ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اسرائیل: حماس له روغتونونو څخه بریدونه کوي؛ ملګرو ملتونو په غزه کې د مرګ ژوبلې د زیاتیدو خبرداری ورکړ

د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ، اکتوبر ۲۷ (لړم څلورمه) د حماس ډله په دې تورنه کړه، چې د غزې په تړانګه کې له روغتونونه څخه پر اسرائیل باندې د بریدونو لپاره د عملیاتي مرکزونو په توګه کار اخلي.

27.10.2023 امریکا غږ

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ سختېدل او په اړه یې مخالفتونه - سپینې خبرې

لسګونو زره خلکو د پاکستان په چمن کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې او د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ دپاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو په خلاف پرلت کړی دی. د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.

27.10.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

27.10.2023 امریکا غږ

ایا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو پرېکړه عملي کیدای شي؟ - حایل

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو مهلت ته یوازې څلور ورځې پاتې دي. پاکستان ولې د افغان کډوالو د شړلو پرېکړه کړې؟ ایا د طالبانو حکومت د دې وړتیا لري چې له پاکستان څخه هېواد ته د ستنېدونکو افغانانو ستونزې حل کړي؟ د دې اوونۍ د حایل په خپرونه کې د همدې موضوع په اړه بحث شوی دی.

27.10.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

27.10.2023 امریکا غږ

پر ډیورند کرښه د تګ راتګ دپاره د ویزې غوښتنې پر ضد پرلت - دېرش دقیقې

د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې لسګونو زرو ځايي وګړو پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ دپاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو او په پاکستان کې د افغانو کډوالو سره د پاکستاني چارواکو د چلند پرضد پرلت کړی دی. د دېرش دقیقو په دغه خپرونه کې په دې اړه د بحث برسېره، د طالبانو په زندانونو کې د یو شمېر فعالانو وضعیت ارزول شوی دی.

27.10.2023 امریکا غږ

د اندونیزیا یوې محکمې اته تنه ایرانیان د نشه یي توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم کړل

په اندونیزیا کې یوې محکمې د جمعې په ورځ، اکتوبر ۲۷ (لړم څلورمه) اته تنه ایراني اتباع  د ۳۰۰ کیلو ګرامو کریسټال نشه یي توکو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم کړل.

27.10.2023 امریکا غږ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د وروستیو بریاوو څېړنه - ژوند په امریکا کې

د کرکټ په روان نړیوال جام کې د افغانستان د وروستیو بریاوو لامل څه دی؟ د ژوند په امریکا کې د دې اونۍ په خپرونه کې د کرکټ د شنونکو، جعفر هاند، احمد فرهاد فدایي او مطیع الله عابد سره په دې اړه بحث شوی.

27.10.2023 امریکا غږ

د خبریالانو ملاتړي بنسټونه: له پاکستانه د افغان خبریالانو د جبري شړلو مخه دې ونیول شي

د افغان د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د حقونو د ملاتړ فدراسیون چې له افغانستان څخه بهر فعالیت کوي، په پاکستان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب او له هغه هېواده د هغوی د ایستلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.-

27.10.2023 امریکا غږ

اسپانیا کې ښایي له ۲۰۰ زرو زیات ماشومان کلیساو کې جنسي تیري سره مخ شوي وي - رپوټ

د یو خپلواک کمیسیون موندنې چې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم ۵) خپرې شوي، ښیې چې په اسپانیه کې له ۱۹۴۰ کال راهیسې څه دپاسه ۲۰۰ زره کم عمره ماشومان د رومن کاتولیک پادریانو له خوا د جنسي تېری سره مخ شوي دي.

27.10.2023 امریکا غږ

خامنه‌ يي ته د بایډن د خبرداري وروسته امریکا په سوریه کې د سپاه پاسداران پر تاسیساتو بریدونه کړي

د امریکا دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د سوریې په ختیځ کې دوه تاسیسات په نښه کړي چې د ایران د سپاه پاسدارانو او ورسره تړلو ډلو له خوا کارول کیدل.

27.10.2023 امریکا غږ

د اسرائیل پوځ وايي په غزې کې یې نور ځمکني عملیات کړي

د اسرائيل پوځ د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم پنځمه) وویل چې پلیو ځواکونو یې د جنګي جټ او ډرون الوتکو په ملاتړ د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې عملیات تر سره کړي دي.

27.10.2023 امریکا غږ

ډبلیو ایچ او: تیرو لس میاشتو کې له ۲۲ زرو زیات افغان ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یو تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې په تیرو لسو میاشتو کې زرګونه ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي دي.

27.10.2023 امریکا غږ

په افغانستان کې د اورګاډي پروژې د عملي کېدو امکانات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري یو افغان پلاوی په روسیه کې د استراخان فورم یوې نړیوالې غونډې ته تللی چې پکې د نړۍ څه نا څه ۱۵۰ شرکتونو ګډون کړی دی.

27.10.2023 امریکا غږ

امریکا له اوکرین سره د ۱۵۰ میلیون ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه

د امریکا متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) له اوکراین سره ۱۵۰ میلیون ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه، چې توپخانې، د سپکو وسلو مهمات او ټانګ ضد وسائیل په کې شامل دي.

27.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more