ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د خېبرپښتونخوا د سنګ مرمرو کارخانه دار وايي د توانای زیاتو قیمتونو یې کاروبار خراب کړی دی

په خيبر پښتونخوا کې د سنګ مرمرو کارخانه دار وايي د توانای د قیمتونو د زیات والی له امله یې صنعت په منفي ډول اغیزمن شوی او نیم په نیمه کارخانې بندې شوي. د سنګ مرمرو د صنعت سره تړلي کاروباریان وايي د کارخانو د بندېدو له امله په لکونو کارکونکي هم بیروزګاره شوي دي. په پاکستان دا وخت د بجلی د 6000 میګا واټه کمي سره مخامخ دی او سوداګر وایې په صنعتی مرکزونو کی د بجلی د یو یونټ بيعه د 62 روپی نه زیاته شوی چی له امله واړه کاروباریان نه شی کولی چی د بجلۍ  بلونه ورکړی شي. د خيبر پښتونخوا د سنګ مرمرو د کارخانو او د درنګونو د اتحادی مشر سجاد خان وی او ای ډیوه ته وایې د توانای په بیعو کی د اضافی وروستو د بجلی د یو یونټ بيعه 62 ته رسېدلې او پنځوس فیصد کارخانې په دی وجه بندی شوی چې کارخانه دار خپل بلونه نه شې په پورا کولی. سجاد خان زیاتوی بجلی د سنګ مرمرو د صنعت دپاره ‌بنېادی د خام مال حثیت لری او د ګرانې بجلۍ له وجی اوس کارخانې په یو شفټ کی چلیږې او د یو لاکه نه زیات هغه کار کوونکي بې روزګاره شوي چې په غیر مستقیم ډول د دې صنعت سره تړلي دي." که حالات داسې وی نو زر به د صنعت بند شې صوبايي حکومت ته دا تجویز دی چی بجلی زمونږ خپل پیداوار دی او مرکزی حکومت ته چی زمونږه د بجلی کومی پیسی کیږې هغه پریږدی او په رعایتې نرخ صوبی د کارخانو دپاره بجلی واخلی." دوه ورځ وړاندی د پاکستان د توانای مرکزي  وزیر خبرداری ورکړی وو د روان کال آخر پوری به د توانای بیعی نوری هم زیاتیږی او حکومت سره بله لار نشته سېوا ددی چی د تواناي بیعی زیاتی کړي. په وروستو کی مرکزی حکومت د پټرول او ډیزل په یو لیټر کی 14 روپی نوره اضافه کړی او په ملکی کچه زیات تره بجلی د بهر هیوادونو څخه د راتلونکی تیلو په ذریعه پیدا کیږې د روانی میاشتی د وړومبی نیټې نه د بجلی په یو یونټ کی د 7روپی نه زیاته شوی او هم دغه رنګه ګیس بیعی هم سېوا شوی. د خيبر پښتونخوا سوداګر وایې د توانایې د کمی او زیاتو بیعو له وجی واړه کاروبارونه هم اغیزمن شوی صوباېی د کاروباریانو عمومی سېکتر ظاهر شاه وایې د موجوده حکومت نه هغوی دا طمع لرله چی د کرونا نه متاثره صنعت او تجارت ته به رعایتونه ورکړی خو دوی د رعایتونو په ځايې په وړو سوداګرو مالیا اولګوله او د توانایې بیعی هم زیاتې کړی او ددی ګرانې له وجې سوداګر خپل د بجلی بلونه هم نه شی ورکولی. ظاهرشاه وايي "د خلقو د حکومت نه دا توقع وه چی د کرونا نه پس حکومت به کاروباری خلقو ته رعایتونه ورکړی خو د توقع خلاف صوبایې او مرکزی حکومت د بجلی او ګیس د زیاتو بیعو او لوډشیډنګ بوج په سېوا کړو چی له وجی کاروبارونه متاثره شو." په خيبر پښتونخوا کې کاروبار کوونکي وایې چی په ښارونو کی د 10 نه تر 12 ساعتونو پوري لوډشیډنګ کیږې او بیا د پوهانو وینا ده د پاکستان اساسي قانون د دې خبرې اجازه ورکړی چی په یوه صوبه کی پیدا کیدونکی وسایلو وړومبی د هغی د اوسیدونکو حق دی.

