخه د ۵۰۰ ولټو د بریښا د مزي د غځولو تړون د تیر رژیم پر مهال د ترکمنستان سره لاسلیک شوی و. د طالبانو حکومت هم ددې پروژې بشپړیدو ته لیوالتیا لري، خو هغو تمویلوونکو ادارو، چې دغه پروژه یې تمویلوله اوس د دې پروزې د تمویل څخه په شاشوي دي.

اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د لنډې مودې په پلانونو کې یې د ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د ۵۰۰ ولټ مزي د غځولو او هم د یوزر کیلو واټو برېښنا بل مزی د غځولوپروژو بشپړیدل شامل دي، چې ددغو پروژو په بشپړیدو به د کابل د برېښنا ستونزه هواره شي او دا ښار به ۲۴ ساعته بریښنا ولري.