ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: د دوحې مذاکراتو کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو په دوام توافق وشو

د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا د متحدو ایالتونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د استازو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې خلاصې شوې. دا په تېرو دریو میاشتو کې د دواړو خواو ترمنځ لومړی مخامخ ملاقات و.

01.07.2022 امریکا غږ

د "مقاومت جبهه": اندراب کې مو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې؛ طالبان: درواغ دي 

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د بغلان ولایت د اندراب دره کې د دوی د ځواکونو په بریدونو کې تر لسو زیات وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان دا رپوټونه ردوي.

01.07.2022 امریکا غږ

د بشري حقونو شورا نن دا فغان ښځو او نجونو په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن (جمعه) د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په باب د بحث لپاره بېړنۍ غونډه رابللې ده. په جینیوا کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري حکومت په دایمي استازولۍ کې د بشري حقونو د څانګې مسوول محب الله تایب په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: " او په پای کې به یې یو پرېکړه لیک هم خپور شي چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونو اړوند موضوعات وغندي او په دې اړه چې د دې ډول سرغړونو مخه څنګه ونیول شي او تکرار یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونکو ته څه عواقب لري؛ دا به په دې پرېکړه لیک کې شامل موضوعات وي." فرانسې او اروپايي اتحادیې کابو لس ورځې پخوا ویلي وو چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت سخته خرابېدا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا فوري پاملرنې ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې دوې اوونۍ مخکې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر سیستماتیکې ځپنې تورن کړل. دې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ویلي و چې افغانان د یوه نسل تر ټولو تیاره شېبې تجربه کوي.

01.07.2022 ازادي راډیو

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

01.07.2022 امریکا غږ

اردوغان: که سویډن او فنلنډ په ژمنو عمل ونکړ، ناټو کې یې د غړیتوب مخه نیسو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن پنجشنبه جون ۳۰ (چنګاښ) خبرداری ورکړ که سویډن او فنلنډ له ترکیې سره په نوي تړون عمل ونکړي، په ناټو کې به یې د غړیتوب مخه نیسي.

01.07.2022 امریکا غږ

بایډن: تر هغه وخته چې لازمه وي د اوکراین ملاتړ کوو

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي امریکا او متحدین به یې "تر هغه وخته چې لازمه وي" د اوکراین ملاتړ وکړي او پرې به نږدي چې دا هیواد د روسیې په مقابل کې ماتې وخوري.

30.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

30.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

30.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

30.06.2022 امریکا غږ

انصاري د طالبانو لویې غونډې ته: د نظام د مخالفانو سرونه دې پرې شي

په کابل کې د " افغانستان د علماوو لویې غونډې" کې چې د ټول هیواد څخه څه باندې ۳۰۰۰ استازو پکې برخه اخیستې وه په لومړۍ ورځ ډیری ویناوې د طالبانو د حاکمیت د ملاتړ او پدې هکله وې چې د دې ډلې سره بیعت وشي.

