شاته

د سپینې ماڼۍ مشاور: یو امریکايی د حماس له بند څخه ازادېږي 

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وايي چې د حماس ډله به نن یکشنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ پنځمه) په غزه کې یو یرغمل شوی امریکایی خوشې کوي.

نوموړي ان بي سي تلویزوني چینل ته وویل چې د «نیول شویو امریکایانو له ډلې څخه به یې یو نن خوشي کېږي.»

هغه د خوشې کېدونکي امریکايي وګړي په اړه له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

اسرائيل او حماس د بندیانو په تبادلې موافقه کړې ده دا کار به د څلور ورځني اوربند په ترڅ کې کېږي. تر دې دمه حماس ۲۶ اسرائیلیان او څلور تایلنډیان او اسرائيل ۷۸ فلسطینیان پرېښي دي.

مصر چې د بندیانو په تبادلې کې منځګړی دی، وايي چې د ۱۳ اسرائيلیانو او ۳۹ فلسطینیانو لست ور رسېدلی چې د یکشنبې په ورځ به خوشې کېږي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل. اسرائیلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او دحماس ډلې ۲۴۰ تنه نور یرغمل نیولي دي.

د حماس د بریدونو په ځواب کې اسرائيل د حماس د ختمولو اعلان وکړ او په ځوابي بریدونو کې یې تر دې دمه په غزې کې د روغتیایي چارواکو په وینا ۱۴۸۰۰ فلسطینیان وژلي دي چې ۴۰ فیصد یې ماشومان دي. تر دې دمه کوم خپلواکې سرچېنې دا ارقام تائید کړي نه دي.

فورم \ دبحث خونه