ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نیوزي لېنډ په دوو جوماتونو حمله کوونکي تن خپل جرم ومنلو

په برېنټن ټېرېنټ د ۵۱ قتلونو، ۴۰ د اقدام قتل او یوه د ترهګرۍ دفعه لګلو شوې ده. د هغه د مقدمې اورونا په کرایسټ چرچ ښار کې وشوه چرته چې د کال ۲۰۱۹ د مارچ په ۱۵ نېټه النور او لېنووډ جوماتونو حملو کې ۵۱ کسان ووژل شو

26.03.2020 ډیوه

ځلمي خلیلزاد:دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دبندیانو تبادله به ۳۱م مارچ څخه پیل شي

افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي ځلمي خلیلزاد ویلي افغان دولت اؤ طالبان توافق ته رسیدلي چې دواړه خواوې به دبندیانو دخوشې کولو لړۍ د مارچ په ۳۱مه نیټه پیل کړي.

26.03.2020 ډیوه

پاکستاني روپۍ دتیرو نهو میاشتو په مهال تر ټولو زیات خپل ارزښت وبائیللو،ډالر نور هم وختلو

په نړۍ کې د کرونا وائروسو د را الوتلې وباء له امله دپاکستاني روپۍ ارزښت پرله پسې په ښکته روان دی اؤ د زیارت په ورځ دپاکستان په بانکونو کې یو ډالر په ۱۶۷.۴۵ روپۍ پلورل شوی دی.

26.03.2020 ډیوه

کرونا وايرس: د پېښور ډاکټران وايي د کرونا وايرس ناروغانو دپاره ورسره وينټېلټرې ډېرې کمې دي

د پېښور ډاکټران وايي چې په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس دا وخت په کوم حساب سره خورېږي نو د صوبې په روغتونو کې موجود چې څومره وينټيلېټرې يا د ساه ورکولو مشينان دي هغه د کرونا په وايرس اخته کېدونکي کسانو دپاره پوره نه دي.

26.03.2020 ډیوه

صدر علوي: علما دې د جامعه الازهر د فتوې په رڼا کې په جوماتونو او جُمعې د نمونځ په اړه په تندۍ فېصله وکړي

د پاکستان صدر عارف ويلي علماؤ ته خواست کوي چې د قران او سنت د اصولو په رڼا کې دې د کرونا وايرس د مخنیوي په لړ کې سمدستي ګامونه پورته کړي.

26.03.2020 ډیوه

په نيويارک کی د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېر ۳۰زره ته رسېدلی، ۲۸۰ مړه

د امريکاد نيويارک رياست ګورنر اندريو کومو د شورو، چارشنبې په ورځ ويلي چې په سيمه کې د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېره د۳۰زره نه اورړېدلی او يواځې په دغه ښار کې د دې وايرس نه تر دې دمه ۲۸۰  خلک مړه شوي دي.

