'یو بیلیون الاتو کې وینډوز ۱۰ ځای پر ځای کول ناشوني دي'
مایکروسافټ وايي، تر ۲۰۱۸ کال پورې به یو بیلیون الاتو کې د وینډوز سیسټم ځای پر ځای کول شوني نه وي.
یوه اعلامیه کې کمپنۍ ویلي دغه هدف ته رسېدو کې لویه ستونزه د ځېرکو ټیلیفونونو پر وړاندې پراته خنډونه دي. وینډوز یوه داسې بازار کې د خپلو ټیلیفونونو پر وړاندې له ستونزو سره لاس او ګریوان ده، چې په کې د اندروید او ایپل سیسټم لرونکي ټیلیفونونه مخکښ دي.
مایکروسوفټ وايي، دا مهال نړۍ کې نژدې ۳۵۰ میلیونه الات د وینډوز سیسټم له لارې فعالیت کوي.
هغه وینډوز سیسټم چې د ۲۰۱۵ کال جولای کې وړاندې شو، موخه یې دا وه، چې د ډیسک ټاپ لیپ ټاپ، ټابلیټس، ځیرک ټیلیفون او ګیمینګ کنسول لپاره یو ډول د فعالیت زمینه برابره کړي.
بازار ته د دغه سیسټم له وړاندې کولو مخکې مایکروسوفټ ویلي و، دوی غواړي دریو کلونو کې دغه سیسټم یو بیلیون الاتو کې ځای پر ځای کړي.
خو اوس کمپنۍ وايي ډېر پام د ځېرکو ټیلیفونونو بازار ته اړوي او وايي یو بیلیون الاتو کې د وینډوز ځای پر ځای کول ښايي ډېر وخت ونیسي.
د کمپیوټر ماهر پېټر برایټ وايي، نژدې راتلونکي کې ښايي د وینډوز ۱۰ لپاره تقاضا نوره هم لږ شي، ځکه په خبره یې د شخصي کمپیوټرونو د پلور بازار مخ پر ځوړ دی او د مایکروسوفټ له لوري د وینډوز ویړیا تمدید موده هم روانه میاشت پای ته رسیږي.
مایکروسوفټ درې اونۍ مخکې خپلو مشتریانو ته ' په څرګنده توګه ' د تمدید یا نه تمدید واک ورکړی و. دغه اعلان له هغو نیوکو وروسته وشو، چې تر میاشتو کېدې او مشتریانو د وینډوز خپل چاری تمدیدي سیسټم درغلي بللې وه.
مایکرو سوفټ دا وروستیو کې هغې امریکایۍ مېرمنې ته د ۱۰ زره ډالرو تاوان ورکړه منلي، چې کمپیوټر یې د وینډوز ۱۰ له تمدید وروسته هم غیرفعال پاتې شو.