شاته

د اسرائیل – حماس اوربند پنځمه ورځ ؛ ۱۲ نور یرغمل شوي کسان خوشې شول

د حماس ډلې چې د غزې تړانګه یې په کنټرول کې ده، سه شنبه نومبر ۲۸ (لیندۍ۷) ۱۲ نور کسان چې د اکټوبر په ۷ مې یې یرغمل کړي و، خوشې کړل او ټاکل شوې چې اسرائیل به هم د دې کسانو په بدل کې نور فلسطیني بندیان آزاد کړي.

حماس دا کسان داسې مهال خوشې کړل چې د اسرائیل سره څلور ورځنی اوربند د دوو نورو ورځو لپاره وغځول شو.

د اسرائیل پوځ ویلي چې په خوشې شویو یرغملو کې ۱۰ یې د دې هیودا اتباع او پاتې دوه نور یې بهرنیان دي چې ټول یې په موټرو کې اسرائیل ته رسیدلي دي.

پوځ دا ندي ویلي چې بهرني اتباع د کوم هیواد / هیوادنو اوسیدنکي دي خو تر دې وړاندې ډیری بهرنیان د تایلند اوسیدونکي و.

د فلسطیني بندیانو کلب په نامه نیمه سرکاري سازمان ویلي چې ټاکل شوې اسرائیل د دې ۱۲ کسانو د خوشې کیدو په بدل کې ۳۰ فلسطیني بندیان آزاد کړي چې ۱۵ یې میرمنې او ۱۵ یې ځوان هلکان دي.

د حماس ډلې د اوربند په لومړیو څلورو ورځو کې ۱۵۰ اسرائیلي او ۱۹ بهرنیان چې د اکټوبر په ۷ مې نیټې یې یرغمل کړي و، خوشې کړل. په خوشې شویو بهرنیانو کې ډیری یې د تایلند اوسیدونکي و چې اسرائیل ته د کار کولو لپاره تللي و.

اسرائیل بیا په بدل کې ۱۵۰ تنه فلسطیني بندیان چې ډیری یې میرمنې او تنکي ځوانان او ماشومان دي، خوشې کړل.

د قطر، مصر او متحده ایالاتو په منځګړتوب د حماس- اسرائیل تر منځ څلور ورځنی اوربند د دوو اضافي ورځو لپاره غځیدلی او ملګرو ملتونو هیله ښودلی چې دا موقتي اوربند به په دایمي بشري اوربند بدل شي.

سپینې ماڼۍ د حماس او اسرائیل ترمنځ د دوو ورځو لپاره د اوربند د غځېدو او په ترڅ کې یې د حماس له قید څخه د برمته شویو کسانو د ازادېدلو د اعلان هرکلی کړی دی.

خو بل پلو بیا اسرائیلي چارواکو ویلي چې د ټولو یرغمل شویو کسانو تر خوشې کیدو وروسته به په غزې کې د حماس پر ضد نظامي عملیات بیرته پیل شي.

تر اوسه نده معلومه چې آیا د اوربند موده به نور هم وغځیږي که نه خو تر دې وړاندې اسرائیل ويلي پدې شرط چې د حماس ډله لږ تر لږه هرځ ورځ ۱۰ یرغمل شوي کسان خوشې کړي، دوی به هم د یوې بلې ورځې لپاره د اوربند موده وغځوي.

د حماس ډلې تر اوسه یوازې میرمنې او ماشومان خوشې کړي او د سړیو خوشې کیدو لپاره باید یو ځل بیا خبرې اترې وشي.

د اکټوبر ۷ مې نیټې بریدونو څخه وروسته چې اسرائیل د غزې په تړانګې هوایي بمبارۍ پیل کړلې، د دې تړانګې د ۲.۳ ملیون وګړو څخه په هرو دریو کې دوه یې بې کوره شوي او زرګونه خلک اړ شوي چې په موقتي سرپناوو کې ژوند وکړي.

د حماس وسله وال د اکتوبر په اوومه د غزې او اسرائیل ترمنځ له پوځي پولې واوښتل او د اسرائیل په تاریخ کې یې تر ټولو خونړی برید وکړ. اسرائیل وايي، په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل شوي دي.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د حماس حکومت وايي، تر اوسه یې ۱۵۰۰۰ کسان وژلي، چې زرګونه یې ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه