شاته

ځلمي خلیلزاد:دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دبندیانو تبادله به ۳۱م مارچ څخه پیل شي

افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي ځلمي خلیلزاد ویلي افغان دولت اؤ طالبان توافق ته رسیدلي چې دواړه خواوې به دبندیانو دخوشې کولو لړۍ د مارچ په ۳۱مه نیټه پیل کړي.

پخپله ټوئټر پاڼه ځلمي خلیلزاد لیکلي چې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې دوهمه تیکنیکي غونډه(دچهارشنبې په ورځ) د ویډیو کانفرنس له لارې شوه اؤ دواړه خواوې پکې د ۳۱م مارچ څخه د بندیانو په پرېښودلو صلاح شوي دي.

ښاغلي خلیلزاد دا یو مثبت پرمختګ بللی اؤ ویلي یې دي دتخنیکي غونډو دلارې به دبندیانو دخلاصون په سم ډول پرمخ دتللو ډاډ ترلاسه شي.

دافغانستان دملي امنیت دشورا ویاند جاوید فیصل هم په ټوئټر پخلی کړی چې دبندیانو دخوشې کولو لړۍ به د۳۱م مارچ څخه پیل شوي اؤ په لمړي پړاؤ کې به افغاان دولت سل طالبان له دې ضمانت ترلاسه کولو وروسته خوشې کړي چې هغوئ به بیرته د جنګ لیکو ته نه ستنیږي.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټوئټر لیکلي دبندیانو دخوشې کولو دبهیر څارنې دپاره به دطالبانو یو تخنیکي پلاوی د بګرام د زندان څخه لیدنه هم وکړي.

افغانستان دپاره دملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما پخپله یوه اعلامیه کې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ دچهارشنبې په ورځ دشوؤ خبرو اترو هرکلی کړی اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې دا خبرې به بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواره کړي