پرديپال
18.07.2013 18:02نن مې دولسې جرګې ديوه پردييال غړي له خولې دافغان ملت دترټولوسترقوم يعنې ټولوپښتنوته دښکنځلو
اوتوهين داسې کلمات اوالفاظ واوريدل چې پخپله خوله ېې دتکرار اوياهم پخپل باعفته قلم دهغې ليکل
راته دخپلې خولې اوقلم سپکاوئ بريښې،داسې ناوړه الفاظ اوکلمات يوازې اويوازې ددې وکيل صيب
اودهغه دبادارانودچټلوخولوسره مناسب ادبيات،دهغوی دتربېې ،شخصيت اوسوېې ښه څرګندوونکي دي٠
پدې اړوند مې يووړوکئ غزل په خوله رابرابرشو،که دالفاظوله مخې ېې تريخوالئ زيات وو،مابه وبخښئ٠
پرديپال
شيطان دپيرلباس په تن دی،مريدان لټوي
دځان په څېرپه ايمان خوارڅوپيروان لټوي
په دينپرست،وطنپرست انسان هيڅ کارنلري
وطندښمنه،پرديپال،رذيل انسان لټوي
چې دافغان غيورملت بياپه خېلو وويشي
بيادملت قسم خوړلي دښمنان لټوي
له هرباتوراوغيرتي افغان په څنګ تيريږي
له افغانيت نه منکرهرذليل افغان لټوي