نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د ٣٠ دقیقو په دې خپرونه کې د مهمو خبرونو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وروستۍ غونډې په اړه چې په یو پریکړه لیک کې د رایو په غوڅ اکثریت د طالبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په تعلیم او کار کولو بندیزونه غندلی رپوټ او د خپرونې له میلمه سره بحث لرو. د خپرونې په دویمه برخه کې په ویانا کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو د غونډې په اړله مېلمه سره بحث لرو.
درې پاکستاني سرتیري او اوه یاغیان په نښتو کې وژل شوي
پاکستاني امنیتي مقاماتو د جمعې په ورځ اپریل ۲۸ (غوایي ۸) وویل، وسله والو ددغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د پاکستاني پوځیانو یو موقتي کمپ په راکټونو او د ټوپکو په ډزو په نښه کړ، چې په یوه پېښه کې لږ تر لږه درې پوځیان ووژل شول.
ژوند په امریکا کې -په افغانستان کې د ژوند یادونه
د دې اونۍ په خپرونه کې مو په امریکا کې له یوه داسې افغان سره خبرې کړي چې د روسانو پر وړاندې په جګړه کې یې فعاله برخه اخیستې او له هغه وخت نه په زړه پورې خاطرې لري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په اړه د انس حقاني خبرداری
د طالبانو یو جګپوړي غړي د جمعې په ورځ اپریل ۲۸ (غوایي ۸) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرداری ورکړ چې "د فشار ناکامه پالیسي" پریږدي.
امریکا کې سګرټ څکول تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي
په امریکا کې د سګرټ څکول په تاریخ کې تر ټولو ټیتې کچې ته رسېدلي. تازه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې په هرو نهو بالغو امریکایانو کې یو کس سګرټ څکول.
بخښنې نړیوال سازمان: امنیت شورا د تازه پریکړې ترڅنګ دې پرطالبانو نړیوال فشارونه زیات شي
د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د کړنوپه اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د تازه پریکره لیک د تصویب سره هممهاله د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې ځواب ویلو ته د طالبانو د اړ ایستلو لپاره باید نور نړیوال فشارونه هم ترسره شي.
بشري حقونو کمیسیون: دوحې د غونډې اجندا کې باید د 'طالبانو رسمیت پیژندل' شامل نه شي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په اعلامیه کې ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره هرډول هڅه افغانانو ته د منلو نه ده او باید په دې اړه بحث په هیڅ ډول د دوحې د غونډې په اجندا او یا په هیڅ بله کومه غونډه کې شامل نشي.
پاکستان وایي د امریکا په خوښې د روسیې څخه تیل واردوي
د متحده ایالاتو لپاره د پاکستان سفیر وایي د امریکا په "ضمني خوښې" د روسیې څخه په ارزانه بیه خام تیل اخلي او ټاکل شوې چې لومړی بار به یې ډیر ژر پاکستان ته ورسیږي.
بلینکن افغانستان کې د میرمنو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار وکړ
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن پنجشنبه اپریل ۲۷ (غوایي۷) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش سره په لیدنې کې په افغانستان کې د ټولشمول حکومت او د میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار وکړ.
د ویانا غونډه: افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی
د ویانا د دوهمې غونډې ګډون کوونکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره، دغه هېواد د ترهګرو ډلو په ځاله بدل شوی او ددغو ډلو عملیاتي وړتیاوې زیاتې شوې دي. خو د طالبانو چارواکو دغه ادعا په وار وار رد کړې ده.
متحدو ایالتونو د امریکایانو د نیولو له کبله په روسیې او ایران بندیزونه ولګول
د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې په استخباراتي ادارې (اف اس بي) او د ایران د انقلابي ګارد په ځواکونو باندې د والسټریټ ژورنال د خبریال په څیر ځینو امریکایانو د نیولو او یرغمل کولو له کبله نوي بندیزونه ولګول.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