شاته

کرزی: د طالبانو رژیم دې په زور ړنګ نه شي؛ فعالانو د کرزي څرګندونې وغندلې

د افغانستان د معترضو ښځو د یو غورځنګ غړو په زور د رژیم د ړنګیدو سره د مخالفت په اړه د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي تازه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د هغه د حکومت کړنې یې په دغه هیواد کې واک ته د طالبانو د رسیدلو د لاملونو څخه یو لامل ګڼلی دی.

د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ نومبر۲۹ (لیندۍ اتم) خپره کړې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي څرګندونې غندلي او د افغانستان له خلکو یې غوښتي چې په یو انلین کمپاین کې دې د ښاغلي کرزي د څرګندونو د غندلو لپاره برخه واخلي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د طالبانو د نظام د ساتلو په اړه مونږ د ښاغلي کرزي څرګندونې په سختو ټکو غندو او په ټوله نړۍ کې د خپلو هیوادوالو څخه غوښتنه کوو چې د حامد کرزي د وروستیو څرګندونو پر وړاندې مونږ سره خپل غږ یوځای کړي او د طالبانو د تروریتسي افراطي او د ښځو څخه د کرکې او متعصبې ډلې څخه خپل نفرت او کرکه څرګنده ...او د طالبانو په وړاندې ودریږي".

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د جاپان د کیودو خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ نومبر۲۸ (لیندۍ اووم) خپره شوې ویلي چې په افغانستان کې نور د رژیمونو سقوط نه غواړي بلکې د پالیسو اصلاح غواړي.

پخواني جمهور رئیس ویلي: "موږ نور په هېواد کې شخړه نه غواړو. شخړه به د نن ورځې په پرتله حالات نور هم خراب کړي".

پخواني جمهور رئیس ویلي چې افغانانو په خپل هیواد کې د رژیمونو کافي ړنګیدل تجربه کړي دي.

ښاغلي کرزي ویلي: "مونږ د رژیم سقوط او ټوټه ټوټه کیدل نه غواړو. مونږ په افغانستان کې په کافي اندازه د رژیمونو سقوط درلود. مونږ په پالیسۍ کې اصلاحات غواړو. مونږ غواړو چې ټول افغانان د راتلونکی د جوړولو لپاره سره یوځای شي."

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د نجونو د تعلیم په مسله هم خبرې کړي او ویلي دي باید ژر ترژره د نجونو د تعلیم ستونزه حل شي ا‌و د یو ټولشموله بین الافغاني ډیالوگ له لارې باید په پالیسیو کې ښه والی راشي.

ښاغلي کرزي ویلي: "د نجونو د زده کړو د مسلې په اړه د طالبانو لوی اکثریت ورسره موافق دي. په دې برخه کې هیڅ شک نشته دی. د افغانانو ترمنځ د ډیالوګ په اړه هغوی (طالبان) د ډیالوګ اړتیا درک کوي".

د ښاغلي کرزي دفتر لا تراوسه د کیودو خبري اژانس سره د مرکې د محتوا او هم د ارغواني شنبې د ورځو د غورځنګ د غړو له خوا د هغه په څرګندونو باندې د نیوکو په باب تبصره نه ده کړې.

حامد کرزی په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې په دغه هیواد کې پاته شوی دی. د جاپان د کیودو خبري اژانس سره یې دا تازه مرکه د اوږدو میاشتو وروسته یو بهرنۍ رسنۍ سره لومړۍ مرکه ده.

ښاغلي کرزي د زور له لارې د طالبانو د حکومت د ړنګیدو سره د مخالفت په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د تاجیکستان په پایتخت دوشنبه کې د افغانستان په اړه د هرات امنیتي کنفرانس په یوولسمه غونډه کې ځینو ګډون کوونکو د زور له لارې له واک څخه د طالبانو په شړلو باندې ټینګار کړی دی.

ځینو ویناکوونکو دغه کنفرانس ته وویل چې طالبانو سره تعامل ګټه نلري او د طالبانو د حکومت روانه پالیسي پخپله جګړې ته لار هواروي.

فورم \ دبحث خونه