شاته

پښتین: د پاسپورټ لازمي کول به پر ډیورنډ کرښه سلګونه زره پښتانه بې روزګاره کړي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن ښار کې له تېرو څلوېښتو ورځو راهیسې د سوداګرو اتحادیې، سیاسي ګوندونو او لغړي اتحاد (پنډیانو) پرلت دوام لري چې له افغانستان سره تګ راتګ دې د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره باندې شي.

په دې اعتراضیه غونډه کې په لومړي ځل د سه شنبې ورځ نومبر۲۸(لیندۍ اووم) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ګډون وکړ.

نوموړي په خپله وینا کې وویل، چې د چمن پرلت غوښتنې پر ډیورنډ کرښه د پرتو ټولو ولسونو غوښتنې دي. هغه وویل:" پښتانه د کرښې په اوږدو کې په پاسپورټ تګ راتګ نه مني."

د پي ټي اېم مشر وویل، چې د چمن - سپین بولدک لارې له تړل کېدو څخه په سلګونه زره پښتانه له بې روزګارۍ سره مخامخ کېدای شي.

"یوازې ۱۵ زره لغړیان په چمن کې بې روزګاره کېږي، همداسې پر تورخم‌، انګور اډه، پر غلام خان، خرلاڅۍ، نواپاس، باجوړ او مومندو او د ګورڅل پر لارو په لکونه پښتانه افغانان بې روزګاره کېږي."

د چمن پرلت ته منظور احمد پښتین په خپله وینا کې وویل، چې له پاکستان څخه د نږدې دوه میلیونه افغان کډوالو شړل د دې لپاره کېږي چې د دواړو غاړو د ولسونو ترمنځ کرکه وزېږوي.

یاده دې وي چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د چمن ـ بولدک لاره باندې په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ لازمي کړی دی. چې پرضد یې په چمن په لسګونه زره خلکو پرلت پیل کړی دی.

خو بلخوا د پاکستان لنډمهالي ‌حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي بیا وايي، چې له افغانستان سره د پاسپورټ او ویزې لازمي کولو پرېکړه یې په دغه هېواد کې امنیتي ستونزو ته په کتو کړې ده. نوموړی ادعا کوي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ او ناقرارۍ په پېښو کې ککړ کسان له ګاونډي هېواد څخه رااوړي، خو په افغانستان کې بیا طالب چارواکي په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بولي.

یاده دې وي چې د تاجرانو اتحاديو، سياسي ګوندونو او لغړي اتحاد په چمن کې د اکتوبر له ۲۱مې نېټې پرلت پیل کړی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې تګ راتګ د تېر په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره شي.

په چمن کې د لغړي اتحاد مشر غوث الله امریکا غږ ته وويل، د خپلو غوښتنو لپاره به د نومبر تر ۲۹مې وروسته د بلوچستان په نورو پښتون مېشتو سیموکې هم د پراخو احتجاجونو تکل لري.

ښاغلي غوث الله غوث الله وویل:"زموږ غوښتنې جایزې دي. دلته زموږ زمیندارۍ دي، موږ شپږ میاشتې په توبه کې او شپږ میاشتې په بولدک کې اوسېږو، په ژمي کې د دامان او بولدک علاقې تودې وي، موږ ځو راځو، پر دروازه هره ورځ په زرګونه خلک ځي راځي. یوازې د چمن ۱۱ لکه وګړي د وېش منډۍ له کاروبار سره تړلي دي. له کوټې تر کندهاره د لکونوانسانانو روزګار له دې کاروبار سره تړلی دی. موږ پاسپورټ نه منو. او احتجاج به د خپلو غوښتنو تر منلو جاري وي".

له دې سره سره د څلور ملتپالو سیاسي ګوندونو اتحاد هم د روان پرلت په ملاتړ درې ورځې وړاندې په چمن کې د یوې سیاسي غونډې پرمهال د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې د ډسمبرپر لومړۍ نېټه د لاریونونو کولو اعلان وکړ.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د دوشنبې پر ورځ په کوټه کې د خپل ګوند یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې د ډسمبر پر دویمه نېټه به د عبدالصمد خان اڅکزي د تلین لمانځغونډه کې به د چمن پرلت د ملاتړ لپاره نوې کړنلاره اعلانوي.

فورم \ دبحث خونه