وايي سوله
03.07.2013 00:38خپل ېې اوردجګړې بل دی،وایي سوله
چاچې جوړدجنګ غوبل دی،وایي سوله
په خوله سوله سوله وایي خوجنګ غواړي
هرچاجوړدجنګ مورچل دی،وایي سوله
څوک دسولې په لوريوګام وړاندې نه ځي
چې پل اخلي، دجنګ پل دی،وایي سوله
په جګړه واړه معتادجنګسالاران دي
دجګړې ېې هرعمل دی،وایي سوله
جګړه ماروټول وطن چور اوتالاکړو
څوک که غل دی که ېې مل دی،وایي سوله
سوله سوله اوس هرڅوک وایي قيامه
دااوس بل دجګړې چل دی،وایي سوله