شاته

پاکستان وایي د امریکا په خوښې د روسیې څخه تیل واردوي

د متحده ایالاتو لپاره د پاکستان سفیر وایي د امریکا په "ضمني خوښې" د روسیې څخه په ارزانه بیه خام تیل اخلي او ټاکل شوې چې لومړی بار به یې ډیر ژر پاکستان ته ورسیږي.

مسعود خان پنجشنبه اپریل ۲۷ (غوایي۷) په یوې غونډې کې چې د پاکستان او امریکا د اړیکو د راتلونکې په هکله په واشنګټن ډي سي کې جوړه شوې وه، وویل چې د روسیې څخه د پاکستان لخوا د تیلو د واردولو په هکله کوم سو تفاهم نشته.

ښاغلي خان زیاته کړه، " د روسیې څخه د تیلو واردولو لومړی فرمایش مو ورکړی او دا کار د متحده ایالاتو د حکومت سره په سلا مشورې شوی".

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د روسیې څخه د تیلو پیرودل به د اسلام آباد او امریکا اړیکې چې وار د مخه ګډې وډې دي ښایي لا کمزورې کړي او که نه وویل، " هغوي (د امریکا حکومت) نظر ورکړی چې تاسو آزاد یاست چې په کمه یا ټاکل شوې بیې هر څه واخلئ او مونږ پدې موافقې عمل کړی. زه فکر کوم چې واشنګټن به لدې سره جوړ وي".

د پاکستان سفیر پدې هکله نور جزیات ورنکړل چې د متحده ایالاتو د حکومت سره یې څه ډول خبرې کړي.

د دې جګپوړي دپلومات د څرګندونو څخه څو ساعته وړاندې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې د پارلمان غونډې ته وویل چې ډیر ژر به د روسیې څخه د خامو تیلو بار ورسیږي

شریف پخپلو خبرو کې وویل، " همدا اوس چې خبرې کوو، په روسیه کې تیل باریږي چې دلته را ورسیږي".

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د روسیې څخه د پاکستان لخوا د تیلو پیرودلو په هکله امریکا غږ ته وویل چې "واشنګټن خبر دی چې ځیني حکومتونه د ارزانه تیلو تر لاسه کولو لپاره د فشار سره مخ دي او هر هیواد کولی شي د انرژۍ واردولو په هکله د خپلې خوښې پریکړې وکړي".


خو په عین حال کې ویاند وویل چې د خپلو شریکانو او متحدینو سره ګډ کار کوي چې د انرژۍ په نړیوال مارکیټ کې په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل اغیز کم کړي.

ویاند د امریکا غږ دې پوښتنې ته په ځانګړې توګه ځواب ونه وایه چې آیا واشنګټن به راحت وي چې اسلام آباد د مسکو څخه په ارزانه بیه خام تیل واخلي که نه.

تر دې وړاندې د پاکستان د نفتو وزیر مصدق ملک هم تیره اوونۍ ویلي و چې د روسیې څخه په ارازنه بیه خام تیل پیرلي او ښایي بله میاشت به د بحر د لارې په کښتیو کې دې هیواد ته ورسیږي.

ښاغلي ملک پدې هکله نور جزیات ورنکړي او دا یې هم ونه ویل چې یو بیلر خام تیل په څو پیري خو دا یې وویل چې که لومړنۍ راکړه ورکړه په سمه توګه عملي شي، اسلام آباد پلان لري د مسکو څخه په ورځ کې تر سل زرو بیلرو تیل وارد کړي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر پخپلو خبرو کې دا ومنله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدیخوا چې د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه د افغانستان څخه په بشپړه توګه ووتل، د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې د لنډې مودې لپاره په مبهم حالت کې وي.
سره لدې چې د ترهګرۍ ضد جګړې کې پاکستان د امریکا متحد و خو په عین حال کې یې دا تور هم پرې لګاوه چې په تیرو شلو کالونو کې یې طالب یاغیانو ته د پټیدو ځای ورکړی و او د هغوي ملاتړ یې هم کاوه.

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د همدې تور له کبله د پاکستان سره نظامي همکارۍ بندې کړلې.

خو سفیر زیاته کړه چې اوس د دواړو هیوادونو اړیکې په سم لورې روانې شوي او د اقتصادي او امنیتي همکارۍ په لا ډیرولو کار کوي. مسعود خان وویل دا مهمه ده چې متحده ایالات د پاکستان سره بهرنۍ نظامي مرستې او وسلو پلور بیرته پیل کړي.


د پاکستان سفیر پدې هم ټینګار وکړ چې واشنګټن او اسلام آباد باید په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ګواښ له منځه وړلو لپاره چې سرمنشه یې په افغانستان کې ده مبارزه وکړي او دا یې هم وویل چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راپدیخوا په پاکستان کې د وسله والو ډلو بریدونه ډیر شوي.

مسعود وړاندې وویل چې پاکستان د طالبانو سره په سیاسي تعامل اخته دی او کوښښ کوي هغوي قانع کړي چې د داعش – خراسان ترهګرې ډلې په ګډون چا ته اجازه ورنکړي چې د خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد د برید کولو لپاره کار واخلي.