26.03.2020 ډیوه

چین کې د یو بل وائرس هَنټا د لاسه یو تن ژوند د لاسه ورکړی

چین کې یو بل وائرس  چې هَنټا (Hantavirus) نومیږي د لاسه یو تن ژوند د لاسه ورکړی چې ورسره په نړۍ کې د کرونا وائرس سره سم د یو بل وائرس د خپریدو په حقله په خلکو کې ویره پیدا شوې ده. د هَنټا وائرس پیژندنه  امریکا کې د وائرسو څخه د خپریدونکې ناروغیو د مخنيوي مرکز چې (سي ډي سي) په نوم یادیږي ددې وائرس په حقله واي چې دا د مږو د خاندان د ځناورو چې ورته په انګریزۍ کې روډنټس واي څخه خپریږي. په روډنټس خاندان کې مږې،منګکان ،د ونو مږه يا ګلهري ،  نولي،ګراونډهاګ،ګني پیګ،وغیره شامل دي. هغه مږې یا روډنټس چې دغه وائرس لري د موتیازو ، لاړو(لعاب ) او کله کله د دوي د چک لږولو سره دا ناروغي  پورې کیږي. ددې ځناورو موتیازې یا لعاب چې کله هوا کې ورشامل شي او دغه ځائ کې کوم موجود انسان ساه واخلي نو هم ورته د لږیدو خطر وي.  سائینس پوهان لیکي که په دغه وائرس اغيزمنده ځناورو موتیازې یا لعاب په کوم لوخي یا ځائ پریوتې وي او ددغې سره د کوم تن د وجود   برخه ولږي او یا دغه لوخي کې خوراک اوکړي نو هم ورته لږیدلی شي. علامتونه ددې ناروغۍ سره هم د بیمار تن د ساه اخستو په عمل کې مشکلات پیدا کیږي او پړپوس یا سګي زیات اغیزمند کوي  ددې نه علاوه ددې بیمارۍ علامات ستړی والی ، ورسره تبه او تنګستیا هم طبي ماهرانو یاد کړي دي. حفاظت کور یا د اوسیدو ځایونو کې د مږو یا منګکانو لپاره د پاتې کیدو علتونه ختمول،ددوي اډې ختمول، لکه ګنده ځایونه پاکول، د خوراک شیان خوندي ساتل، د کور لوخي او نور د خوراک لپاره کاریدونکي څیزونه په محفوظه ځایونو کې کیښودل او هغه ځائ کې خوراک نه کول چرته چې دا ځناور په اکثریت سره اوسي.

26.03.2020 ډیوه

طالبان وايي د قیدیانود ازادېدو بهیر به یې د مارچ په اخېره کې شروع شي

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر پېغام کې وویل د قیدیانو د ازادولو په اړه د امریکې، افغان حکومت، قطر، طالبانو او د سره صلیب چارواکو د ویډیو کانفرنس دلارې خبرې وکړې

25.03.2020 ډیوه

د افغانستان په جګړې کې له ټولو ښکېلو اړخونو نه د یوناما تازه غوښتنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر (یوناما) د افغانستان د جګړې پر ټولو غاړو غږ کړی چې په دې میاشت کې ګڼ شمېر مرګوني پېښو ته په کتلو سره دې، تشدد را کم کړي او د غیرپوځي وګړو د محفوظه پاته کېدو او یو اوربند یا ډزبندي په لور دې ګامونه اوچت کړي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم د ګل یا دوشنبې په ورځ یو پیغام کې، په ټوله نړۍ کې عالمي ډزبندۍ غوښتنه وکړه څو ټول لازم وسایل او ترکیز، د کووېډ-۱۹ یا کرونا وایرس عالمي آفت ته ځانګړي کړی شي. یوناما نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ د یو بیان په خپرولو سره د ښاغلي ګوتېرېش دا خبره بدرګه کړې او ویلي یې دي چې د تشدد کم والی به یوې ډزبندۍ ته لاره هواره کړي او له امله به یې د خلکو ژوند وژغورل شي، ځکه له یوې خوا به د بین الافغاني مذاکراتو دپاره یو ګټور ماحول رامنځ ته شي، او بل طرف ته به د کروناوایرس سره د مقابلې دپاره د لا ښه آمادګیو زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې طالبانو څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د کرونا وایرس سره په مقابله کې دوی آماده دي چې د نړېوالو ادارو سره همکاري وکړي، مګر د دې بیان با وجود یې هم په ملک کې پر افغان ځواکونو باندې حملو ته دوام ورکړی او یوازې له امریکاییانو سره یې ډزبندي کړې ده. د یوناما د شمېرو تر مخه، "د مارچ له ۱ نه تر ۲۵مه پورې، د جګړې مربوط تشدد کې له ۱۰۰ زیات غیرپوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي." یوناما زیاتوي چې د دې جملې نه د زیاترو مرګ ژوبلو ‌ذمه وار، حکومت ضد ډلې دي. یوناما په کابل کې د داعش ډلې حملو ته اشاره کړې، خو زیاته کړې یې ده چې طالبان هم د بمونو په چاودلو باندې د ګڼ شمېر عامو وګړو د مرګ ذمه وار پاته شوي دي. یوناما همدا شان حکومتي ځواکونه هم ملامت ګڼلي او په کندز ولایت کې یې د مارچ میاشتې د ۲۱مې نیټې هوایي حملې یادې کړي چې په کې د ښځو ماشومانو په شمول، یوولس عام خلک ووژل شول. خو یوناما زیاتوي چې په ټوله کې، د غیرپوځیانو د مرګ ژوبلې زیاته ‌ذمه واري پر حکومت ضد ډلو ده او د کم شمېر مرګونو مسؤولیت حکومتي قواوو ته وراوړي.  

