د ښایست پر مخ څپېړه
غوږ کې مې غیبي چیغې وشوې، ډېرې دردونکې وي، خو نه پوهېدم له کوم ځایه دي او ولې دي، ځکه بې غږه وې، ورسره نا ارامه وم هم مې وجود هم مې روح ځمکې ځای نه راکاوه، ګومان مې کاوه څه بد شوي دي.
هند: پر یوې نجلۍ د مشکوکو کسانو له دویم جنسي تېري وروسته احتجاج
هند کې له هغه وروسته احتجاجي لاریونونه شوي، چې ادعا کېږي پنځو کسانو پر یوې پیغلې جنسي تېری کړی. ویل کېږي، چې دغو کسانو درې کاله مخکې هم پر دغې ۲۱ کلنې نجلۍ تېری کړی و.
''روسي حکومت سوچي اولمپیک لوبو کې د ممنوع درملو کارولو ملاتړ کړی''
یوه نوي رپوټ کې ادعا شوې، چې روسي حکومت ۲۰۱۴ کال د سوچي ژمنیو اولمپیک سیالیو پر مهال د ډوپنګ ' د لوبغاړو لپاره د ممنوع مقوي درملو کارولو ' یو پروګرام پر مخ بیولی.
افغانستان کې د پولیو ضد بیړنیو عملیاتو مرکز جوړولو چارې پیل شوې
د افغانستان روغتیا وزارت ویلي؛ د ماشومانو د پولیو (ګوزڼ) لمنځه وړلو لپاره د بیړنیو عملیاتو یو مرکز جوړولو کار د مایکرو سافټ شرکت بنسټګر بېل ګیټس بنسټ په مالي مرسته په کابل ښار کې پیل شو.
د عکسونو البوم: احساسات, جذبې او څېرې
د عکسونو البوم: احساسات, جذبې او څېرې
د بدخشان پر خاش ولسوالۍ د طالبانو د بريد "مخنيوی" شوی
د افغانستان په شمال ختيځ کې ځايي چارواکي وايي د خاش پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد يې شنډ کړی او ۱۰ وسله وال طالبان يې وژلي او ۲۰ نور یې ټپيان کړي. بل خوا طالبانو ويلي د يادې ولسوالۍ د ودانۍ شاخوا برخې د دوې تر ولکې لاندې دي.
د "ښاغليو" په لوبه کې "ناښاغلى" چلند
له ايرلنډه د افغانستان د يکشنبې په بري کې لانجمنه خبره په رښتيا لانجمنه وه؟ د اېډ جوايس شارټ څلوریزه وه او که او په منډه کې اوټ یې سمه پرېکړه وه؟
ایروان کې د یرغمل نیونې دوام؛ یو پولیس او یو ډرېور خوشي شوي
د ارمنستان د امنیت سازمان ویلي، د پولیسو یو مامور او د امبولانس یو ډرېور چې په پلازمېنه ایروان کې د پولیسو یوه مرکز کې بریدګرو سره یرغمل و، خوشي شوي. لا هم پنځه کسان بریدګرو سره یرغمل دي چې د ارمنستان د امنیت سازمان په خبره د پولیسو لوړپوړي افسران دي.
قراقستان کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي
د قراقستان له پلازمېنې الماتا کې د ډزو راپورونه ورکړل شوي. ډزو سره ورته وخت کې د قراقستان حکومت خلکو ته په لوړه کچه د امنیتي ګواښ خبرداری ورکړی. د رپوټونو له مخې په دغو ډزو کې دوه پولیس وژل شوي دي.
پښتوخوا کې سپین ږیری سیاستوال شعیب خان وژل شوی
د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابۍ سیمې پولیس وايي، په دغه ښار کې د عوامي نېشنل ګوند یو مخور سیاستوال او ددغه ایالت د اسمبلۍ پخوانی غړی شعیب خان نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی.
د شاتو تولید ډېرېدل، که پر ځان د افغانستان د بسیا کېدو هیلې
افغانستان په کور دننه د شاتو په تولید کې د خپل ډول د لوړې کچې خبره کوي. د کرنې وزات وایي تېر کال افغانستان نژدې دوه میلیونه کیلو شات تولید کړي وو.
ډان: نواز شریف د پاکستان د اوږو بار
د پاکستان ډان ورځپاڼه د عمران خان له خولې لیکي، که پوځ واک ته ورسېږي، خلک به جشن کوي او خواږه به وېشي. دی وايي اوسنی لومړی وزیر نواز شریف د پاکستان پر اوږو یو ډول بار دی.
د فرانسې ولسمشر لوړپوړو امنیتي چارواکو سره ګوري
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په څو ساعتونو کې د هېواد له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره ګوري. ددې کتنې موخه دا ده چې نیس ښار کې د تيرې اونۍ رامنځته شوي برید په څېر پېښو مخنیوي لپاره امنیتي ترتیبات ونیول شي.
اردوګان: له حکومتي بنسټونو به د "ویروس" جرړې وباسم
د ترکیې د عدلیې وزیر ویلي، د ناکامې کودتا په تور یې ۶۰۰۰ مشکوک کسان نیولي او د "کولو بهیر روان دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان له حکومتي بنسټونو د "ویروس" جرړو ایستلو ژمنه کړې ده.
لویزیانا کې درې پولیس وژل شوي؛ اوباما د ملي یووالي غږ کړی
د راپورونو له مخې، د امریکا لویزیانا ایالت کې د پولیسو درې مامورین په ډزو وژل شوي. تردې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر خلکو د ملي یووالي غږ کړی. اوباما د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو ته خبرداری ورکړی چې له داسې پېښو ټاکنیز کمپاین کې ګټه پورته