شاته

سپینې ماڼۍ د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند غځېدو هرکلی کړی

سپینې ماڼۍ د حماس او اسرائیل ترمنځ د دوو ورځو لپاره د اوربند د غځېدو او په ترڅ کې یې د حماس له قید څخه د برمته شویو کسانو د ازادېدلو د اعلان هرکلی کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې حماس او اسرائيل په غزه کې د ۴۸ ساعتونو دپاره د اوربند په غځولو هوکړه کړې. سپېنې ماڼۍ هیله ښودلې چې په دغو دوو ورځو کې شل نور برمته شوي کسان د خپلو کورنیو او عزیزانو سره یو ځای شي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وويل: "موږ یقیناً ددې اوربند تر هغې پورې چې ټول برمته شوي خلک ازاد شي، غځیدل غواړو. دلته موخه دا ده چې برمته شوي خلک د خپلو کورنیو سره یوځای شي. پروا نکوي، چې دا کار څومره وخت نیسي."

حماس او اسرائیل د جمعې په ورځ موقت اوربند اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې په ترڅ کې به یې هره ورځ د حماس له قید څخه ۱۰ یرغمل خوشې کیږي. اسرائیل د هر خوشې شوي یرغمل په مقابل کې له خپلو زندانونو څخه د درې فلسطیني بندیانو د ازادولو ژمنه کړې ده.

دواړو لوریو ته خلکو د اسرائیل لخوا د ازدو شویو فلسطینیانو او د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د برید پرمهال د حماس د جنګیالیو لخوا د برمته شويو اسرائیليانو په ازادېدلو خوښي ښودلې.

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض الملک د حماس او اسرائیل ترمنځ د موقتي اوربند هرکلی وکړ. هغه وویل: "د اسرائیل په برید کې د یو کوچني پر ځای دوه کوچنیان وژل کېږي. له دې امله مهمه دا ده، چې ترکومه ممکنه وي، تر هغه وخته دا هوکړه وغځول شي."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم د برمته شويو کسانو د ازادېدلو د هرکلي ترڅنګ پدې تړاو خپله اصلي موخه تکرار کړه. هغه وویل: "موږ خپله اصلي موخه پالو چې موږ یې یادونه کړې ده. موخه دا ده، چې خپل یرغمل شوي خلک ازاد کړو، حماس په بشپړه توګه له منځه یوسو، او همدا رنګه یقیني کړو ترڅو په غزه کې دا ګواښ بېا تکرار نشي."

شنونکي پدې فکر دي، چې په پراخه کچه ستایل شوی دا موقتي اوربند به ښايي د دواړو اړخونو ترمنځ پیچلې شخړه پای ته ونه رسوي.

د بروکینګز انسټیټیوټ څېړونکی مایکل او هانلون وايي، په اوږد مهال کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حماس له منځه وړل مهم دي. د نوموړي په وینا، که یې د ټولو جنګیالیو له منځه وړل نه وي ممکن لوړپوړي مشران یې باید ختم شي.

هانلون وویل: "پر غزې د حماس واکمني باید پای ته ورسول شي. ما ته د موقتي اوربند په اړه په یادو مواردو کې تر اوسه کوم تغییر نه په سترګو کېږي."

د امریکا ولسمشر جو بایډن د یکشنبې پر ورځ د یواځنۍ برمته شوې امریکايي کوچنۍ ابېګېل د ازادېدلو هرکلی وکړ.

هغه وویل: "یوه وړه نجلۍ چې ابیګېل نومېږي، او اوس څلور کلنه شوه، هغې خپله د زېږېدو ورځ، او له دغې ورځې ۵۰ ورځې مخکې نورې ورځې د حماس په بند کې تېرې کړي، هغه نن ازاده ده، زه او د امریکا د لومړۍ مېرمنې ترڅنګ لوی شمېر امریکایان د هغې د روغتیا لپاره دعا کوو."

بایډڼ ژمنه وکړه، چې امریکا به د حماس له منګولو څخه د ټولو برمته شویو کسانو تر ازادیدو پورې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د حماس وسله وال د اکتوبر په اوومه د غزې او اسرائیل ترمنځ له پوځي پولې واوښتل او د اسرائیل په تاریخ کې یې تر ټولو خونړی برید وکړ. اسرائیل وايي، په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل شوي دي.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د حماس حکومت وايي، تر اوسه یې ۱۵۰۰۰ کسان وژلي، چې زرګونه یې ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه