پوکي مون ویډیو ګیم پر ضد د سعودي عربستان فتوا
سعودي عربستان کې د مذهبي مسایلو اړوند ادارې د نوي مشهور ويډيويي ګیم پوکي مون ګو پر ضد فتوا خپره کړې. په فتوا کې ویل شوي، چې دغه لوبه حرام تصویرونه لري او قیمار ته ډېره ورته ده، چې اسلام یې نه مني.
دولت او طالبان دواړه د کندوز قلعه ذال ولسوالۍ د کنټرول ادعا لري
د افغانستان شمال ختیځ ولایت کندوز کې چارواکي وایي؛ قلعه ذال ولسوالي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د یوه برید په ترڅ کې نیولې وه، نن بېرته د دولتي ځواکونو لخوا نیول شوې، خو طالبان لا هم پر دې ولسوالۍ د کنټرول ادعا لري. دشت ارچي ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده.
ټرمپ: د روسیې برید پروړاندې ناټو ملګرو ته د امریکا مرسته مشروطه ده
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند کاندید ډونالډ د خپل بهرني سیاست په اړه خبرو کې د روسیې برید پروړاندې ناټو ملګرو ته د امریکا مرسته د دغو هېوادونو ځینو ژمنو پورلې تړلې او تر ناکامې کودتا وروسته یې ترکیه کې د ولسمشر اردوغان له ګامونو ملاتړ کړی.
'' د روسيې ځغاستلوبغاړي ریو اولمپیک سیالیو کې برخه نه شي اخیستی''
د نړیوالو لوبو مسایلو اړوند محکمې د روسي ځغاستلوبغاړو له لوري د منع شویو درملو کارولو له تورونو وروسته ریو اولمپیک لوبو کې پر دغو لوبغاړو لګېدلی بندیز تایید کړی دی. د لوبو نړیوالې شورا ۲۰۱۵ کال کې دغه بندیز لګولی و.
افغانستان ته د پاکستاني توکو د وارداتو کچه '٪۵۰ کمه شوې'
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د پاکستان د سوداګرۍ سییستم پیچلتیا، د پاکستاني توکو د کیفیت ټیټوالی او له دې هیواد سره سیاسي ستونزې هغه لاملونه دي چې له اسلام اباد سره یې د کابل سوداګري پيکه کړې.
ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته بېړنی حالت اعلان شوی
ترکیي کي تر ناکامې کودتا وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې هېواد کې درې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړی. ښاغلي اردوغان ویلي، د ترکیې وګړي باید "د دیموکراسۍ، قانون حاکمیت او بنسټیزو حقونو او ازادیو په اړه لږه اندېښنه هم ونه لري."
افغان سوداګر: له پاکستانه وارداتو کې کموالی راغلی
د افغان سوداګرۍ خونه وايي، له پاکستانه یې وارداتو کې کمساری کموالی راغلی دی. تېره میاشت تورخم کې پر ډېورېند کرښه د افغان او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ منفي اغېز پرې ايښی دی.
سمندر کې ژغورنه
د ايټاليا سمندر غاړي ساتندويانو کار چې ښيي څنګه هره ورځ د ژغورنې لسګونو غوښتنو ته ورسېږي. سږ کال نژدې ۸۰ زره خلک مديترانې سمندرګي کې له خطرناکو لارو له شمالي افريقا اروپا ته اوښتي. بي بي سي د نهيلۍ يوې سختې غوښتنې انځورونه ليدلي.
هند کې د ترافيکي پېښو او د مرګژوبلې مخنيوی
د ژوند ژغورلو بنسټ په نامه د يو ناحکومتي سازمان په وينا، هند کې هر ساعت ټرافيکي پېښو کې ۱۵ کسان مري. هغوی چې ټرافيکي پېښو کې يې خپل خپلوان بايللي، د لارو او سړکونو لا خونديتابه قوانينو غوښتنه کوي. خو يوه ښځه چې ټرافيکي پېښه کې يې لور مړه شوې.
پېښور: افغان کډوال وايي اړ شوي، چې خپل توکي په نیمه بیه وپلوري
پېښور مېښت افغان هټیوال وايي د پولیسو چلند ورسره ناوړه دی او له دې کبله اړ دي، چې له دغه ځایه د کډه کېدو لپاره خپل توکي په نیمه بیه وپلوري.
د ترکيې کړکېچ، د دغه هېواد راتلونکی به څه وي؟
ترکيه کې ولسمشر اردوګان د خپل هېواد د امنيت شورا مشري کړې، چې د تېرې جمعې له ناکامې کودتا راهيسې لومړۍ غونډه وه. له ۵۰ زرو ډېر خلک له دندو لرې شوي چې ۲۱ زره په کې ښوونکي دي، او د پوهنتونونو ټول پوهنوالان بهر ته له سفره منعه شوي دي.
بريتانيا کې د يوه تاريخي ځای موندنه
لرغونپوهانو يو داسې څه سپړلي چې دوی يې بريتانيا کې تر ټولو مهم لرغونی سپړل شوی ځای ګڼي. په تېرو لسو مياشتو کې د لرغونپوهانو ډلو د برونز پېر مېشت ځای کې کيندنې کولې، چې د انګلستان ختيځ کې موندل شوی دی.
هندي چارواکي د ډیوالي کېدو نوي قانون بریا ته هیله مند دی
د هند دولتي بانکونو دوو کلونو کې ۱۷ میلیارده ډالر هغه پورونه وبښل، چې بېرته نه ورکول کېدل او د دغو پورونو لویه برخه سترو شرکتونو تر لاسه کړي وو. خو اوس هند د بانکونو ډيوالي کېدو په تړاو نوی قانون لري چې چارواکي یې بریا ته هیله مند دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، غزني کې د طالبانو مهم قومندان وژل شوی
د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو يو مهم قومندان په غزني ولايت کې وژل شوی دی، چې په وينا يې د قره باغ په سيمه کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال وژل شوی دی.
د جرمني کورنیو چارو وزیر د نورو بریدونو د خطر خبرداری ورکړی
د جرمني کورنیو چارو وزیر توماس دي میزیري وايي، کېدای شي کوچنۍ سخت دریځي ډلې یا ګوښي کسان په دغه هېواد کې نور بریدونه وکړي. د دوشنبې ورځې بریدګر په اړه داسې پوښتنې هم راپورته شوې، چې ایا دغه بریدګر رښتیا افغان و که نه؟