04.07.2022 ډیوه

کرونا ویروس؛ چین د انهوي په ایالت کې ۱.۷ میلیون خلک قرنطین کړي 

د چین د انهوي په ایالت کې د کرونا ویروس ۳۰۰زره تازه پېښې ثبتې شوې دي او له دغو پېښو وروسته حکومت د دغه ښار ۱.۷ میلیون اوسېدونکو ته لارښوونه کړې ده چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او بهر ونه وځي. 

04.07.2022 امریکا غږ

ډنمارک: د ډزو پرونۍ پېښه کوم ترهګر عمل نه و - ملزم نیول شوی دی

واشنګټن  (رائټرز)  - د ډنمارک پولیسو نن د ګل/دوشنبې په ورځ [د جولائی ۴مه] وویل چې د سرښار کوپن هېګن په یو شاپنګ مال کې د ډزو پرونۍ پېښه، د موجوده شواهدو په بنیاد، د یو "ترهگر عمل" په حیث نشي ګڼل کیدی. د ډزو په دې پېښه کې درې تنان مړه او څو تنه نور زخمیان شول. د ډنمارک یو شهري چې ۲۲ کلن دی، ګرفتاره کړی شوی او ورباندې د انسان وژنې تور لګول شوی دی. هغه به نن د ګل/دوشنبې په ورځ عدالت ته پېش کړی شي. د ډنمارک د پولیسو مشر سورېن ټوماسن خبریالانو ته وویل، هېڅ داسې څه نښه نشته چې ګني په دې پېښه کې دې کوم بل څوک هم د ملزم شخص سره شریک پاته شوی وي. ټوماسن دا ونه ویل چې د پېښې محرک څه و، مګر زیاته یې کړه چې ملزم شخص د پېښې نه وړاندې خپل سوچ کړی او آمادګي یې نیولې وه. هغه وویل: "زمونږ اوسنۍ اندازه دا ده چې خلک د بې ترتیبه ډزو ښکار شول (کوم خاص خلک هدف نه و)." ډنمارک په دې تېره هفته کې د بایسکل چلولو ټور ډو فرانس سیالیو د لومړي پړاو کوربه و چې په لاکهونو کسانو د هغه ملک په بېلابېلو برخو کې د بایسکل چلولو دپاره لارو کوڅو ته راوتي و، مګر د هفتې په آخره کې چې په کوپن هېګن کې د ډزو دا پېښه وشوه، نو ټول ډنمارک ته یې جټکه ورکړه. تازه معلومات ښيي چې په پېښه کې یو ۱۷ کلن هلک، یوه ۱۷کلنه جینۍ، او یو ۴۷ کلن روس شهري چې په ډنمارک کې یې ژوند کاوه، وژل شوي دي. د ډنمارک د صحت چارواکو په وینا، په دې ډزو کې څلور تنه نور په ګولیو زخمیان شوي هم دي چې د هغو نه درې تنه یې اوس نسبتآ ښه دي، مګر د څلورم زخمي حالت، نازک بلل شوی دی. ځیني نور بیا چې د ډزو د ځایه تښتېدلي، د تېښتې په کوشش کې سربېرن زخمیان شوي، مګر ګولۍ ورباندې ندي لګېدلي. په ډنمارک کې د وسلو په اړه سخت قوانین موجود دي، او به غیر د ښکار کولو د ځینو ټوپکو، نور ټولې وسلې چې دي، په کار ده د پولیسو نه ورته لائسنس واخېستلی شي. پولیس وایي، هغه وسلې چې پرون د کوپن هېګن په یو شاپنګ مال کې ورباندې ډزې شوي، قانوني وسلې وې، مګر ملزم شخص د دې وسلو د استعمال دپاره کوم لائسنس نه درلود.

04.07.2022 ډیوه

اسلام اباد هايکورټ: بې درکه کسان دې عدالت ته وړاندې کړی شي

د اسلام اباد هايکورټ چیف جسټس اطهر من الله حکومت ته امر کړی ټول بې درکه کسان دې عدالت ته وړاندې کړي او که چرې عدالتي حکم باندې عمل ونه شو نو بيا به وزیراعظم عدالت ته پېش کیږي.

04.07.2022 ډیوه

د جولای څلورمه؛ متحده ایالات د خپلواکۍ ورځ نمانځي

نن د جولای څلورمه د امریکا متحده ایالات د یو ملت په توګه د خپلې خپلواکۍ ۲۴۶ کالیزه نماځي.

04.07.2022 امریکا غږ

شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید 15 پوځیان ژوبل کړي او په ټانک کې دوه پولیس وژل شوي دي

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې د لومړو معلوماتو ترمخه پکې 15 پوځيان ژوبل شوي دي. بل لور ته په ټانک کې په پوليسو وسله وال بريد کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي دي.

