بشري حقونه: بنګله دیش کې چارواکو نږدې ۱۰ زره فعالین نیولي
د بنګله دیش حکومت د عمومي انتخاباتو څخه وړاندې د سیاسي مخالفیو ګوندونو ځپل د سیالۍ له منځه وړلو لپاره پراخ کړي.
امریکا کې درې په خټه فلسطیني امریکایان په ډزو ټپي شوي
په متحده ایالاتو کې پولیسو یکشنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ۵) ویلي چې درې په خټه فلسطیني امریکایان د ورمانټ ایالت برلینګټن په ښار کې هغه مهال وويشتل شول او ټپي شول چې د شکر اداینې مراسمو کې د ګډون لپاره روان و.
د اسرائیل هوایي برید له کبله د سوریې دمشق نړیوال هوایي ډګر بیا له فعالیت ولوید
په سوریه کې دولتي مطبوعاتو یکشنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ۴) ویلي چې د اسرائیل هوایي برید له کبله ددې هیواد د پایتخت دمشق نړیوال هوایي ډګر یو ځل بیا له فعالیت وغورځیده.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د اسرائیل پوځ: حماس نور یرغمل شوي اسرائيلیان هم پرېښودل
د اسرائيل پوځ نن یکشنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ پنځمه) اعلان وکړ چې ۱۴ نور اسرائلیان، سه تایلنډي او یو روسی په غزې کې سره صلیب ته سپارل شوي دي.
د سپینې ماڼۍ مشاور: یو امریکايی د حماس له بند څخه ازادېږي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وايي چې د حماس ډله به نن یکشنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ پنځمه) په غزه کې یو یرغمل شوی امریکایی خوشې کوي. نوموړي ان بي سي تلویزوني چینل ته وویل چې د «نیول شویو امریکایانو له ډلې څخه به یې یو نن خوشي کېږي.» هغه د خوشې کېدونکي امریکايي وګړي په اړه له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه. اسرائيل او حماس د بندیانو په تبادلې موافقه کړې ده دا کار به د څلور ورځني اوربند په ترڅ کې کېږي. تر دې دمه حماس ۲۶ اسرائیلیان او څلور تایلنډیان او اسرائيل ۷۸ فلسطینیان پرېښي دي. مصر چې د بندیانو په تبادلې کې منځګړی دی، وايي چې د ۱۳ اسرائيلیانو او ۳۹ فلسطینیانو لست ور رسېدلی چې د یکشنبې په ورځ به خوشې کېږي. د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل. اسرائیلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او دحماس ډلې ۲۴۰ تنه نور یرغمل نیولي دي. د حماس د بریدونو په ځواب کې اسرائيل د حماس د ختمولو اعلان وکړ او په ځوابي بریدونو کې یې تر دې دمه په غزې کې د روغتیایي چارواکو په وینا ۱۴۸۰۰ فلسطینیان وژلي دي چې ۴۰ فیصد یې ماشومان دي. تر دې دمه کوم خپلواکې سرچېنې دا ارقام تائید کړي نه دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
آیا د پاکستان حکومت به د کډوالو اړوند نړيوالې غوښتنې ومني؟- سپینې خبرې
په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې غوښتني چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو څخه ساتنه وکړي. آیا د پاکستان حکومت به د کډوالو اړوند نړيوالې غوښتنې ومني؟
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغمل شویو کسانو او بندیانو تبادله – د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
نن یکشنبې د امریکاغږ اشنا په خپرونه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغمل شویو کسانو او بندیانو د تبادلې تفصیل اورئ. په پاکستان کې د افغانو کډوالو د حقونو په اړه د حقوقي مدافعانو غوښتنه او په راولپنډۍ ښار کې د افغانستان د اوزبیکي پلو په اړه په زړه پورې راپور هم لرو.
د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې ځانمرګی برید شوی
د پاکستان په امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی، څه باندې ۲۰ تنه ژوبل دي
اتصال تلویزیوني خپرونه
د اتصال په دې خپرونه کې مو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په لارو چارو او په دغه هیواد کې د خوراکي مواد بیو ارزونه کړي ده. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د اسرائیل په بریدونو کې د حماس یو قوماندان او درې مشران وژل شوي
د حماس پوځي څانګې د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۵مه) وویل، چې د اسرائیلي ځواکونو په برید کې د دې ډلې یو پوځي قوماندان احمد الغندور په ګډون درې جګپوړي مشران یې وژل شوي دي.
جرمني: طالبانو د جرمني د یوې سیمه ییزې موسسې څلور کارکوونکي نیولي دي
د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت وايي، طالبانو د دغه هېواد د حکومت اړوند د یوې مرستندویه موسسې څلور کارکوونکي نیولي دي.