25.03.2020 ډیوه

په هسپانیه کې په یوه ورځ ۷۳۸ کسان کرونا وژلي

واشنګټن ډي سي: په هسپانیه کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په کرونا وایرس د ۷۳۸ نورو کسانو له مړه کېدو سره اوس دغه هېواد له ایټالیا وروسته په نړی کې په کرونا وایرس د مړینې له پلوه دوهم ځای لري. له دغې نوې شمېرې سره اوس په هسپانیه (سپېن) کې په کرونا د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴۳۴ ته ورسېد چې دا له چین څخه چې  ۳۲۸۵ کسان پکې مړه شوي دي زیاته خو له ایټالیا څخه چې ۶۸۲۰ کسان پکې مړه شوي دي کمه ده. د هسپانیې د روغتیا وزیر د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل په دغه هېواد کې د کرونا په پېښو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی. دوی زیاتوي تر ۵۰۰۰ زیات کسان په دغه هېواد کې له کرونا څخه ښه شوي هم دي. په هسپانیه کې په چټکی سره د کرونا په خپرېدو ددغه هېواد روغتیايي سیستم له ستونزو سره مخ شوی په ځانګړي توګه پلازمېنه مېډرېډ کې  چېرې چې ددغه هېواد تر ټولو زیات کسان مړه شوي دي. چین له هوبي ایالت څخه چې د کرونا وایرس سرچینه ګڼل کېږي لاک ډول ختم کړ خو د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او خبرداری ورکړی چې امریکا ښايي د دغه وایرس په مرکز باندې واوړي. په چین کې د کرونا وایرس په وړاندې د سختو ګامونو له اخیستلو سره چې خلک دې ټول په کورونو کې وي حالات کابو شول. چینایي چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ۴۷ نویو پېښو راپور ورکړی چې د دوی په وینا ټول له بهر څخه دغې سیمې ته ورغلي دي. په امریکا کې په دې وروستیو کې د کرونا وایرس په چټکئ سره په خپرېدو دی چې د شورو تر ورځې پورې پکې تر ۵۵۰۰۰ زیات په کرونا اخته شوي او تر ۷۰۰ زیات نور مړه شوي‌ دي. د ډبلیو اچ او ویاندې مارګریت هېرېس د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل چې د کرونا وایرس پېښې په زیاتېدو دی او ورسره ددغه وایرس معاینات هم زیات شوي چې ورسره به پرې د اخته کسانو شمېر نور هم زیات شي.‌ هېرېس وویل، د نهې یا سې شنبې د ورځې ۸۵ سلنه کیسونه په اروپا او امریکا کې تایید شوي چې ۴۰ فیصده یې په امریکا کې دي. د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې دی غواړی په څو اونیو بېرته عادي ژوند پیل شي خو روغتیايي چارواکي وايي چې دا به له وخته لېرې وي او ټینګار کوي چې خلک باید له یو او بل څخه واټن ونیسی تر څو دغه ناروغئ کنټرول شي. د امریکا سېنټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د دوه ټریلینه ډالرو په یو بېل باندې رایه ورکوي چې په ترڅ کې به یې وړو بزنسونو ته د پورونو ورکولو، کورنیو ته د پیسو د ورکولو او روغتیايي سیستم او کارکونکو ته د اړتیا وړ وسایلو د ورکولو او د کرونا وایرس د ناروغانو په درملنې باندې ولګول شي. بل پلو په نیوزیلنډ کې هم بیړنی حالت اعلان شو او لومړي وزیر یې وویل چې په دغه هېواد به د څلورو اونیو لپاره په ګرځېدو او کاروبار باندې بندیز یا لاک ډون ولګوي. په نیوزیلینډ کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ ۵۰ نوې پېښې اعلان شوي چې په ورځنیو پېښو کې په دغه هېواد کې تر ټولو لویه شمېره ده. د برتانیې شهزاده پرېنس چارلس کې هم کرونا موندل شوې او اوس په سکاټلېنډ کې قرنطین دی. کوېوېډ ۱۹په نړئ کې نږدې هر هېواد ته رسېدلی چې تر اوسه پورې یې له ۴۲۳۰۰۰ زیات کسان اخته کړي او نږدې ۱۹۰۰۰ کسان مړه کړي دي. په لیبیا کې نن د شورو په ورځ د کرونا لومړئ پېښه اعلان شوه. په ایټالیا کې چې په کرونا وایرس تر ټولو نورو هېوادونو زیاته ځپل شوې او هره ورځ پکې په سلګونو کسان مړه کېږي چارواکو یې امر کړی چې د تېرو دوو اونیو راهیسې لګېدلی لاک ډون باید ډېر جدي ونیول شي. لومړي وزیر ګوسیپې کانټې یې د هغو خلکو په وړاندې له ۲۲۷ څخه تر ۳۳۰۰ ډالرو پورې جریمه اعلان کړې څوک چې د سم دلیل پرته له کور څخه د باندې ولیدل شي.

