شاته

هند کې ۱۷ ورځې په یو تونل کې بند پاتې لسګونه کارګر وژغورل شول

د هند په اتراکنډ ایالت کې د ژغورنې کارکوونکو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لړم ۷) وویل هغه ۴۱ تنه کارګران یې ژغورلي چې د تیرو ۱۷ ورځو راهیسې په یو نړېدلي تونل کې ایسار پاتې وو.

دا کارګران هغه مهال په تونل کې بند پاتې شول چې د نومبر په ۱۲مه د تونل ځینې برخې ونړېدې.

امبولانسونه د دې تونل په دروازه کې ولاړ وو ترڅو کارګران روغتون ته ولیږدوي. خو ځايي چارواکو وويل چې ټول ژغورل شوي کسان روغ دي.

دا کارګران ددغه ۴.۵ کیلومتره اوږد تونل په ۵۷ مترۍ کې بند پاتې وو او په دغو ورځو کې ورته اوبه، خواړه، د رڼا وسایل، اکسیجن، درمل او نورې اسانتیاوې د یو پایپ له لارې لېږدول کیدل.

چارواکو له ژغورل شويو کسانو سره له تونل دباندې لیدلي او هغوی یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

نذیر احمد، د خپل ورور صباح احمد په اړه چې په دې تونل کې بند پاتې و، وویل: "زه د خدای شکر ادا کوم او د ژغورنې ډلو څخه مننه کوم چې د دوی د ژغورلو لپاره یې سخت کار وکړ."

د هند صدراعظم نریندرا مودي د ژغورل شویو کارګرانو په اړه په یو بیان کې ویلي چې د دوی زړورتیا او زغم الهام بخښونکی دی.

دا تونل د نریندرا مودي په نوښت د سړک جوړولو د یوې پروژې برخه ده، چې موخه یې په هند کې د سرکونو د شبکې پراختیا او په سیمه کې د هندوانو د یو شمېر زیارتونو سره وصلول دي.

فورم \ دبحث خونه