شاته

په نيويارک کی د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېر ۳۰زره ته رسېدلی، ۲۸۰ مړه

د امريکاد نيويارک رياست ګورنر اندريو کومو د شورو، چارشنبې په ورځ ويلي چې په سيمه کې د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېره د۳۰زره نه اورړېدلی او يواځې په دغه ښار کې د دې وايرس نه تر دې دمه ۲۸۰ خلک مړه شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د کرونا وايرس د تازه معلوماتو ورکولو په مهال نوموړي وويل خلک باید یو بل نه په فاصله اوسیدل روان اوساتی نو د کرونا وایرس خورېدل به کم کړي.

هغه وويل چې دا يوه ګرانه مرحله ده ځکه چې سکولونه بند دي، په راغونډېدو بندېز دی ، خلق ډېر د سخت وخت سره مخ دی خو په منصوبه بندۍ مو د کرونا ښکار خلکو شمېر کمېدو اړخ ته روان کړی دی.

په نيويارک ښار کې تر دې دمه ۳۰زره اته سوه او ۱۱کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی او د نهې د ورځې نه راپه دېخوا په تېره شمېره کې لږ تر لږه د پينځه زره کسانو زياتوالی راغلی دی

بل اړخ ته په ټوله امريکا کې د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېر د ۶۵ زره نه اوړېدلی چې پکې يواځې د ګل او نهې په ورځ لږ تر لږه شل زره د کرونا وايرس ښکار خلک مخې ته راغلي دي.

ګورنر کوموپه خپل خبري کانفرنس کې دا ويره هم څرګنده کړې چې په راروانو څو اوونيو کې به نيويارک ته کم نه کم د يو لاک ۴۰ زره خلکو د صحت لپاره بيړني ګامونه پورته کول وي.

ګورنر کوميو تیره ورځ په ټولنيزو رسنيو ټويټر ليکلي چې دوي د طب د محکمې رېټاير خلکو ته هم خواست کړی ؤ او خوشحاله دی چې شاوخوا ۴۰ زره خلکو دغه خواست ته غبرګون ښودلی .

هغه ويلي په دغو خلقو کی زیاتره ډاکټران ، نرسان او نور پیرامیډک عمله شامله ده او دا شمېره به نوره هم زياتول وي.

هغه زیاته کړه چی دا وخت مونږ سره اا ذره وینټي لېټرې موجودې دي خو مونږ ته د ۳۰ ذره وینټی لیټرو ضرورت دی.