ترکیې کې ۹۹ جنرالان د کودتا په تړاو رسماً تورن شوي دي
ترکیې کې د ځمکني او سمندري پوځ ۹۹ جنرالان د تېرې اونۍ ناکامي کودتا په تړاو رسماً تورن شوي دي. بل لور ته ولسمشر رجب طیب اردګان پلازمېنه انقره کې له وفادارو پوځي افسرانو او د کابینې له غړو سره بېړنۍ غونډه کوي.
'د افغانستان دولت دې د کم عمره او اجباري ودونو مخه ونیسي'
د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان د کم عمره واده شوې نجلۍ زهرا مړینه افغانستان کې "د ماشومانو د حقونو جدي نقض" بللی. دغه سازمان د افغانستان له حکومت نه غوښتي چې له وخته مخکې او اجباري ودونو ته د پای ټکی کېږدي. زهرا د خپلې خسرګنۍ لخوا سوځول شوې وه.
فیروز: راتلونکو ۶ میاشتو کې سلګونه روغتيايي مرکزونه جوړوو
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، چې د کوچیانو په ګډون به ۳ میلیونه کسان تر روغتیايي پوښښ لاندې راولي.
د مالي پوځي اډه کې وسله والو ۱۷ پوځيان وژلي
د مالي په یوه پوځي اډه کې وسله والو لږترلږه ۱۷ پوځيان په ډزووژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي. وسله وال پر پوځي اډې وراوښتي او ځینو برخو ته یې اور اچولی دی.
د اسرایيلو پارلمان د استازو د ویستلو طرحه تصویب کړه
د اسراییل پارلمان – کنست – د چهارشنبې په ورځ د استازو د اخراج جنجالي طرحه "خاطي" تصویب کړه چې له مخې یې که "کوم استازی توکم پالنه او یا د اسراییلو پروړاندې وسله والو عملیاتو ملاتړ وکړي" ښایي د پارلمان د غړو په رایه ترې غړیتوب واخستل شي.
ډونالډ ټرمپ ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند کاندید شو
نیویارکۍ میلیاردر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د اوهایو ایالت په کلیو لېنډ ښار کې د جمهوریپال ګوند سراسري ناسته کې ددې ګوند کاندیداتوري خپله کړه. د ټرامپ مخالفو ایالتي استازو وروستۍ هڅه چې د هغه پر ځای بل څوک د ګوند کاندید کړي، د دوشنبې په ورځ ناکامه شوه.
د ناکامې کودتا اصلي طراح او تورن فتح الله ګولن څوک دی؟
د ترکیې د مخالف سیاستوال او مذهبي مشر فتح الله ګولن په لاس د جوړ شوي ''خدمت'' خوځښت ملاتړي وايي، دوی د ریښتیني او معاصر اسلام استازیتوب کوي، خو ددغه خوځښت د هدف په تړاو ګڼ څارونکي ځینې پوښتنې لري.
د ترکیې 'پاکولو' عملیاتو کې ۵۰ زره کسان په نښه شوي
په ترکیه کې د ناکامې کودتا له هڅې وروسته، حکومت اوس په کورنیو چارو، دفاع، مالیې او عدلیې وزارتونو او تعلیمي بنسټونو کې نژدې ۵۰ زره کسان په نښه کړي. تعلیمي بنسټونو کې د ۱۵ زره کسانو د دندو ځنډولو او یا د استعفا وړاندې کولو غوښتنې شوې.
له کودتا وروسته؛ اردوغان کمزوری شوی که ځواکمن شوی؟
د ترکیې له ناکامې کودتا وروسته د ډېرو خلکو په ذهن کې یوه اساسي پوښتنه را پیدا شوه، له دې پېښې وروسته، ولسمشر رجب طیب اردغان کمزوری شوی او که لا پسې ځواکمن شوی؟
عالیه بټ: د هندي فلمونو سانسور څرنګوالی ناسم تعبیر دی
له هغه وروسته چې د هندي فلمونو خپرېدو ته جواز ورکونکي مشرتابه پلاوي ' سانسور بورډ ' د ' اوړتا پنجاب ' نومي فلم د ۹۴ صحنو لرې کولو غوښتنه وکړه، د یاد فلم د خپرېدو یا نه خپرېدو په اړه پوښتنې راپورته شوې، خو جوړونکي یې دغې پرېکړې ته تسلیم نه شول.
ایرلنډ له افغانستان نه یوه ورځنۍ کرېکټ لوبه په ۱۲ منډو وګټله
ایر لنډ لوبډلې افغان کرېکټ لوبډلې ته بلفاسټ کې د پنځه يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کې په ۱۲ منډو ماتې ورکړه. ایرلنډ لوبډلې لومړی لوبه وکړه او افغانستان ته یې د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه، چې افغان لوبډلې په ځواب کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۳ منډې جوړې کړې.
ترکيې کې د ښوونې ۱۵۲۰۰ کارکونکي له دندو ځنډول شوي
ترکیې کې د تېرې اونۍ له ناکامي کودتا سره د تړاو په شکونو د دغه هېواد ښوونې او روزنې له ۱۵۰۰۰ ډېر کارکونکي له دندو ځنډول شوي. د ترکیې ښوونې او روزنې وزات پر دغو کسانو له فتح الله ګولن سره د اړیکو تور پورې کړی.
د هند بهار ایالت کې اورپکو د ځانګړي ځواک ۱۰ سرتېري وژلي
د هند بهار ایالت کې د بمي چاودنو له کبله د امنیتي ځواکونو ۱۰ کسان وژل شوي دي. د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د نکسلز اورپکې ډلې اړوند دریو یاغیانو وژل کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي.
'یو بیلیون الاتو کې وینډوز ۱۰ ځای پر ځای کول ناشوني دي'
مایکرو سوفټ ویلي دغه هدف ته رسېدو کې لویه ستونزه د ځېرکو ټیلیفونونو پر وړاندې پراته خنډونه دي. وینډوز یوه داسې بازار کې د خپلو ټیلیفونونو پر وړاندې له شته ستونزو سره لاس او ګریوان ده، چې په کې د اندروید او ایپل سیسټم لرونکي ټیلیفونونه مخکښ دي.
د ټرمپ مېرمن وینا کې د ځینو خبرو په غلا کولو تورنه شوې
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپال ګوند ډونالډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ تېره شپه د ګوند په یوه ناسته کې یوه لانجمنه وینا وکړه. د اغلې ټرمپ د وینا یوه برخه د ولسمشر اوباما د مېرمنې له خبرو سره ورته والی درلود همدا وو چې په 'ادبي غلا ' تورنه شوه.