ګوتیرش: د سودان د جګړې اور ښايي ټولې سیمې ته وغځیږي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سودان کې د روانې جګړې "اور ښايي ټولې سیمې او ور هاخوا ته وغځیږي."
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
د ایران له خوا د هلمند د سیند پر اوبو د حق ټینګار څیړو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان وایي طالبان د دغه سیند په اوبو کې د ایران پرحق " اعتراف او ټینګار" کوي. له سوډان څخه د ګڼ شمیر هیوادونو د دیپلوماتانو پر ایستلو هم رڼا اچوو خو پدې ترڅ کی بیا پدې هیواد کې بند پاتې امریکایانو ته ویل شوي چې ځانونه هملته خوندي کړي. او په اخر کې به د ډالر په مقابل کې د افغانۍ د ارزښت په تړاو هم مهم رپوټ ولرو چې طالبان ادعا کوي د دوی د ښې حکومتولۍ له امله افغانۍ خپل ارزښت نه دی بایللی، خو د چارو کارپوهان بیا بیل نظر لري.
د کرملین ویاند: زوی مې له پوځي خدمت ندی تښتیدلی، اوکراین کې یې دنده ترسره کړې
د روسيې د جمهوري ریاست وياند نن د اپريل په ٢٤مه (غوایي ٤مه) وويل، چې د هغه زوى نيکولاى پېسکوف پر اوکراين د روسيې په پوځي يرغل کې برخه اخيستې او هغه راپورونه يې رد کړل، چې ګواکې هغه له اجباري پوځي خدمت څخه وتښتي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
طالبانو د متحده ایالاتو د افشا شویو نظامي معلوماتو هغه ارزیابي رد کړه چې پکې ویل شوي د اسلامي دولت ډله د افغانستان د خاورې څخه په متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د بریدونو د پلان او همغږۍ کولو لپاره کار اخلي.د اتصال په ننۍ خپرونه کې په افغانستان کې د داعش خطر ارزونه کوو او په دوهم بحث کې د سوډان جګړې ته ژوره کتنه کوو.
د خصیو سرطان څومره پراخ او خطرناک دی؟
د خصیې یا بیضې سرطان معمولا د درملنې وړ دی، خو ټول نارینه د دې ډول سرطان د معاینې په اهمیت نه پوهیږي.
پاکستان کې د ملاریا ناروغي پراخه شوې- مسولین
د ملاریا د نړیوالې ورځې اپریل ۲۵ (غوايي پنځمې) په درشل کې، د روغتیا نړیوالو ادارو په پاکستان کې په ملاریا د اخته کېدو او له امله یې د مړینې په کچه کې د "ډیر چټک" زیاتوالي خبر ورکړی دی.
عبداللهیان: طالبان د تیر رژیم پرتله د ایران د اوبو پر حق اعتراف او ټینګار کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان یو ځل بیا د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران پرحق باندې ټینګار کړی او ویلي دي، چې طالبان د دغه سیند په اوبو کې د ایران پرحق " اعتراف او ټینګار" کوي.
متقي: ۱۲۰ افغانان د سودان د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې بند پاتې دي
په سودان د نښتو د دوام سره هممهاله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، چې لږترلږه ۱۲۰ افغانان سودان کې د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتوکې بند پاتې دي.
په اتریش کې د طالبانو د یو شمیر مخالفو سیاسي مشرانو غونډه پیل شوه
د افغانستان د مقاومت ملي جبهه وايي، چې د دغې جبهې مشر احمد مسعود په مشرۍ یو پلاوی د اتریش پایتخت ویانا کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره په کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی دی.
امریکا د سودان لپاره د فاجعې ځواب ویلو ډله سیمې ته ولیږله
د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو ادارې (USAID) مشرې سمنتا پاور وایي سیمې ته یې د فاجعې ځواب ویلو د کارپوهانو یوه ډله استولې چې د بشري مرستو چارې همغږې کړي.
د امریکا افشا شوي نظامي معلومات: داعش د افغانستان له خاورې د بریدونو لپاره کار اخلی خو طالبان یې جعلي او تبلیغات بولي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د متحده ایالاتو د افشا شویو نظامي معلوماتو هغه ارزیابي رد کړه چې پکې ویل شوي د اسلامي دولت یا داعش ډله د افغانستان د خاورې څخه په متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د بریدونو د پلان او همغږۍ کولو لپاره کار اخلي.
د لویدیځو هیوادونو مخالفت سربیره هند د روسیې سره سوداګریزې اړیکې قوي کوي
پداسې حال کې چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله لویدیځ هیوادونه د هند څخه غواړي د مسکو د لا ګوښه کولو لپاره پدې هیواد خپله اتکا کمه کاندي خو نوې ډهلي په تازه اقدام کې د سوداګرو یوه ډله مسکو ته د اقتصادي اړیکو د لا قوي کولو لپاره لیږي.
د پخواني شوروي جمهوریتونو د حاکمیت په اړه د چین د سفیر په څرګندونو غوسه
په فرانسه کې د چین سفیر وروسته له هغې چې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو ملي حاکمیت یې تر پوښتنې لاندې راوست، په ختیځه اروپا او اوکراین کې یې غوسه راپاروله او فرانسې او اروپایي ټولنې یې څرکندونې وغندلې.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.