شاته

د نیوزي لېنډ په دوو جوماتونو حمله کوونکي تن خپل جرم ومنلو

د یو کال نه زیات وخت وړاندې د نیوزي لېنډ په دوو جوماتونو په حملو کې ککړ مشکوک تن چې د ۵۱ کسانو د وژلو الزام پرې لګول شوی دی، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې په عدالت کې د خپل جرم اعتراف وکړو.

په برېنټن ټېرېنټ د ۵۱ قتلونو، ۴۰ د اقدام قتل او یوه د ترهګرۍ دفعه لګلو شوې ده. د هغه د مقدمې اورونا په کرایسټ چرچ ښار کې وشوه چرته چې د کال ۲۰۱۹ د مارچ په ۱۵ نېټه النور او لېنووډ جوماتونو حملو کې ۵۱ کسان ووژل شو.

په داسې مهال چې په نیوزي لېنډ کې د کرونا وایرس مخنیوي دپاره په قامي کچه لاک ډاون یا د خلکو په حرکت د څلورو هفتو بندیز لګول شوی دید برېنټن ټېرینټ عدالت کې د حاضرېدو پرځای د وډیو کانفرس دلارې په اکلېنډ کې د زندان نه خپل جرم ومنلو.

د النور او لېنوډ جوماتونو امامان هم په عدالت کې د اوریدنې په مهال موجود وو.

برېنټن ټېرېنټ ۲۹ کلن او د اسټریلیا شهري دی او د سپېن پوستکو قام پرست نظریات لري. په جوماتونو د حملو نه وړاندې یې دا وضاحت شایع کړی و چې حملې ولې کوي؟ هغه په فېس بک د حملو وډیو هم په ژوندۍ بڼه نشر کوله چې د لېرې کېدو نه وړاندې د دنیا په ګوټ ګوټ کې خلکو لیدلې وه.

د نیوزي لېنډ وزیراعظمې جسنیډا ارډن وویل د ټېرېنټ بیان به په حملو کې بچ پاتې شوي خلک د اوږدې مقدمې لیدلو نه وژغوري.

ټینرینټ به د می په میاشت کې بیا عدالت ته وړاندې کولی شي.

د کرایسټ چرچ په دوو جوماتونو د حملو په مناسبت په نیوزي لېنډ کې کلیزه دستوره هم تابیه شوې وه خو د کرونا وایرس له امله وځنډول شوه.

د نیوزي لېنډ وزیراعظمې جسینډا ارډن ویلي هیواد یې د کرایسټ چرچ د حملو وروسته بدل شوی دی. په ملک کې په هغه ډول وسلو پابندي لګول شوي ده چې په جوماتونو په حملو کې استعمال شوی و.