د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بيزنيس

الحاج الهام الدين قيام 27.07.2013 00:23

بيزنيس

دفرانکفورت په ښارکې مې ديوه دکان په دروازه سترګې ولګيدې چې پرې ليکل شوی وو"ګندعرووسی موجوداست"،پوه شوم چې هرومروبه داپلورنځۍ په کوم افغان پورې اړه ولري٠دکان ته ورننوتم ،هټيوال
رښتياهم افغان وو،دکوم ګيرک سره په خبروبوخوت وو،دهټۍ دکوم کونج څخه غلئ غلئ دقران کريم
ډيرښکلئ تلاوت اوريدل کيده،څودقيقې وروسته څونورګيرکان هټۍ ته راننوتل اودهټيوال څخه ېې دځينوکاليودبيوپوښتنه وکړه،ليدل مې چې څوتنه نورهم هټۍ ته رادننه شول،څوک ديوه شې دبيې پوښتنه کوي اوڅوک دبل شې٠
دافغانانودچنې وهلوعادت خورامعلوم وو،خودچنې وهلوپه جريان کې متوجه شوم چې هټيوال دخريدارسره
په هره خبره قسم خوري وايي چې" دقسم پورخوراباندې نلرې خوپه خدای قسم چې داشئ دخپل سرخريد
نه درباندې ارزان پلورم او٠٠٠٠٠٠"
دهټيوال دقسم خوړلوسلسله دهرګيرک سره دخبروپه جريان کې پسي اوږديده،ورووروېې خواته ورغلم اوديوه شې دبيې پوښتنه مې ترې وکړه،هټيوال دعادت سره سم په قسم سره وويل چې داشئ مې په درې سوه
يورورانيولئ دی خوتاته په دوه نيم سوه يورو درکوم او٠٠٠٠٠٠٠
غلي مې ترې پوښتنه وکړه چې وروره روژه دې نيولي ده؟ بدبدېې راته وکتل اوپه تنده لهجه ېې راته وويل
(٠٠٠٠زه خوکوم خلقي ياپرچمي نه يم چې٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠)
ورته مې وويل چې ورورجانه هرڅه چې ېې ،ېې به خودادومره بيځايه قسمونه اوهغه هم په روژه کې ،ګناه
لري٠ته خوکوم ملا نصرالدين نه ېې چې هرشئ له خپل سرخريدنه په کمه بيه خرڅوې٠ستادهټۍ کرايه،ستا
اوستادکورنۍ دالګښتونه دکومه پيداکوې؟
پدې وخت کې څوک راننوت چې له ډيرپخوامې پيژندواومعلوميده چې دهټيوال هم پخوانئ اشناوو ٠
دخبروسلسله به موتريوه ځايه ورسوله چې کوم ګيرک به راننوت اوهغه به ېې وشلوله٠
ترډيروخبرواترووروسته مې ورنه غوښتنه وکړه چې په درواغودې دقسم خوړلوعادت پريږدي،هټيوال بيا
بدبدراوکتل وې ېې وروره(٠٠٠٠٠مونږبيزنيس کوو،داټول دبيزنيس چلونه دي،ستاسوپدې خبروسرنه خلا
صيږي او٠٠٠٠٠)٠
غلئ راتاوشوځماپه ښي مټ ېې خپل ښې لاس واچوو،وې چې (....زه اوميرمن مې دواړه بيزنس کوو،زه چې
کوم شيان واخلم هغه ټول په ډېره ارزانه بيه په خپله ميرمن وپلورم،وروسته همغه شيان دخپلې ميرمنې څخه
ښه په لوړه بيه راونيسم اوبياېې دخپل سرخريدڅخه ارزان خرڅوم،ځما بيزنيس په تاوان چليږي،خودميرمنې بيزنس مې نام خدا ښه په ګټه کې دی ځمادبيزنيس تاوان ځمادميرمنې دبيزنيس دګټې ذکات هم نه جوړوي او٠٠٠٠٠٠٠)٠