ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان: افغانستان سره مو د ټي ټي پي د پټنځایونو په اړه شواهد شریک کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت سره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د وسله والې ډلې د پټنځایونو په اړه د شواهدو د شریکولوخبر ورکړی دی.

17.11.2023 امریکا غږ

ډبلیو ایچ او: ستنیدونو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۱۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له پاکستان څخه د ۱.۳ میلیونو افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر ته په پاملرنې ویلي چې د ستنیدونکو کډوالو دغه ناڅاپي بهیر د نورو عواملو سربیره د عامې روغتیا په برخه کې د پیښیدونکو ګواښونو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.

17.11.2023 امریکا غږ

پیدرو سانچیز بیا د هسپانیا صدراعظم وټاکل شو

د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم۲۵)  په پارلمان کې په ټاکنو کې د دویم ځل لپاره د دغه هېواد صدراعظم انتخاب شو.

17.11.2023 امریکا غږ

د سوکې وهنې مقابله؛ تایسن د تاج ګټلو لپاره له اولیکساندر سره سیالي کوي

بریتانوي سوک وهونکي تایسن فیوري ژمنه کړې ده چې له اولیکساندر اوسیک سره به داسې سیالي نندارې ته وړاندې کړې چې په څو عصرونو کې یې بیلګه لیدل شوې نه وي.

17.11.2023 امریکا غږ

بلینکن اسرائیل ته: لویدیځه غاړه کې فلسطینیانو سره د مېشتو یهودانو د تاوتریخوالي درولو لپاره عاجل اقدام وکړئ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم۲۵) په اسرائیل غږ وکړ چې په لویدیځه غاړه کې له فلسطینیانو سره د مېشتو شویو یهوادونو د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه «عاجل» اقدام وکړي. بلینکن په سان فرانسیسکو کې د اسیا-پسیفیک غونډې په مهال داسرائیل د اپوزیسون له مشر بیني ګانټز سره په تیلیفون کې د خبرو په مهال دا غوښتنه کړې ده. بیني ګانټز یو متقاعد جنرال او د بنیامین نتنیاهو د کابینې غړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې بلینکن «په لویدیځه غاړه کې د مېشتو [یهودانو] د افراطي خشونت د مخ په زیاتېدونکې کچې سره د مقابلې په ګډون د شخړو د کمولو لپاره د لازمو اقدماتو په عاجل ضرورت ټېنګار» وکړ. بلینکن له ګانټز سره همدغه راز له حماس سره د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په اړه د روانې دپلوماسي په هکله هم وغږېده. حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل. د اسرائیل مقامات وايي چې د حماسې جنګیالیو ۲۴۰ تنه یرغمل کړي او ۱۲۰۰ نور یې وژل دي. د حماس د حکومت مقامات وايي د اسرائيل په بریدونو کې د زرګونو ماشومانو په ګډون ۱۱۵۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکي‌ خلک دي. په غزې باندې د حماس کنترول دی، خو اسرائیل بیا لویدیځه غاړه اشغال کړې او فلسطیني مقامات په کې کمه خپلواکي لري. دغلته فلسطیني مقامات د حماس ډلې دښمنان ګڼل کېږي. په لویدیځه غاړه کې مېشت فلسطینیان وايی چې د جګړې له پیل راهېسې د مېشتو شویو له لوري ځورول کېږي. د راپورونو په اساس د اکتوبر له اوومې نېټې راهېسې د لویدیځې غاړه په مېشت ځایونو کې نژدې ۲۰۰ کسان وژل شوي دی.

17.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

17.11.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: د غزې ولسي خلک له شدیدې لوږې سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم۲۵)  وویل چې په غزه کې په «عملي ډول» اوبه او خواړه نشته او ملکي وګړي له شدیدې لوږې سره مخامخ دي. د خوړو د نړیوال سازمان اجرايي مشرې سنډي مککین په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ژمي په چټک رسېدو سره او «د ناخوندي او له خلکو ډکو سرپناو د موجودیت او د پاکو اوبو د نشتوالي له کبله ولسي خلک د سمدستي لوږې له احتمال سره مخامخ دي.» دغې ادارې له څو اونیو راهېسې په غزې کې د لوږې د زیاتېدو خبرداری ورکاوه. د خوړو نړیوال پروګرام همدغه راز ویلي دي چې «ډوډۍ یا کمه ده او یا بیخي نشته» او په« یو فعال [پرانیستي] سرحد سره د لوږې د ضرورتونو پوره کول ناممکن» دي. دغې ادارې ویلي دي چې یوازینۍ هیله دا ده چې غزې ته د خوړو د انتقال لپاره دویمه خوندي لاره پرانیستل شي. د خوړو نړیوال پروګرام همدغه راز وايي د تیلو کمښت هم د خوراکي موادو په انتقال کې خنډ پیدا کوي او هغه لارۍ چې د سه شنبې په ورځ له مصر څخه رسېدلي دي، کافي تیل نلري چې ولسي خلکو ته ځانونه ورسوي. دې ادارې خبرداری ورکړی دی چې کوم خوراکي مواد چې غزې ته انتقالېږي «له بده مرغه کافي» نه دي. څو اوونۍ مخکې حماس په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي دي. په غزې کې د صحت د برخې مقامات وايي چې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې شاوخوا ۴۰۰۰ یې ماشومان دي. اسرائيل په غزې باندې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له پیل راهېسې غزه محاصره کړې او ټولې ورغلې لارې یې تړلې دي.

16.11.2023 امریکا غږ

د حماس له لورې د یرغمل شویو اسرائیلیانو د کورنیو غړو لاریون پیل کړی

د حماس لخوا د نږدې ۲۴۰ یرغمل شویو اسرائیلیانو، چې ګمان کیږي د حماس سره په غزه کې بند دي، د کورنیو غړو د هغوی د خلاصون لپاره له تل ابیب څخه تر بیت المقدس پورې پنځه ورځنی لاریون پیل کړی دی.

16.11.2023 امریکا غږ

هند کې د یو نړیدلي تونل څخه د ۴۰ تنو کارګرانو د ژغورلو هڅې دوام لري

د هند په شمال کې ژغورونکو د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۶ (لړم ۲۵مه) وویل، چې دوی توانیدلي په یو نړیدلي تونل کې ګیر شويو ۴۰ کارګرانو ته خواړه او درمل ورسوي او د دوی د ژغورلو لپاره د کیندلو کار پیل کړي.

16.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

16.11.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو رپوټ ته د ترکمنستان غبرګون: د ښځو حقونه مو ندي محدود کړي

ترکمنستان د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) د ملګرو ماتونو د یوې ادارې د رپوټ په غبرګون کې وویل چې د ښځو حقونه یې ندي محدود کړي.

16.11.2023 امریکا غږ

استرالیا د کرکټ نړیوال جام پایلوبې ته ووته

په هند کې د کرکټ ۵۰ اوریز نړیوال جام په دوهمه نیمه پای لوبه کې استرالیا د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) جنوبي افریقا ته د دریو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د جام پایلوبې ته ورسید.

16.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

16.11.2023 امریکا غږ

د پاکستان او طالبانو حکومت د ترینګلو اړیکو لامل څه دی؟ - سپینې خبرې

پاکستان وايي په افغانستان کې د مشروع حکومت د جوړیدو په شرط د کابل سره د اړیکو ښه کول غواړي. اسلام اباد چې د طالبانو ملاتړی بلل کیږي، ولې د طالبانو حکومت نامشروع ګڼي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کوو. دا خپرونه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.11.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

16.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more