04.07.2022 ډیوه

صدر زېلېنسکي: د اوکراین نیول شوي سیمې به د روس نه بېرته اخلو

د اوکراېن صدر ولودوماېر زېلېنسکي ژمنه کړی چې د جدید وسلو په مدد به خپلې علاقه بېرته د روس نه ګټي. زېلېنسکي دا خبره وروسته له هغې کړې چې د هېواد په مشرقي لوهانسک صوبه کې اوکراېني ځواکونو په خپله ولقه کې د اخېري علاقې نه هم پشا شوی دي. د اتوار، یکشنبې، په شپّه خپله وېنا کې زېلېنسکي وویل چې روس يې د هېواد په مشرقي ډونباس سيمه کې د طاقت مظاهرې کوي او دا چې اوکراېني ځواکونه به د امریکا په ګډون د يورپي اېتلافیانو د خوا د ورکړل شوو تر اوږدې فاصلې پورې ګزار کونکو مزایلو او نورې جديد وسلې سره ځوابي بريدونه کوي. زېلېنسکي زیاته کړه چې د خپلو پوځیانو تحفظ کوي خو ورسره د اولس کردار هم یو شان د اهميت وړ دی. دوي به لارې بېا جوړوي او علاقې به بېرته نيسي او د خلکو حفاظت ته به اوليت ورکوي. اوکراېن ځواکونو د اتوار په ورځ وېلی دي چې د لېسچېنسک نه باقي پاتې ځواکونه هم په دې وېستلی دي ځکه چې د روس د زیاتو پوځیانو او د وسلو په مقابله کې د اوکراېني ځواکونو مزاهمت لویه مرګ ژوبله رامخې ته کولی شوه. اوکراېني ځواکونه پرله پسې د روس د پوځ د مقابلې د پاره د مغربي ملکونو نه د نورې جديد وسلې غوښتنه کوي.‌ روس په اوکراېن د څلورو میاشتو د یرغل په وړومبو ورځو کې، زېلېنسکي د واکه لرې کولو یا د سرښار کېف په نېولو کې د ناکامۍ ورستو ټوله توجو د هېواد د مشرقي سيمې ډونباس نېولو ته کړی. لوهانسک او دونېسک صوبې د ډونباس برخې دي. د دونېسک یو شمېر ښارونه وس هم د اوکراېن سره دي. د روس د د فاع وزارت په ټیلي ګرام وېلی دي چې د دفاع وزير سرګۍ شوګو صدر ولادمير پوټېن خبر کړی دی چې د لوهانسک پيپلز رېپبلک ازاد کړل شوی دی. په لوهانسک کې د روس پلوه بېلتون خوښو حکومت د ځان د پاره دا نوم کاروي. په عېن حال کې روسي چارواکو د اتوار په ورځ وېلی دي چې د اوکراېن سره په پوله د روس ښار کې د چاودنې له امله لږ تر لږه درې کسان مړه شوی دي. په بلګوروډ کې یو شمېر رهاېشي ودوانو ته هم نقصان رسېدلی دی. د روس پارلېماني غړي اندرۍ کلېشاس په بګورود کې د خلکو وژنه او د ولسي اډانې زیان د اوکراېن برید بللی دی او غوښتنه يې کړی چې د دې ټېنګ پوځي ځواب دی ورکړل شي. اوکراېني ځواکونو د چاودنۍ په اړه د روس دعوو ته ځواب نه دی وېلی. نن د ګل یا دوشنبې او سبا به په سوېټزرلېنډ کې د اوکراېن د بېا ودانۍ په اړه غونډه کيږي. په غونډه کې به د یوشمېر ملکونو،‌ نړيوالو ادارو او د شخصي کاروبارونو مشران برخه اخلي. د سوېټزرلېنډ د پاره د اوکراېن سفير ارتم رېبچېنکو وېلی دي په کانفرنس کې به يې د هېواد د بېا ودانۍ د پاره په بېله بېلو چارو خبرې کيږي.  

04.07.2022 ډیوه

پوتین خپل پوځ ته د لوهانسک د نیولو مبارکي ورکړه؛ زیلیسنکي یې د بیا ازدولو ژمنه وکړه  

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین خپلو ځواکونو ته د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک سیمې د «ازادولو» له کبله مبارکي ورکړې ده. 

