شاته

کرونا وایرس به د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست نه د پاکستان وتل و ځنډوي

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کرونا وایرس مخ په خپرېدو دی ماهرین وايي ترهګرو د مالي وسایلو د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف د خړ فهرست نه به د پاکستان د وتلو عمل وځنډیږي.

پاکستاني چارواکي وايي هېواد یې د کرونا بد اثرات محسوسول شروع کړي دي او د ملک د کورنیو چارو پخړاني وزیر او سنېټر رحمان ملک چې د سنېټ د داخله چارو کمیتۍ مشر هم دی، فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف، ته لیکل شوي خط کې غوښتنه کړي چې د خړ فهرست نه دې د پاکستان نوم لېري کړي چې دا ډول هېواد وکړی شي چې ټوله توجه د کرونا وایرس مخنیوي ته ورکړي.

کورنیو چارو پخوانی وزیر او سنېټر رحمان ملک چې د سنېټ د داخله چارو کمیتۍ مشر هم دی
کورنیو چارو پخوانی وزیر او سنېټر رحمان ملک چې د سنېټ د داخله چارو کمیتۍ مشر هم دی

د اېف ای ټي اېف صدر ژیانګمن لیو ته خط کې سنېڼر رحمان ملک وویل د کرونا وایرس د خورېدو او د دې دلاسه پېدا کېدونکو انساني مشکلاتو له امله پکار ده چې د پاکستان نوم د ادارې د خړ فهرست نه لېرې کړی شي.

د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې د هغه ملکونو نومونه شاملول کیږي چې د ترهګرو د مالي سرچینو وچوولو په لړ کې یې د اطمینان وړ ګامونه نه وي پورته کړي. په خړ فهرست کې ملکونه د نړۍ مالياتي نظام ته په ازاده توګه رسايي نشي لرلی.

اېف ای ټي اېف د کال ۲۰۱۲، ۲۰۱۵ او بیا په ۲۰۱۸ کې د پاکستان نوم په خړ فهرست یا ګری لسټ کې واچولو ځکه چې ادارې ګنل چې پاکستان د ملک دننه فعالیت لرونکو وسله والو خلاف په مناسب ډول ګامونه نه دي پورته کړي.

تېره میاشت د پاکستان یو عدالت د غیر قانونه بلل شوې وسله والې ډلې لشکر طیبه پخواني مشر حافظ سعید ته ۱۱ کاله د قید سزا واوروله. هندوستان په حافظ سعید د کال ۲۰۰۸ د ممبۍ حملو د منصوبه سازۍ الزام لګولی دی. په دغه حملو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي دي
تېره میاشت د پاکستان یو عدالت د غیر قانونه بلل شوې وسله والې ډلې لشکر طیبه پخواني مشر حافظ سعید ته ۱۱ کاله د قید سزا واوروله. هندوستان په حافظ سعید د کال ۲۰۰۸ د ممبۍ حملو د منصوبه سازۍ الزام لګولی دی. په دغه حملو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي دي

د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې ادارې وویل چې د خړ فهرست نه د لېرې کېدو په لړ کې پاکستان په ۲۷ کې ۱۴ شرطونو عمل کړی دی. پاکستان ته د جون د میاشت پورې وخت ورکړی شوی دی چې د تویش وړ دغه نور شرایط ګني نو د ادارې د غړي ملکونو سره په تجارتي تعلقاتو کې د ممکنه بدو اثراتو سره به مخامخ کړی شي.

اقتصاد پوهه زیشان حیدر پوښتنه کوي چې ایا پاکستان به د جون د میاشت پورې د اېف ای ټي اېف شرطونه پوره کړي شي؟ په داسې حال کې چې په ملک کې د کرونا وایرس خپرېدو وروسته د وزیراعظم عمران خان توجه د دې مخنیوي ته اړولې ده.

زیشان حیدر وویل پاکستان به کوشش کوي چې خپلې ‌ذمه وارۍ پوره کړي خو د کرونا وایرس دلاسه پېدا شویو حالاتو کې د پاکستان سره ډیر وخت نشته چې د اېف ای ټي اېف د شرطونو سره سم د غیرقانونه بلل شویو وسله والو ډلو مشران د ترهګرۍ ضد عدالتونو ته وړاندې کړي او مقدمې پرې وچلوي.

په پاکستان کې کرونا دلاسه اووه کسان مړه شوي دي او د وایرس د ناروغانو شمیر یو ۱۰۰۰ ته رسېدلی دی.

اېف ای ټي اېف لا نه دي ویلي چې د جون په میاشت کې کېدونکي خپله غونډه به وځندوي خو زیشان حېدر وايي په داسې حال کې ټولې دنیا توجه کرونا وایرس ته اړولي ده، امکان شته چې پاکستان به نور وخت ترلاسه کړی شي.

پاکستان به د اپرېل د میاشت په ۱۵ نېټه د اېف ای ټي اېف په شرطونو د عمل په اړه د خپل پرمختګ رپورټ وړاندې کوي، د دې وروسته به د می په میاشت کې په بنګکاک کې یوه غونډه کېږي او بیا په د جون په میاشت کې د فرانس سرښار پېرس کې غونډه کیږي چې د پاکستان په صورتحال به هم پکې غور کولی شي.

د اقتصادي چارو خبریال مهتاب حیدر وايي پاکستان دپاره دا ډیره ګرانه خبره ده چې د جون د میاشت پورې د اېف ای ټی اېف ټول سفارشات مکمل کړي.

آيا پاکستان په حکومتي کچه اېف ای ټي اېف نه د بخښني او یا د نور وخت غوښتنه کړې ده؟ د دې پوښتنې د ځواب دپاره د پاکستاني چارواکو ته لاس رسايي ونشوه.

خو پاکستان وايي د ترهګر تنظیمونو او وسله والو ډلو او د دوی مالي سرچینو خلاف یې یو شمیر ګامونه پورته کړي دي.

تېره میاشت د پاکستان یو عدالت د غیر قانونه بلل شوې وسله والې ډلې لشکر طیبه پخواني مشر حافظ سعید ته ۱۱ کاله د قید سزا واوروله. هندوستان په حافظ سعید د کال ۲۰۰۸ د ممبۍ حملو د منصوبه سازۍ الزام لګولی دی. په دغه حملو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي دي.

د جنوبي اېشیا د چارو دپاره د امریکې سفارتکارې اېلس وېلز حافظ سعید ته د قید د سزا هرکلی وکړو ویې وېل ترهګرو د مالي سرچینو خلاف د پاکستان دا یو اهم ګام دی.

چین چې دا وخت د اېف ای ټی اېف مشر دی، د ترهګرۍ خلاف د پاکستان د کوښښونو ستاینه کوي خو هندوستان د اېف ای ټی اېف د خړ فهرست نه د پاکستان د نوم د لېرې کیدو مخالفت کوي.

په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر څیړنې ادارې د جنوبي اېشیا د چارو کارپوهه مایکل کوګل مېن وايي دا امریکې او طالبانو د سولې لوظنامې ته په رسېدو کې د پاکستان د مرستندویه کردار په بنیاد دا وخت امکان ډېر دی چې د هېواد نوم د خړ فهرست نه لېرې کړی شي.

یادونه: دا خبر د وي او ای د تندروۍ د څارنې څانګې خبریالی نایله محمد په واشنګټن کې لیکلی دی. اورنګزیب خان او الیاس خان د اسلام اباد څخه رپورټنګ کړی دی