ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


جنوبي وزيرستان: په وسله وال بريد کې يو پوليس افسر او په ځوابي ډزو کې يو ترهګر هم وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې  نامعلومه وسله والو په ډزو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو [سي  ټي ډي] يو افسر [اېس اېچ او] وژلی دی. او په ځوابي کارروایۍ کې د یو ترهګر د وژلو او بل د نیولو دعوه هم شوې ده.

01.07.2022 ډیوه

پي ټي ايي د پنجاب د وزیراعلا د انتخاب پرېکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړې

پاکستان تحريک انصاف ګوند [پي ټي ايي] د لاهور هايکورټ هغه فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې چې پکې د لاهور هايکورټ نن د جمعې په ورځ د پنجاب وزیراعلا د انتخاب حکم کړی وو.

01.07.2022 ډیوه

بلوڅ زده کوونکی عبدالحفيظ بلوڅ د ترهګرۍ ضد عدالت بري کړی او خوشی کړی دی

په اسلام اباد کې د قايداعظم پوهنتون د بلوچستان زده کوونکی عبدالحفیظ بلوڅ د ترهګرۍ ضد عدالت بريد کړی او خوشی کړل شوی دی.

01.07.2022 ډیوه

ازادي راډيويي مجله؛ نغمه: افغان هنر به نه‌پرېږدو چې مړ شي

جلال اباد کې د هنرمندانو د ټولنې مشر وايي، طالبانو ورته ويلي چې د موسيقۍ له آلاتو ځان خلاص کړئ. استاد جنيد شريف د شعر پر نقد راته خبرې کوي او له ډاکټر اکبر اکبر څخه شعر اورو. ازادي راډيويي مجله چې پر ادبي، کلتوري او هنري مطالبو احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

01.07.2022 ازادي راډیو

د امریکا د سترې محکمې لومړۍ تور پوستې قاضۍ لوړه وکړه

کیتانجي‌ براون جکسن د پنجشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ نهمه) د امریکا د متحدو ایالتونو د سترې محکمې د لومړۍ تور پوستې (افریقايۍ-امریکایۍ) قاضۍ او غړې په توګه لوړه وکړه.

01.07.2022 امریکا غږ

طالبان: د دوحې مذاکراتو کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو په دوام توافق وشو

د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا د متحدو ایالتونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د استازو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې خلاصې شوې. دا په تېرو دریو میاشتو کې د دواړو خواو ترمنځ لومړی مخامخ ملاقات و.

01.07.2022 امریکا غږ

د "مقاومت جبهه": اندراب کې مو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې؛ طالبان: درواغ دي 

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د بغلان ولایت د اندراب دره کې د دوی د ځواکونو په بریدونو کې تر لسو زیات وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان دا رپوټونه ردوي.

01.07.2022 امریکا غږ

د بشري حقونو شورا نن دا فغان ښځو او نجونو په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن (جمعه) د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په باب د بحث لپاره بېړنۍ غونډه رابللې ده. په جینیوا کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري حکومت په دایمي استازولۍ کې د بشري حقونو د څانګې مسوول محب الله تایب په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: " او په پای کې به یې یو پرېکړه لیک هم خپور شي چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونو اړوند موضوعات وغندي او په دې اړه چې د دې ډول سرغړونو مخه څنګه ونیول شي او تکرار یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونکو ته څه عواقب لري؛ دا به په دې پرېکړه لیک کې شامل موضوعات وي." فرانسې او اروپايي اتحادیې کابو لس ورځې پخوا ویلي وو چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت سخته خرابېدا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا فوري پاملرنې ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې دوې اوونۍ مخکې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر سیستماتیکې ځپنې تورن کړل. دې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ویلي و چې افغانان د یوه نسل تر ټولو تیاره شېبې تجربه کوي.

01.07.2022 ازادي راډیو

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

01.07.2022 امریکا غږ

اردوغان: که سویډن او فنلنډ په ژمنو عمل ونکړ، ناټو کې یې د غړیتوب مخه نیسو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن پنجشنبه جون ۳۰ (چنګاښ) خبرداری ورکړ که سویډن او فنلنډ له ترکیې سره په نوي تړون عمل ونکړي، په ناټو کې به یې د غړیتوب مخه نیسي.

01.07.2022 امریکا غږ

بایډن: تر هغه وخته چې لازمه وي د اوکراین ملاتړ کوو

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي امریکا او متحدین به یې "تر هغه وخته چې لازمه وي" د اوکراین ملاتړ وکړي او پرې به نږدي چې دا هیواد د روسیې په مقابل کې ماتې وخوري.

30.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

30.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

30.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

30.06.2022 امریکا غږ

انصاري د طالبانو لویې غونډې ته: د نظام د مخالفانو سرونه دې پرې شي

په کابل کې د " افغانستان د علماوو لویې غونډې" کې چې د ټول هیواد څخه څه باندې ۳۰۰۰ استازو پکې برخه اخیستې وه په لومړۍ ورځ ډیری ویناوې د طالبانو د حاکمیت د ملاتړ او پدې هکله وې چې د دې ډلې سره بیعت وشي.

30.06.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more