04.07.2022 امریکا غږ

رپورټ: د جینکو په تعليم د بندیز له امله طالبانو په رسميت د پېژندل کېدو موقع د لاسه ورکړه

يو پاکستاني چارواکي ويلي، د مارچ په میاشت کې د پاکستان په ګډون نزدې 12 هېوادونه تیار وو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني خو طالبانو جينکو ته د تعليم اجازه ور نه کړه او دغه موقع يې د لاسه ووتله.

04.07.2022 ډیوه

امریکې د برطانيي نه د ازادۍ ورځ ولمانځله

د جولايي د میاشت څلورمه نېټه امریکا برطانيي نه د ازادۍ د ورځ په توگه لمانځي. صدر جوبایډن او د هغه مېرمن جېل بایډن به د ازادې د ورځ په مناسبت د وایټ هاوس په جنوبي باغیچه کې امریکايي پوځیان او د هغوی کورنیو ته د دعوت کوربتوب کوي او بیا به په نېشنل مال کې د روایتي اتش بازۍ ننداره کوي. د وي او ای د رپورټ ترمخه، د ازادۍ ورځ د امریکې د هغو لومړو ۱۳ ریاستونو د هغه فېصلې په یاد کې لمانځل کېږي چې برطانيي نه یې د ازادېدو اعلان وکړو. د دغو ریاستونو نمایندګانو د کال ۱۷۷۶ د جولای په دویمه نېټه د ازادۍ په حق کې ووټونه یا رای ورکړې. دوه ورځې وروسته ډېکلېرېشن اف انډيپېنډېنس یا د ازادۍ اعلامیه منظوره کړی شوه. د ازادۍ اعلاميه د جولای په څلورمه نېټه په پراخه کچه ووېشل شوه او هم دغه ورځ د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي. په کال ١٧٧٦ م کې د موجوده امریکې ١٣ ریاستونو برطانيي نه د ازادۍ علامیه یا ډیکلریشن اف انډیپنډنس منظور کړو. د کال ١٩۴١ م راهسې د جولايي د میاشت څلورمه نیټه په قامي کچه د رخصتۍ ورځ وي، سکولونه او سرکاري دفترونه بند وي. د ورځې د خوشحالۍ دپاره د اتشبازۍ نندارې کولی شي، پریډونه یا خصوصي لاریونونه کولی شي، د موسیقۍ پروگرامونه کېږي او خلک د خپلو خپلوانو سره په کورونو او یا په پارکونو کې خوراکونه پخوي. اتشبازي څلورمه جولايي په عامه توگه د اشتبازۍ دپاره یادیږي. د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د اتشبازۍ نندارې وي. تر ټولو لویه د اتشبازۍ مظاهره په نېویارک کې کېږی او بله په سرښار واشنگټن کې وي. په واشنگټن کې د کانگرس د ودانۍ مخې ته د موسېقۍ روایتي پروگرام هم کیږي. امنیت په مېلینونو امریکایان د ازادۍ ورځ لمانځي. پولیس او نورې امنیتي ادارې کوښښ کوي چې د دستورو په مهال امن او امان پرځای وي. په نیویارک کې چرته چې د اتشبازۍ تر ټولو لویه مظاهره کیږي، په لویه شمیره کې به پولیس په لارو کوڅو کې لېدل کیږي. په سرښار واشنگټن کې به هم پولیس په لویه شمیره کې پرځای وي. د زرگونو په شمیره کې خلک به د نیشنل مال په میدان د اتشبازۍ مظاهره گوري او د کانگرس د ودانۍ مخې د موسېقۍ په پروگرام کې به برخه اخلي. تاریخ د کال ١٧٧٦ د جولایي د میاشت په دویمه نېټه د کانټېننټل کانگرس د نوم د لاندې د موجوده امریکې ١٣ ریاستونو برطانيي نه د ازادۍ فېصله وکړه او ډیکلریشن اف انډېپینډنس یا د ازادۍ اعلامیه یې منظوره کړه. د اعلاميي مصنف تامس جفرسن و چې ورسته صدر هم جوړ شو. د ائین ځینې عالمان وايي د جولايي په کال ١٧٧٦ کې ددغه تاریخي فېصله په وجه دې د ازادۍ ورځ د څلورمې نېټې پرځای د جولايي د میاشت په دویمه نېټه لمانځل کیږی. برطانيي نه د امریکې د ازادۍ بغاوت په کال ١٧٧٥ کې شروع شوی و. د ازادۍ جنگ هغه وخت ختم شو کله چې په کال ١٧٨٣ کې برطانيي او امریکې د ټریټي اف پېرس یا د پېرس لوظنامه لاس لیک کړه. ددغه لوظنامې دلاندې د امریکې ازادي په رسمي توگه تسلیم شوه.  

