سویډن وايي ترکیې ژمنه کړې په ناټو کې یې غړیتوب په څو اونیو کې تصویب کړي
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) وویل چې د هغه ترکي سیال ژمنه کړې چې انقره به "په څو اونیو کې" په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي.
د امریکا یوه پوځي الوتکه له اتو سپرلیو سره په جاپان کې غورځېدلې
د جاپان د ساحل ساتنې ځواکونو ویلي، د امریکا یوه پوځي الوتکه چې د عملې اته غړي په کې سپاره وو، د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) د جاپان په سواحلو کې نسکوره شوې ده.
ملګري ملتونه: هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده؛ یوازې ۳۷.۵ میلیونه مو ترلاسه کړي
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي چې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو څخه زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، چې تراوسه یې ددغو پیسو یوازې ۳۷.۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.
کرزی: د طالبانو رژیم دې په زور ړنګ نه شي؛ فعالانو د کرزي څرګندونې وغندلې
د افغانستان د معترضو ښځو د یوغورځنګ غړو په زور د رژیم د ړنګیدو سره د مخالفت په اړه د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي تازه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د هغه د حکومت کړنې یې په دغه هیواد کې واک ته د طالبانو د رسیدلو د لاملونو څخه یو لامل ګڼلی دی.
پښتین: د پاسپورټ لازمي کول به پر ډیورنډ کرښه سلګونه زره پښتانه بې روزګاره کړي
د پاکستان د بلوچستان په چمن ښار کې له تېرو څلوېښتو ورځو راهیسې د سوداګرو اتحادیې، سیاسي ګوندونو او لغړي اتحاد (پنډیانو) پرلت دوام لري چې له افغانستان سره تګ راتګ دې د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره باندې شي.
د نړۍ مشران: د دوو دولتونو جوړیدل د اسرائیل – فلسطین د شخړې حل یوازینی ځواب دی
د عربي دولتونو او اروپایي اتحادیې هیوادونو مشران چې د بارسیلونا په ښار کې راټول شوي و، پدې یې موافقه وکړله چې د اسرائیل – فلسطین د شخړې یوازینی ځواب د دوه بیلو دولتونو جوړیدل دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د اسرائیل – حماس اوربند پنځمه ورځ ؛ ۱۲ نور یرغمل شوي کسان خوشې شول
د حماس ډلې چې د غزې تړانګه یې په کنټرول کې ده، سه شنبه نومبر ۲۸ (لیندۍ۷) ۱۲ نور کسان چې د اکټوبر په ۷ مې یې یرغمل کړي و، خوشې کړل او ټاکل شوې چې اسرائیل به هم د دې کسانو په بدل کې نور فلسطیني بندیان آزاد کړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
هند کې ۱۷ ورځې په یو تونل کې بند پاتې لسګونه کارګر وژغورل شول
د هند په اتراکنډ ایالت کې د ژغورنې کارکوونکو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لړم ۷) وویل هغه ۴۱ تنه کارګران یې ژغورلي چې د تیرو ۱۷ ورځو راهیسې په یو نړېدلي تونل کې ایسار پاتې وو.
تاجیکستان کې د افغانستان په اړه غونډه؛ هیلې او اندېښنې - سپینې خبرې
د افغانستان د اوسني او اینده وضعیت په اړه د هرات امنیتي غونډه په تاجیکستان کې وشوه. د افغانستان ګاونډي هیوادونه د افغانستان په اړه څه هیلې او اندېښنې لري؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
سپینې ماڼۍ د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند غځېدو هرکلی کړی
سپینې ماڼۍ د حماس او اسرائیل ترمنځ د دوو ورځو لپاره د اوربند د غځېدو او په ترڅ کې د حماس له قید څخه د برمته شویو کسانو د ازادېدلو د اعلان هرکلی کړی دی.
ایران په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی - اشنا د سهشبنې خپرونه
ایران په افغانتسان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند غځېدلی، په پاکستان کې د سوداګرو شکایتونه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.