ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل دوام - یوه موضوع، څو زاویې

ناټو په داسې حال کې د اوکراین پر ملاتړ ټینګار کړی چې د ځینو کارپوهانو په وینا، د اوکراین په جګړه کې د ښکېلو خواوو لپاره د بریالیتوب څرک نه ښکاري. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل څخه راپدېخوا، څه باندې لس زره اوکرایني ملکي وګړي وژل شوي دي. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل دوام ته کتنه شوې ده.

02.12.2023 امریکا غږ

عمران خان د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له ریاست څخه ګوښه شو

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مقاماتو د شنبې په ورځ ډسمبر دوهمه (لیندۍ ۱۱) وویل چې ددې ګوند مشر پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند له مشرۍ څخه ګوښه کړای شوی دی.

02.12.2023 امریکا غږ

د ایډز ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې - بو علي سینا

د ايډز نړيواله ورځ او په افغانانو کې د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی، د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی او د ناپاکو اوبو څښلو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغيو مخنيوی، د انسان پر روحياتو د جګړې اغېزې، د جلدي ناروغیو لاملونه او د درملنې لارې چارې، او د روغتیا د نړۍ نور خبرونه د بو علي سینا د دې اونۍ په خپرونه کې وګورئ.

02.12.2023 امریکا غږ

روغتیا نړیوال سازمان: له ۱۱۷ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

روغتیا نړیوال سازمان له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه یو تازه راپور کې ویلي چې د نومبر د میاشتې د لومړۍ نیټې راهیسې یې له ۱۱۷ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

02.12.2023 امریکا غږ

اروپايي ټولنې ستنیدونکو افغان کډوالو او زلزله ځپلو سره د ۱۴۳ میلیون یورو مرسته اعلان کړې

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي چې د ۱۴۲.۸ میلیونو یورو دا مرسته به دغه هیواد کې په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، داخلي بې ځایه شویو کورنیو او هغوی چې د بې ځایه کیدو له امله اغیزمن شوي د روغتیا، تغذيي، پوهنې اود څښلود اوبو په برخو کې په مصرف ورسیږي.

02.12.2023 امریکا غږ

پاکستان: د طالبانو حکومت د تروریستانو په خلاف اقدام په اړه زمونږ تمه نه ده پوره کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغان مقاماتو [طالبانو ] څخه یې چې د تروریستي ډلو په خلاف د اقدام کولو کومه تمه لرله پایلې یې هغسې نه وې چې دا د پاکستاني چارواکو د مایوسۍ سبب شوی دی.

02.12.2023 امریکا غږ

اسرائیل د فلسطیني سیمو څخه د ملګرو ملتونو یوه جګپوړې چارواکې باسي

اسرائیلي چارواکو ملګرو ملتونو ته جمعه ډسمبر لومړۍ (لیندۍ۱۰) خبر ورکړی چې د فلسطیني سیمو لپاره ددې ادارې د بشري چارو همغږۍ کوونکې ویزه به تمدید نکړي چې د سیمې څخه د هغې د ایستلو معنی لري.

02.12.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

02.12.2023 امریکا غږ

د امریکا په تاریخ کې د شپږم ځل لپاره د استازو مجلس یو غړی د دې مجلس څخه وایستل شو

د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس غړیو چې اکثریت پکې د جمهوري غوښتونکي سره دی، جمعه ډسمبر لومړۍ (لیندۍ۱۹) یې پدې مجلس کې د نیویارک ایالت یو استازی جورج سانټوز د رایو په اکثریت له مجلس وایست.

02.12.2023 امریکا غږ

د امریکا د سترې محکمې لومړنۍ قاضۍ مړه شوه

د امریکا د سترې محکمې لومړنۍ قاضۍ سانډرا ډې اوکانر د جمعې په ورځ د ۹۳ کلونو په عمر مړه شوه.

01.12.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

01.12.2023 امریکا غږ

هرات کې په دوو نورو شیعه عالمانو باندې په برید کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي

د هرات ولایت د جبریل ښارګوټي یو سیمه ییز چارواکي او اوسېدونکو د جمعې په ورځ د ډسمبر په لومړۍ نېټه (لیندۍ ۱۰) وویل چې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په یوه رېکشا کې په سپرو دوو شیعه دیني عالمانو باندې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي دي.

01.12.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

01.12.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

01.12.2023 امریکا غږ

تر هغه چې طالبان د ښځو حقونه تامین نکړي آیا هغوی به په رسمیت وپيژندل شي؟ - سپینې خبرې

د بشري حقونو د څار سازمان یوې چارواکې ویلي چې طالبان د مشروعیت په لټه کې دي او افغان میرمنې د هغوې ددې هیلې د پوره کیدو پر وړاندې په یو ستر خنډ بدلې شوي دي. تر هغه چې طالبان د ښځو حقونه تامین نکړي آیا هغوی به په رسمیت وپيژندل شي؟

01.12.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more