شاته

د نړۍ مشران: د دوو دولتونو جوړیدل د اسرائیل – فلسطین د شخړې حل یوازینی ځواب دی

د عربي دولتونو او اروپایي اتحادیې هیوادونو مشران چې د بارسیلونا په ښار کې راټول شوي و، پدې یې موافقه وکړله چې د اسرائیل – فلسطین د شخړې یوازینی ځواب د دوه بیلو دولتونو جوړیدل دي.

دوي همدارنګه وویل چې حماس نه بلکې د فلسطین اداره باید په غزې کې واکمني ولري.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل پدې غونډې کې وویل چې د دې اتحادیې ټول غړي هیوادونه او هغوي چې د بارسیلونا په غونډې کې یې برخه اخیستې، پدې موافق دي چې د دوو بیلو دولتونو جوړیدل د حل لار ده.

ښاغلي بوریل پدې غونډې کې وویل، " د فلسطین اداره باید انتخابات وکړي او حکومت داره ښه کړي خو د غزې راتلونکي مشرتابه لپاره یوازینۍ کار ورکوونکې لار د خلا مخنیوی دی".

د اروپایي اتحادیې دې جګپوړي چارواکي تر دې وړاندې هم ویلي و چې د فلسطیني دولت جوړیدل د اسرائیل امنیت لپاره د تضمین تر ټولو غوره لار ده

ښاغلي بوریل دا څرګندونې د اروپایي اتحادیې د ۲۷ غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د ویډیو کنفرانس د لارې په ملاقات کې وروسته تر هغې وکړلې چې د اسرائیل – حماس د جګړې پیل کیدو څخه وروسته منځني ختیځ ته په سفر تللی و.

هغه وویل چې منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې په خبرو او ملاقاتونو کې "اساسي سیاسي نتیجې" ته رسیدلی.

بوریل زیاته کړه، "زه فکر کوم د اسرائیل د امنیت لپاره تر ټولو غوره ضمانت د فلسطین دولت جوړیدل دي".

د بارسیلونا په غونډې کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن بیا وویل چې دا پریکړه باید د فلسطین ولس وکړي چې څوک پرې واکمني وکړي او تر څنګ یې دا هم وویل چې د اسرائیل – حماس د شخړې پای ته رسیدو وروسته د غزې په هکله هر ډول خبرې باید پدې متمرکزې وي چې لویدیځه غاړه او غزې پکې یو وي.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم تیره اوونۍ ویلي و چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو وروسته د غزې تړانګه او لویدیځه غاړه چې اسرائیل قبضه کړې، باید د فلسطین ادارې تر واکمنۍ لاندې وي.

د منځني ختیځ شخړې د حل لپاره د متحده ایالاتو پخوا راهیسې پالیسي د اسرائیل او فلسطین بیلو بیلو دولتونو جوړیدل دي خو تر اوسه دې هلو ځلو نتیجه نده ورکړې.

پدې غونډې کې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي وویل چې د فلسطین اداره دیته اړتیا نلري چې بیرته غزې ته ستنه شي او ټینګار یې کاوه چې د هغوي ۶۰ زره دولتي کار کوونکي وار د مخه پدې تړانګې کې ده.

د حماس ډلې په ۲۰۰۷ کال کې د لنډې کورنۍ جګړې وروسته د غزې کنټرول د فتح ګوند څخه چې مشري یې د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس کوي، ونیوه.

اسرائیل پدې غونډې کې ګډون نه و کړی.

فورم \ دبحث خونه