30.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

30.06.2022 امریکا غږ

د امریکې صدر د یوکراېن لپاره د 800 ملین ډالرو نورو پوځي مرستو اعلان کړی

د امریکې صدر جوباېډن د زیارت (پنجشنبې) په ورځ‌ اعلان کړی چې امریکا به یوکراېن ته د 800 ملین ډالره وسلې او پوځي مرستې ورکوي او د روسي حملو په ځواب کې یې د یوکراېن د خلکو د حوصلې ستاېنه کړې.‌ جوباېډن وېلي‌ چې امریکا او نېټو اتحادي ملکونه د روس خلاف جنګ کې د یوکراېن سره د هرقسم مرستې لپاره او د روس صدر ولادمیرپیوټن خلاف کلک ولاړ دي.‌ د سپېن مېډرډ ښار کې د نېټو مشرانو غونډې ته د وېنا په وخت جوباېډن وېلي روس په یوکراېن د حملې ډېر لوي قیمت ادا کوي او زیاته یې کړه ماسکو په نړۍ کې خپل مقام باېللی او دا چې روس د یوکراېن د Snake Island نه خپل پوځیانو پشا کولو سره د یو بل پوځي ماتې سره مخ شوی. Snake Island په سټرېټیجک توګه یو اهمه جزیره ده چې د بحیره اسود د سمندري تجارتي لار په منځ کې پرته ده او د روسي یرغل په ځواب کې د یوکراېن مزاحمت ښکاره کوي.‌ جوباېډن ووېل، ” ما ته معلومه نه ده چې د یوکراېن جنګ به څنګه ختمیږي خو دا به د روس لخوا یوکراېن ته په شکست ورکولو نه ختمیږي‌.‌ یوکراېن د وړاندې نه روس ته سخت تاوان رسولی“. جوباېډن ووېل ترڅو یوکراېن ضرورت لري تر هغه وخت پورې په ورسره مرستې جاري ساتي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د امریکې لخوا یوکراېن لپاره د زیاتي مرستو اعلان د هغه 6.1 ارب ډالره پوځي‌ مرستو نه علاوه دی چې د روس لخوا د فرورۍ میاشت کې په یوکراېن د حملې راهسې امریکې ددغه جنګ ځپلي هېواد لپاره اعلان کړي.‌ باېډن ددې وړاندې د یورپ لپاره د نورو امریکايي‌ پوځیانو، جنګي جهازونو او سمندري جنګي بېړو ژمني پداسې حال کړي چې نېټو خپله دفاع مضبوطولو باندې صلاح شوې او د راتلونکي‌ کال نیمايي‌ نه به د 300,000 نه زیات پوځیان په تیار حالت کې ساتي.‌ جوباېډن ووېل،”امریکا هغه څه کوي چې څنګه ما وېلي‌ وو چې مونږ به یې کوو،‌ که چرته روس حمله وکړه نو مونږ به یورپ‌ کې خپل پوځي طاقت زیاتوو.‌ امریکا د یوکراېن سره کلک ودرېدو لپاره د نړۍ سره یو ځاې وړاندې روانه ده“. د برطانیې وزیراعظم بورس جانسن ووېل لندن به یوکراېن ته د 1.22 ارب ډالره نورې پوځي‌ مرستې ورکوي او د فرانس صدر اېمېنول مېکران ووېل فرانس به د CAESAR په نوم مشهور د اوږدې فاصلې پورې وېشونکې توپخانې 6 نور ټرکونه ورکوي.‌ یوکراېن ته د برطانیې په ورکوونکو پوځي مرستو کې هوايي دفاعي‌ نظام او نوي الېکټرانک جنګي آلات شامل دي. د دې تازه پوځي امداد سره د فرورۍ میاشت کې د روس حملې راهسې یوکراېن لپاره د برطانیې پوځې مرستې د 2.3 ارب برطانوي پاونډ نه زیاتې شوي.‌ د برطانیې وزیراعظم بورس جانس د نېټو غونډې ته وېلي‌ پیوټن د جنګ نه پشا کېدو او یا د صلحې تړون په شرطونو باندې د خبرو لپاره تیار نه ښکاري او زیاته کړې چې په دې وخت کې داسې هېڅ په نظر نه راځي چې په هغې خبرې وشي.  

30.06.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

30.06.2022 امریکا غږ

ماهرین: هلکانو او جینکو ته د تولیدي صحت په اړه معلومات ورکول د خېبرپښتونخوا د قانون برخه ده خو عمل پې نه کېږی

ډاکټر فوزيه افريدي وايي د کم عمرۍ او ناپوهۍ له امله د هلکان او جینکۍ په غلطه لار د تګ نه بچ کولو دپاره پکاره ده چې "مونږ هغوي ته دا پوهه او تعليم په سکول کې ورکړو."