04.07.2022 ډیوه

شهباز شريف امریکایانو ته د ازادۍ په ورځ مبارکي ورکړې، وايي امریکا سره په هره کچه اړيکو ته وده ورکول غواړي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، حکومت يې د امریکا سره په هره کچه اړيکو ته د ودې ورکولو خواهش لري، نوموړي امریکا او امريکايانو د ازادۍ د ورځې اومبارکي ويلې ده.

04.07.2022 ډیوه

هرات کې د طالبانو د عملې پر موټر برید کې مرګ ژوبله اوښتې

په هرات کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د «۲۰۷ الفاروق» قول اردو د کارکوونکو پر لېږدونکي موټر وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

04.07.2022 امریکا غږ

پاکستان: ډاکټران وايي که په لوی اختر کې خلک احتياط ونه کړي د کرونا سېوا کېدو خطره ده

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې نور 675 کسان په کرونا اخته شوي او په ملک کې د کرونا د پېښو مثبت شرحه 4.61 فيصده ته لوړه شوې ده. ډاکټران وايي که په لوی اختر کې خلک احتياط ونه وکړي د کرونا سېوا کېدو خطره ده.

04.07.2022 ډیوه

پرته له محرم د ښځو پر سفر بنديز؛ مېرمنې: له ګڼو ستونزو سره مخ يو

وروسته له هغه چې پر افغان مېرمنو د طالبانو د حکومت لخوا د سفر پر مهال د محرم درلودلو محدویت ولګېده، په پلازمېنه کابل کې ښځې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، ان تر دې چې د اړتیا پر مهال دوی نه‌شي کولای، د پخوا په څېر په ښاري موټروکې تګ راتګ وکړي. موټرچلونکي وایي، چې د طالبانو د مکتوب له مخې دوی نه‌شي کولای چې په مخکې چوکۍ کې مېرمنې کښېنوي او یا هم د شاه په څوکۍ کې نږدي نارینه ورسره کښېنوي. په کابل کې یو شمېر ښځې، وایي په ساعتونو ساعتونو د موټرو په تم ځای کې ولاړې وي، خو دا چې یوازې وي، د موټرچلونکي لخوا د موټر په مخکې چوکۍ کې د کښېناستلو اجازه نه ورکول کیږي او که په شاته سیټ کې کښېني او بله ښځه نه وي، نو اړې دي چې د دریوو کسانو کرایه ورکړي. د کابل اوسېدونکې ارزو چې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده وایي، د ښوونځي تګ ورته ډېر سخت شوی دی. د نوموړې په وېنا ټوله ورځ یې د موټړو په تم ځای کې د ښاري موټر په تمه تېره شي، موټر وي، خو دا چې له دې سره نورې ښځې نه وي، موټر چلوونکی موتر ته د پورته کېدلو اجازه نه ورکوي. نوموړې وايي: "زه یوه ورځ د هوایی ډګر له سړک نه د سلیم کاروان خوا ته تلم ، یو موټرودرېده، په هغه کې طالب هم ناست و، طالب موټړوان ته وویل، چې ته حق نه‌لرې چې په مخکې څوکۍ کې ښځه کښېنوې، موټر روان شو، زه نوره هم په تمه شوم ، تونس موټر راغی ، هغه ته مې هم ونه‌شوی کوی چې پورته شم، خلک اقتصادي ستونزې لري، نه‌شي کوی چې په موټر کې د دوو یا درېوو کسانو کرایه ورکړي، مخکې به د لېني موټر کرایه لس افغانۍ وه ، خو اوس پېنځه لسو ته پورته شوې ده، ښځې چې شل افغانۍ ورکړي، هغه پېنځه هم بېرته نه ورکوي، له ډېرو ستونزو سره مخ یو." د کابل بله اوسېدونکې صنوبر هم له ورته ستونزې شکایت کوي. نوموړې وايي: "د طالبانو لخوا مېرمنې ډېرې ځورول کېږي، طالبان موټر دروي، هغو ښځو او نجونو چې تور حجاب او ماسک نه وي اغوستی، تند چلند ورسره کوي، په مخکې سېټ کې مو طالبان نه پرېږدي او شاته چې کښېنوو که نورې ښځې نه وي مجبوره یو، چې د ټول سېټ کرایه ورکړو، په دې بد اقتصادي حالت کې چې مېرمنې کار هم نه لري ډېره سخته ده." د طالبانو حکومت د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د ۲۰۲۱ میلادي کال په دسمبر میاشت کې یو مکتوب خپور کړ چې په کې له محرم پرته تر ۷۸ کیلو متره پورې د نه ګرځېدلو موضوع یاده شوې وه، له دې حکوم وروسته افغان مېرمنې د تګ راتګ پر وخت له ګڼو ستونزو سره مخ شوې. د ښځو د حقونو فعاله نرګس احمد زی چې خپله هم له ورته ستونزې سره مخ ده، وایي چې د طالبانو حکومت دې په خپلو دې حکومونو له سر غور وکړي. نوموړې وایي، داسې مېرمنې شته چې محرم نه‌لري او د کور ټولې چارې هم ورپه غاړه دي او دا ډول حکمونه د دوی ژوند سختوي. آغلې نرګس وايي: "افغان مېرمنو ته یې ډېرې ستونزې پیدا کړې دي، د ټکسي او رېکشا چلوونکي دې ته زړه نه ښه کوي، چې مېرمنې ولېږدوي، ځکه که ورسره نارینه نه وي له ستونزې سره مخ کېږي، هغه ښځې چې دندې لري نه‌شي کوي چې هر ورځ له ځان سره محرم ولري ، اسلامي امارت دې په خپل دې حکوم له سر نه غور وکړي." مجید چې د کابل په ښار کې تونس موټر چلوی وایي، د طالبانو له حکم نه وروسته مېرمنې په مخکې چوکۍ کې نه کښېنوي،  ځکه وېرېږي چې جنجال ورته جوړ نه‌شي، د شا په سېټ کې هم که نورې ښځې نه وي مجبوره دی چې له یوې مېرمنې څخه د دوو کسانو کرایه واخلي، ځکه تېل قېمته دي، موټر خپل مصرف نه‌شي پوره کولی. نوموړی وايي: " ، بیا چې شا ته کښېنې که بله ښځه نه وي، چې ورسره کښېني مجبوره يم چې یا د درې کسانوکرایه واخلم یا یې بېرته ښکته کړم. موږ ته د طالبانو په دې حکم سره ډېرې ستونزې پیدا شوې دي، غوښتنه مو دا ده چې دا سیستم برابر کړي." خو د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت وایي، د دوی په حکم کې یوازې دومره ویل شوي دي، چې ښځې دې له محرم پرته ۷۸ کیلومتر واټن کې یوازې سفر نه کوي. محمدصادق عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د ښاري موټر په مخکې چوکۍ کې د مېرمنو له ناستي سره هېڅ ډول ستونزه نه‌لري. نوموړي وويل: " ، که چېرې په ښارکې یوازې وي نو موټر ته پورته کېدلی شي، شریعت دا مني او موږ هم ستونزه نه‌لرو، یوازې دومره ویل شوي دي چې مېرمنې دې ۷۸ کیلو متره واټن کې یوازې سفر نه کوی، مخکې هم داسې څه نه و، اوس هم موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې د ښځو ستونزې حل کړو." د یادونې ده، چې په افغانستان د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره تر اوسه ښځې د دوی له سخت محدویت سره مخ دي، په دې اړه نړیوالو سازمانو هم غبرګون ښودلی دی. له شپږم ټولګي د پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيوو دروازې تړلي دي، په اکثره اداروکې مېرمنو ته د کار اجازه نه‌شته، په لرې واټن سفر کې محرم او حجاب جبري شوي دی، دا هغه څه دي چې په تېرو لسو میاشتو کې پر افغان مېرمنو باندې عملي شوي. ان په کابل کې د علماوو په درې ورځنۍ غونډه کې چې تېره شنبه پای ته ورسېدله مېرمنو ته د ګډون حق ور نه کړل شو. د یادونې ده چې په تېر جمهوري نظام کې به مېرمنو په خپله موټر چلوو، خو اوس د موټر زده کړې کورسونه هم د دوی پر مخ تړل شوي دي.

04.07.2022 ازادي راډیو

امریکا کې د پولیسو لخوا د یو بل تورپوستي وژل کیدو نه پس مظاهرې شوې

د متحده ایالاتو د اوهایو الایت د اکرن په ښار کې وروسته تر هغه سل ګونو کسانو مظاهرې وکړلې چې د پولیسو لخوا په ثبت شوې ویډیو کې د هغه تور پوستي امریکایي د وژل کیدو پیښه خپره شوه چې تیره اوونۍ پولیسو وژلی و.

04.07.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more