25.03.2020 ډیوه

کرونا وایرس د افغانستان او پاکستان تجارت په منفي توګه متاثر کړی دی

په یو وخت کې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیز تجارت د کال مالیت دوه اشاریه اووه ارب ډالر و خو د دواړو ملکونو په سیاسي تعلقاتو کې د کړکیچونو، تاوتریخوالي او بې د اعتمادۍ په سبب د تجارت دغه کچه یو اشاریه پنځه ارب ډالرو ته راکمه شوې ده

25.03.2020 ډیوه

له چین او ایټالیا څخه وروسته د کرونا مخ ښايي امریکا ته واوړي

واشنګټن ډي سي: د کرونا وایرس له امله د چین په هوبي ښار کې لګول شوی لاک ډون پای ته رسېدلی خو د روغتیا نړیواله اداره یا ډبلیو اچ او وايي، کېدای شي امریکا ژر د کرونا د نړیوالې وبا مرکز شي. که څه هم ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي چې دی غواړی په امریکا کې ژوند په څو اونیو کې بېرته سم شي. د ډبلیو اچ او ویاند مارګریت هېرېس وايي، چې د نهې یا سې شنبې د ورځې ۸۵ فېصده د کرونا نوې پېښې په اروپا او امریکا کې تایید شوې دي چې ۴۰ فیصده یې یواځې په امریکا کې وې. هېرېس وايي، په امریکا کې د کرونا د معاینانو له زیاتېدو سره په دغه هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمیر هم زیاتېدای شي. د نهې د ورځې تر ناوخته پورې په امریکا کې د کرونا ۵۵۰۰۰ پېښې موندل شوې او نږدې ۸۰۰ ترې مړه شوي دي. د امریکا سېنټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د دوه ټریلینه ډالرو په یو بېل باندې رایه ورکوي چې په ترڅ کې به یې وړو بزنسونو ته د پورونو ورکولو، کورنیو ته د پیسو د ورکولو او روغتیايي سیستم او کارکونکو ته د اړتیا وړ وسایلو د ورکولو او د کرونا وایرس د ناروغانو په درملنې باندې ولګول شي. په نړی کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۴۲۳۰۰۰ څخه زیات او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۹۰۰۰ څخه زیات شوی دی.      د کرونا له وبا سره د امریکا اقتصاد چې یوه میاشت مخکې په ښه کېدو و له ستونزو سره مخ کړی ځکه د سوداګرئ اکثره کاروبارونه پکې تړل شوي دي او خلکو ته ویل شوي دي چې په کورونو کې پاتې شي.