ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

24.11.2023 امریکا غږ

په هند کې د افغانستان سفارت ولې وتړل شو؟ - سپینې خبرې

په هند کې د افغانستان د سفارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي د یو شمیر ننګونو له امله سفارت په دایمي ډول تړل شوی دی. اعلامیه کې راغلي چې د سفارت د کنټرول لپاره د طالبانو او د هند دولت دوامداره فشارونو ته په پاملرنې سفارت د یو ډیر سخت انتخاب سره مخ و. د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې اړه بحث شوی.

24.11.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

24.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

24.11.2023 امریکا غږ

د طالبانو په غوښتنه له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو امکان - حایل

ایا ممکنه ده چې پاکستان د طالبانو د حکومت په غوښتنه افغان کډوال افغانستان ته په زور ستانه کړي وي؟ دا پوښتنه مو د دې اوونۍ د حایل په خپرونه کې د پاکستان د مشرانو جرګې له پخواني غړي افراسیاب خټک او د افغانستان د وکیلانو د ټولنې له مرستیال عبدالسبحان مصباح څخه کړې ده.

24.11.2023 امریکا غږ

اسرائیل او حماس په لسګونو یرغمل او بندیان تبادله کړل - سرچینې

د قطر حکومت د جمعې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۳) وویل چې د حماس ډلې ۳۹ یرغمل خوشې کړي دي چې په کې ۱۰ تایلیندیان، ۱۳ اسرائیلیان او یو فیپینی شامل دي.

24.11.2023 امریکا غږ

د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند پیلېدل – دېرش دقیقې

په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند پلی شوی چې په ترڅ کې به یې د دواړو لورو یو شمېر یرغمل شوي کسان خوشې شي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې سربېره په مسکو کې د طالبانو د مخالفینو په ګډون د جوړې شوې غونډې په اړه هم له میلمنو سره بحث شوی دی.

24.11.2023 امریکا غږ

کمرون: بریتانیا د غزې لپاره خپلې بشري مرستې دوه برابر کوي

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډيويډ کامرون د جمعې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۳) وويل، چې د غزې ترانګې له جګړې ځپلو خلکو سره به خپلې بشري مرستې دوه برابره کړي.

24.11.2023 امریکا غږ

په امریکا کې د یوې افغانې میرمنې ستاینه - ژوند په امریکا کې خپرونه

په امریکا کې یوې نړیوالې موسسې د مهرباني د بنسټ مشرې، الهه احرار د خیریه او بشري فعالیتونو له امله وستایله او دا موسسه به د واشنګټن ډي سي په ملي پارک کې د دې افغان میرمنې په نوم یوه ونه کېنوي. دا اونۍ د ژوند په امریکا کې خپرونه کې د مهرباني د بنسټ د کړنو په اړه خبرې کوو.

24.11.2023 امریکا غږ

ډبلیو ایف پي د یو میلیون ستنیدونکو کډوالو سره مرستې لپاره ۲۷.۵ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې له پاکستان څخه د افغانستان سرحد ته د ستنیدونکو یو میلیون د دافغان کډوالو سره د مرستې لپاره د بودیجې د سخت کمبود سره مخ دی.

24.11.2023 امریکا غږ

د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند پیل شو؛ یرغمل کسان نن خوشې کیږي

په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند د جمعې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ درېیمه)  د سهار له اوو بجو څخه پلی شوی او ټاکل شوې ده نن د ورځې په اږدو کې، په غزه کې یرغمل کسان د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي.

24.11.2023 امریکا غږ

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت وتړل شو

په هند کې د افغانستان د سفارت له خوا په یو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د یو لړ ننګونو له امله په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت په دایمي ډول تړل شوی دی.

24.11.2023 امریکا غږ

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو د ټي ټي پي په خلاف د اقدام غوښتنه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو له حکومت یې تمه داده چې سمدستي د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي وسله والې ډلې په ګډون د هغو تروریستي ډلو او افرادو پر وړاندې اقدام وکړي چې له افغانستان څخه دغه هیواد ته ګواښونه راولاړوي.

24.11.2023 امریکا غږ

اروپايي ټولنې افغانستان کې د روغتیا سکټور سره لس میلیونو یورو مرسته کړې

د روغتیا نړیوال سازمان(WHO) وايي چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپریدو د مخنیوي او په دغه هیواد کې د روغتیا خدمتونو د پیاوړي کیدو لپاره لس میلیونو یورو چې ۷۵۰ میلیونه افغانۍ کیږي مرسته کړې ده.

24.11.2023 امریکا غږ

د کیوبا ولسمشر د فلسطینیانو په ملاتړ مظاهره وکړه

د کیوبا ولسمشر میګل دیاز کنیل د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) د فلسطینیانو په ملاتړ د یوې لویې مظاهرې مشري وکړه.

24.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more