30.06.2022 ډیوه

د یو هندي تن د وژنې په لړ کې د دوو مسلمانانو د ګرفتارۍ وروسته په هندوستان کې تاوتریخوالی زیات شوی

د هندوستان په مغربي ریاست راجستان کې انټرنېټ تړل شوی او په اودی پور ښار کې ګرځبندیز لګول شوی دی چې د هندو درزي (څرخیمار) د وژل کېدو په سر د فرقه اییزو فساداتو مخه ونیول شي. وېل کېږي چې دغه درزي د پېغمبر اسلام د مبینه سپکاوي په الزام دوو مسلمانانو وژلی او سر یې غوڅ کړی و. دواړه مبينه قاتلان پوليس نيولي او د پوليس د وينا تر مخه دوی منلي چې څرخيمار/درزي يې ځکه وژلی چې هغه د بهارتيه جنتا ګوند د وياندې نوپور شرما ملاتړی و. نوپورشرما د پېمغمبر اسلام د مبینه سپکاوي په وجه د ګوند د عهدې نه لرې کړل شوې ده. وېل کېږي چې وژل شوي تن د شرما د بيان سره يو شان پوسټ هم په سوشل ميډيا خور کړی و. شرما چې د وزير اعظم نرېندرا مودي د ګوند بي جی پي ويانده وه تېره مياشت د اسلام پيغمبر محمد په اړه یې په متنازعه وينا ګن شمېر مسلمان هېوادونو پرې سفارتي غبرګون ښودلی و او خلکو مظاهرې کړې وې. د دې وروستو ګوند هغه د خپلې څوکۍ لرې کړې ده. درزی (څرخيمار) چې کنهييا لال نومېد پوليس د لګ وخت د پاره نيولی و ځکه چې هغه دغه متنازعه ټويټ شير کړی و او د هغې وروستو ورته د نامعلومه خلکو لخوا د مرګ دړکې ورکړل شوې وې. د لال کورنۍ په پوليس نيوکې کړي چې وژل شوي تن ته يې حفاظت نه دی ورکړی. د هند حکومت د ترهګرۍ خلاف جوړ شوي نيشنل انوېسټيګيشن ايجنسي يو خصوصي ټيم د پلټونو د پاره لېږلی چې معلوم کړي په پېښه کې کومه ترهګره ډله خو لاس نه لري. د نهې/سه شنبې په ورځ حالات هغه وخت ډېر د انديښنو ډک شول څه وخت چې دوه ويډيګانې په سوشل ميډيا وايرل شوې چې ويل کيږي قاتلانو خپله جوړې کړې وې. په يوه ويډيو کې ليدل کيږي حمله کوونکي لال په ټوکاګانو وهي او په بله ويډيو کې قاتلان د قتل اوزار په لاس کې دا اعلان کوي چې د درزی نه يې سر غوڅ کړی او ورسره ورسره وزير اعظم مودي ته هم دړکه ورکوي. يو تن په ويډيو کې وايي “مونږ د پيغمبر د پاره ژوند کوو او د هغه د پاره مرګ ته تيار يو. مودي واوره اور تا لګولی خو په غرغړه کوو به يې مونږ. که خدای کول زمونږ خنجرونه به ستا څټ ته هم ډېر ژر درورسي”. د راجستان پوليس يو لوړ پوړي چارواکي د ميډيا نه غوښتلي يادې ويډيوګانې دې نه ښايي ځکه چې د کتلو نه دي. هندو قامپاله سياستمدارو غوښتنه کړې ياده پېښه دې ترهګري وګرځول شي او د ايالت وزير اعلی ويلي د خصوصي ټيم پلټونو ته انتظار کوي چې ژر تر ژره انصاف وشي. يو شمېر مسلمانو د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي په اسلام کې د داسې تشدد او کرکې هيڅ ځای نشته. یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای انګریزۍ څانګې دپاره د خبریال شېخ عزیزالرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي

30.06.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more