‌   ولسمشر ټرمپ د نهې په ورځ ویلي وو چې دی غواړی په هېواد کې هر څه بېرته پرانستل شي او د دې پرانیستې لپاره یې د اپرېل ۱۲ نېټه چې  عیسویانو د اختر یا ایسټر سره سمون خوري ګڼلې وه. هغه وویل، مونږ باید بېرته کار خواته ولاړ شو، ډېر ژر له هغې چې خلکو یې فکر کاوه خو ځینې روغتیا پوهان په دې باور دی چې دا یوه بده نظریه ده. په امریکا کې د ساري ناروغیو د ټولنې مشر ډاکټر تاماس فایل وايي، که د ټولنیز واټن ساتلو مسله له پامه وغورځول شي او کرونا وایرس همداسې خپور شي نو دغه ناروغي به په ډېره چټکی سره خپره شي او روغتیايي‌ سیستم به له ستونزو سره مخ کړي او د مړینې کچه به زیاته شي. فایل زیاته کړه ولسمشر باید یواځې هغه وخت په ټولنیز واټن کې د نرمی خبره وکړي کله چې د روغتیايي ثبوتونو له مخې خوندي وګڼل شي.‌ په داسې حال کې زیات امریکایان د سپارښتنو له مخې په لاک ډون کې دي د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د خپل هېواد د ټولو ۱.۳ بیلینه وګړو لپاره د درې اونیو لپاره بشپړ لاک ډون اعلان کړی.‌ مودي خبرداری ورکړی کچېرې یې هېواد په دغو ۲۱ ورځو کې سم چلند و نه کړي نو ۲۱ کاله به شاته ولاړ شي نو ځکه دی وايي مونږ به یې اقتصادي بار په اوږو واخلو خو دا د هر چا مسولیت دی. ایټالیا له ۶۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو له مړینې سره اوس هم په نړی کې د کرونا وایرس مرکز بلل کېږي خو حالات په ښه کېدو دی او په چین کې خو تر ډېره ښه شوي چې کابو صفر ته رسېدلي. په چین کې یواځې څلور داسې پېښې د نهې یا سې شنبې په ورځ رپوټ شوي چې په سیمیزه توګه له یو کس نه بل ته خپور شوی.

25.03.2020 ډیوه

جنوبي وزیرستان کې دملیشا ځواکونو عسکر په کرونا وائروسو اخته شوی

په قبایلي ضلعه جنوبی وزیرستان کې د ملیشاء ځواک یو عسکر کې کرونا وائرس معلوم شوي چې تر هغې  وروسته په دغه سیمه  کې د کرونا وائرسو خوریدو په ضد چټک ګامونه پورته کړل شوي.

25.03.2020 ډیوه

افغانستان کې دکرونا وائروسو له امله یوه بله میرمن مړه شوې ده

دافغانستان د روغتیا دمحکمې چارواکي وایي په دغه هیواد کې دکرونا وائروسو له امله یوه بله مړینه رامنځته شوې چې دې سره د مړو شمیره دوؤ ته رسېدلې ده.

25.03.2020 ډیوه

کرونا وایرس به د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست نه د پاکستان وتل و ځنډوي

پاکستاني چارواکي وايي هېواد یې د کرونا بد اثرات محسوسول شروع کړي دي او د ملک د کورنیو چارو وزیر او سنېټر رحمان ملک چې د سنېټ د داخله چارو کمیتۍ مشر هم دی، فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف، ته لیکل شوي خط کې غوښتنه کړي چې د خړ فهرست نه دې د پاکستان نوم لېري کړي

25.03.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more