شاته

ملګري ملتونه: هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده؛ یوازې ۳۷.۵ میلیونه مو ترلاسه کړي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي چې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو څخه زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، چې تراوسه یې ددغو پیسو یوازې ۳۷.۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

اوچا د چهارشنبې په ورځ نومبر۲۹ (لیندۍ اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د هرات په ولایت کې د اکتوبر د اومې ورځې د زلزله ځپلو له ډلې یې تراوسه ۲۴۲ زره او ۴۰۰ کسانو ته یې مرستې برابرې کړي دي.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر ویلي: "۲۷۵ زره کسانو ته د مرستو د برابرولو لپاره له ۱۷۳ میلیونو ډالرو څخه زیاتو پیسو ته اړتیا ده، خو تراوسه پورې یوازې ۳۷.۵ میلیونه ډالره ترلاسه شوي دي او د تمویل تشه په مخ کې ده. اضافي منابعو ته په بیړني ډول اړتیا ده".

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم (تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزلو نور زیات ټکانونه هم احساس شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

که څه هم د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رئیس احمدالله متقي تیره اونۍ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د کورونو د جوړیدو د بهیر په اړه ویلي و چې د کورونو د جوړولو کارونه تر ۸۰ فیصدو پورې پرمخ تللي دي.

خو د هرات ولایت کې د مرستې رسونې کارکوونکي وايي چې د افغانستان د نورو برخو په څیر هرات کې هم هوا ډیره سړه شوې او اکثره زلزله ځپلي لا هم د خیمو لاندې ژوند کوي.

ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د پیسو ددغې تازه غوښتنې دمخه ویلي و چې د ژمې په موسم کې د ډیرو زیاتو ځپل شویو کورنیو سره د وخت د حساسو اړتیاو د پوره کولو لپاره په عاجل ډول ۶۹.۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه