ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د رفسنجاني لور د ایران پر ضد تبلیغاتو کولو او مقدساتو ته په سپکاوي تورنه شوه

د ایران قضایه قوې یکشنبه جولای ۳ (چنګاښ۱۲) د پخواني جمهور رئیس اکبر هاشمي رفسنجاني لور په ټولنیزو شبکو کې د ایران ضد تبلیغاتو کولو او مقدساتو په سپکاوي تورنه کړله.

04.07.2022 امریکا غږ

خواجه اصف دعوه کوي چې پي ټي ايي د امریکا نه معافي غوښتې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دعوه کړې، پاکستان تحریک انصاف ګوند د امريکې د حکومت نه معافي غوښتې او اوس د امریکايي مرستيال ډونلډ لو منتونه کوي، خو تحریک انصاف ګوند ويلي خواجه اصف درغ وايي.

04.07.2022 ډیوه

روس د اوکراين په ختيځ کې د صنعتي ښار د نيولو دعوه کړې

روس د اتوار/ يکشنبې په ورځ دعوه کړې چې د اوکراين په ختيځ کې يې د لوهانسک صوبې صنعتي ښار لسچانسک نيولی دی، خو راپورونه وايي د اوکراين پوځ دغه دعوه رد کړې ده.

04.07.2022 ډیوه

د ډنمارک یوې مغازې کې په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي او ۳ کاري ټپي شوي

د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې پولیس وایي یو وسله وال یکشنبه جولای ۳ (چنګاښ۱۲) په یو مغازې کې په خلکو ډزې کړي درې تنه یې وژلي او ۳ نور یې ښه کاري ټپي کړي.

04.07.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

04.07.2022 امریکا غږ

د ډنمارک په سرښار کوپن هېګن کې د ‌یو بریدګر په ډزو کې نامعلوم شمېر کسان مړه او زخمیان دي

واشنګټن (رائټرز)  - د ډنمارک په سرښار کوپن هېګن کې یو وسله وال تن په یو شاپنګ سنټر کې ډزې کړي او څو تنه یې وژلي او زخمیان کړي دي. پولیس وایي چې دوی په دې قضیه کې دوه ویشت (۲۲) کلن ځوان چې د ډنمارک شهري دی، ګرفتاره کړی دی. پولیسو دا هم ویلي چې په دې پېښه کې د "ترهگرۍ" امکان نشي رد کولی. د ډنمارک د پولیسو مشر انسپکټر سورېن ټوماسن خبریالانو ته وویل: "څو تنه زخمیان دي او په دې هم خبر یو چې یو تنه نور مړه شوي دي." هغه زیاته کړه چې پولیسو د کوپن هېګن په زیلنډ علاقه کې د لټون پراخ عملیات پیل کړي دي. د پولیسو وینا ده چې کله د اتوار/یکشنبې په ماسپښین دوی ته د فیلډ مال نه د ډزو خبر راورسېد، نو هغوی سمدستي وسله وال پولیس هلته ورولېږل او په مال کې دننه خلکو ته یې وویل چې ځانونه پټ وساتي او امداد ته دې انتظار وي. ځایي رسنیو داسې تصویرونه خپاره کړل چې په کې ډله ډله ېرېدلي خلک د مال (شاپنګ سنټر) نه بهر ته د تېښتې په حال کې لیدل کیږي. ابتدايي معلوماتو کې دا ندي ویلی شوي چې په پېښه کې به نور برید کوونکي هم ککړ وي او که نه. پولیسو دا هم ندي ویلي چې د ډزو د دې پېښې وجه څه وه او یا برید کوونکی وړاندې پولیسو ته معلوم و او که نه. د کوپن هېګن لوی هسپتال رېګشوسپیټالېټ ته یو کم شمېر زخمیان د علاج دپاره رسول شوي و، او وروسته هسپتال نور ډاکټران او نرسانې راوغوښتلې. په ځای کې موجودو ځینو ګواهانو ځایي رسنیو ته ویلي چې کله اول ډزې وشوې، نو دوی فکر کاوه چې د غلا کومه پېښه ده، او بیا چې کله ډزې زیاتې شوې، نو دوی پوهه شول چې برید کوونکی صرف خلکو باندې ډزې کوي. تېره هفته د ډنمارک ګاونډي هېواد ناروې په سرښار اوسلو کې هم د ډزو یوه مرګونې پېښه شوې وه چې په کې برید کوونکي دوه تنه ووژل. اوس دستي ډنمارک کې د ترهګرۍ خطره "سنجیده" ګڼل شوې ده او د هغه ملک امنیتي او استخباراتي ادارې وایي چې تر ټولو لویه خطره د "اسلام پاله تندلارو" نه متوجه ده. تر دې وړاندې ډنمارک کې په ۲۰۱۵ کال کې سختدریځه حمله شوې وه چې دوه تنه په کې مړه او شپږ پولیسان په کې زخمیان شوي و.

04.07.2022 ډیوه

لیز چیني: د امریکا ولس باید له ټرمپ څخه وساتل شي 

د امریکا د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند استازې او د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ‌ مخالفه لیز چیني وایي‌ چې د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو ته د درېدو په اړه به پرېکړه کوي. 

03.07.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

03.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

03.07.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

03.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

03.07.2022 امریکا غږ

وحیدي: که بهرنیان نوم لیکنه ونکړي، ایران کې یې اوسېدل ناقانونه دي 

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي هغه بهرني اتباع چې د ایران د بهرنیو وګړو د پېژندنې په طرحې کې نوملیکنه نکوي، په دغه هېواد کې یې اوسېدل غیرقانوني دي او له دغو خلکو سره به قانوني چلند کېږي. 

03.07.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

03.07.2022 امریکا غږ

روس وایي چې د اوکراین د لوهانسک سیمې آخري پاته ښار لیسیچانسک یې هم پوره نیولی دی

واشنګټن  - روس د اتوار/یکشنبې په ورځ دعوه وکړه چې د اوکراین په ختیځ کې یې د لیسيچانسک صنعتي ښار نیولی دی. لیسيچانسک په لوهانسک علاقه کې یوازېنی ښار و چې د اوکرایني ځواکونو په اختیار کې پاته و. د روس دفاع وزارت په ټلېګرام باندې یو بیان کې ویلي چې د دفاع وزیر سرګي شویګو، صدر ولاډیمیر پوټین ته خبر ورکړی چې د لوهانسک صنعتي ښار لیسیچانسک یې "آزاد" کړی دی. د روس د دفاع وزارت په بیان کې راغلي: "لکه څنګه چې د پوځ جنرل سرګي شویګو رپوټ ورکړ، د کامیابه جنګي عملیاتو په نتیجه کې، د روس فېډرېشن وسله والو ځواکونو، د لوګانسک جمهوریت د عوامي ملېشو د ډلو سره یوځای، په لیسیچانسک او یو شمېر شاوخوا ځایونو باندې یې پوره اختیار کلک کړی دی." بل اړخ ته د اوکراین د دفاع وزارت چارواکو بیا د بي بي سي سره په یوه مرکه کې د روس دا دعوې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې لیسیچانسک ښار د روس پوځیانو او د هغو د جدایي طلبه اتحادیانو د "پوره اختیار" لاندی ندی. د اوکراین د دفاع وزارت دا منلې چې د روسانو د ډېرو سختو حملو لاندې، اوکرایني عسکر ممکن د لیسيچانسک ښار د ځینو برخو نه په شا شوي اوسي. په سیمه کې اوکرایني ګورنر سېرهي هېدای ویلي چې لیسيچانسک ښار باندې د جنګ لمبې بلې دي. د اوکراین د پوځ یو ترجمان وویل: "د اوکراینیانو دپاره، د انساني ژوند ارزښت ډېر ترجیح لري، نو ځکه مونږ شاید د ځینو خاصو سیمو نه شا ته ولاړ شو چې بیا وکړای شو آینده کې هغه بېرته ونیسو." په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل نه څلور میاشتې تېرې شوي او په سر کې روس کوشش وکړ چې د سرښار کیېف په نیولو سره د صدر زېلنسکي حکومت نسکوره کړي. خو چې روس په دې کار کې پاته راغی، نو په ختیځ کې یې د ډونباس (ډونېټسک او لوهانسک) سیمې نیولو باندې ترکیز وکړ. روس په دغو ختیځو علاقو کې پرمختګونه کړي، مګر اوکراین اوس هم په ډونېټسک صوبه کې څو ښارونه پخپل اختیار کې ساتلي دي. روسانو تېره میاشت د یوې سختې جګړې په نتیجه کې لیسیچانسک ته نږدې د سیوېروډونېټسک ښار باندې قبضه ولګوله. صدر زېلنسکي د خالي/شنبې ورځې په ماښام، د ټي وي د لارې خپل تقریر کې، د اوکراین په خلکو غږ وکړ چې خپله اراده دې کلکه وساتي او "یرغلګرو" ته دې دومره نقصانونه واړوي چې "هر روس دا یاد وساتي چې اوکراین ماتېدونکی ندی." هغه پخپلې وینا کې وویل: "د محاذ په ډېرو علاقو کې د فشار د کمېدو نښې ښکاري، مګر جنګ لا ختم ندی. د بده قسمته، په نورو ځایونو کې جګړه په تېزېدو ده او دا باید هېر نکړو. په داسې موقع کې، مونږ ته په کار ده چې د پوځ سره، د رضاکارانو سره، او د هغو سره چې یوازې پاته دي، مرسته وکړو." په همدې مهال، روس چارواکو ویلي چې د اتوار/یکشنبې په ورځ اوکراین ته نږدې د روس په یو سرحدي ښار کې د چاودنو له امله، لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. دا چاودنې د روس په بېلګوروډ ښار کې وشوې چې په کې لسګونه رهایشي ودانیو ته نقصان ورسېد. د روس د پارلېمان یو غړي اندري کلیشاس د پوځ نه غوښتي چې د دې حملې جواب دې اوکراین ته ورکړي. کلیشاس پخپل ټلېګرام لیکلي: "په بېلګوروډ کې د عامو خلکو وژنه او د عوامو د بنیادي اډانو ورانول، د اوکراین له اړخه د یرغل یو نېغ په نېغه عمل دی او په کار ده چې د یوې پوځي کاروایۍ په شمول، تر ټولو سخت جواب ورکړل شي." د اوکراین چارواکو د بېلګوروډ ښار د چاودنو په اړه، د روسانو د دعوې په هړه سمدستي کوم جواب ندی ویلی. بل پلو دننه اوکراین کې د لیسيچانسک او باخموت سیمو سربېره، په خارکیف سیمه کې هم د جنګ اور تېز شوی دی. د ځایي چارواکو په وینا، د خارکیف ښار شاوخوا په ایزیم او چوګویوف علاقو باندې د تازه ګوله باریو په نتیجه کې، څلور کسان مړه شوي او درې نور زخمیان شوي دي. په داسې حال کې چې اوکراین کې جنګ روان دی، امریکا اوکراین سره د خپلو اضافي ۸۲۰ میلینه ډالرو پوځي مرستې جزئیات څرګند کړل. په دې مرستو کې د فضایي جهازونو د ویشتلو میزائیلونه او د توپخانې ضد رېډارونه شامل دي. دا اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو څوارلسمه جوپه ده. د اوکراین مشرانو په دې زور اچولی چې مغربي هېوادونه دې هغوی ته د روس سره د مقابلې دپاره لا ډېر او پرمختللې وسلې او پوځي وسایل ورکړي.  

03.07.2022 ډیوه

یو شمېر فعالانې: د علماوو غونډه کې د ښځو په نه ګډون خوشحاله یوو

یو شمېر ښځې وايي، ښه ده چې د طالبانو د حکومت لخوا د علماوو په رابلل شوې ناسته کې هېڅ ښځه نه وه. د طالبانو د حکومت یوه معترضه ښځه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي، خوشاله ده چې ښځو د طالبانو حکومت د علماوو په ناسته کې ګډون نه و کړی. دا وايي، په دې ناسته کې د ښځو ګډون د ښځو په ګټه نه و، ځکه د دې په خبره یو شمېر طالبان او ځینې علما د ښځو د منزوي کېدو پلویان دي. هغه زیاتوي: "موږ پوهېږو که ښځې په داسې ناستو کې ګډون هم وکړي، ګډون به یې سمبولیک وي. موږ پوهېږو چې ځینې علما او حکومت یې ښځې حاشيې ته بیايي او خوشاله دي چې ښځې په کور کېني." دا معترضه مېرمن چې په افغانستان کې ده، د طالبانو حکومت یوازې د نارینه وو حکومت ګڼي او وايي چې مشروعیت نه لري. د ښځو د حقونو فعاله زرقا یفتلي وايي، د علماوو ناسته له مخکې د یوې وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ یوازې په داخل کې د طالبانو د حکومت د مشروعیت ترلاسه کولو په خاطر جوړه شوې وه. د اغلې یفتلي په وینا، د طالبانو د دې ناستې پایله د افغانستان او افغانانو په ګټه نه ده. نوموړې دغه شان یو شمېر هېوادونه چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل دي او له افغان ښځو یوازې د خبرو په حد کې ملاتړ کوي، هم انتقاد کوي. هغه زیاتوي: "باید له یاده ونه باسو چې یو شمېر هېوادونه په عملي او رسمي ډول د افغانستان په اوسنیو مسایلو کې ښکېل دي او دوی په هر ډول چې کولای شي، هڅه کوي چې د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې ذهنیت بدل کړي." د ښځو د حقونو دا فعاله وايي، د طالبانو کورنیو او بهرنیو لابي کوونکو د دې لپاره زیات کار کړی دی. د طالبانو د حکومت ویاندویانو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې. د طالبانو د حکومت له لوري د علماوو رابلل شوې ناسته له درېیو ورځو وروسته د شنبې په ورځ پای ته ورسېده او د دې ناستې په پرېکړه لیک کې د ښځو د برخليک په اړه کومه خبره نه وه شوې. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، له غونډې تمه وه چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه پرېکړه وکړي هغه مسئله چې څه کره وړاندیز یا پرېکړه یې په اړه ونه شوه. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، که طالبان د نجونو تعلیم ته اجازه ورنه کړي ګڼې کورنۍ به له افغانستانه ووځي.

03.07.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more