د هند پوځي الوتکه ورکه شوې
د هند هوايي ځواک بي بي سي ته ویلي، یوه هندۍ پوځي الوتکه، چې تر ۲۰ ډېر کسان پکې سپاره وو، ترۍ تم شوې ده. الوتکه کې سپاره کسان د ملاکا هندي پوځي اډې ته لېږدول کېدل.
د نیویارک پولیس افغان پولیس 'اتل' بللی
د نیویارک پولیسو خپل دوه افسران د 'زړورتوب' له کبله ستایلي او 'اتلان' یې بللي. حمید ارماني افغان نژاد دی له خپل ملګري افسر پېټر سایبولسکي سره یو ځای د ټایمز سکوېر له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې نه هغه غوټه لرې کړه، چې ګومان کېده بم پکې ځای پر ځای شوی.
د میامي پولیسو یو تورپوستی ډاکټر ویشتلی
یو تورپوستی امریکايي رواني ډاکټر چې په فلوریډا ایالت کې پولیسو ویشتلی و، وايي، لاسونه مې پورته نیولي و، په ځمکه مې پروت کړی و او پولیسو ته مې وویل، چې بې وسلې یم، خو بیا یې هم وویشتلم.
د فیسبوک بریتانیا جوړې لمریزې الوتکې
فیسبوک اعلان کړی چې د "اکوېلا" په نامه نوې جوړې شوې لمريزې الوتکې یې په بریالیتوب سره لومړی الوت ترسره کړی دی. پتېل شوې چې دغه الوتکه به انټرنېټي څپې خپرې کړي چې ورسره به په انټرنېټ نه لرونکو سیمو کې هم فیسبوک کارونه شونې شي.
اروپايي ټولنه: له کودتاچیانو سره د ترکیې رویه 'د منلو وړ نه ده'
اروپايي ټولنې ویلي، ترکیه کې ناکامې کودتا وروسته، له تعلیمي او قضايي ارګانونو او رسنیو سره د چارواکوا رویه "د منلو وړ نه ده". د ناکامې کودتا له ورځې راهیسې په تېره یوه اونۍ کې زرګونه کسان نیول شوي، ایستل شوي او یا یې دندې ځنډول شوې دي.
افغان کډوال: پاکستاني پولیس ثبت او ناثبت کډوال نیسي
د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د کډوالو د اوسېدو موده شپږ میاشتې نوره غځولې، خو لاهم هلته کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی وايي په دې لږ غځول شوې موده کې دوی نوی کاروبار نه شي پیلولی.
د خوشال خټک غږيز کتاب - شپاړسمه برخه
د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو خوريږي.
افغانستان ای اېم ایف سره د اقتصادي اصلاحاتو پر درې کلن پروګرام هوکړه کړې
د افغانستان مالیې وزارت وايي، د پېسو له نړیوال صندوق سره د اقتصادي اصلاحاتو درې کلن پروګرام په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. د دغې هوکړې له مخې افغان حکومت د پېسو له نړیوال صندوق نه ۴۵ میلیونه ډالره تر لاسه کړي دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو حال
پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي امنيت، مځکه او روغتيا هغه څه دي چې د نشتوالي له امله يې دوى افغانستان ته نه شي تللى. پرون په اسلام اباد کې د ملگرو ملتونو، افغانستان او پاکستان استازو له افغان کډوالو سره د بېرته ستنېدا پر لارو چارو خبرې وکړي.
څوک چاغ دی؟
چاغوالی يوه عامه او نړيواله ناروغي بلل کېږي. هغه څوک چې له خپلې ونې يا قد سره مناسب وزن و نه لري هغه چاغ دی، چاغوالی څنګه معلوم کړو په دې ويډيو کې يې موندلی شو . د مخنيوي لار يې غذاي رژيم سمول او منظم سپورت دی.
برازیل: د اولمپیک لوبو پر مهال د 'ترهګري دسیسې' په تور ۱۰ کسان نیول شوي
برازیل کې پولیسو ۱۰ کسان نیولي، چې وايي د اولمپیک لوبو پر مهال یې د ترهرګرۍ لپاره پلان چمتو کاوه. چارواکي وايي دغه کسان د اسلامي دولت نومي ډلې غړي نه دي، خو په خبره یې له دغې ډلې سره یې د اړیکو موندلو هڅه کړې.
د چرګانو بوی 'د ملریا مخنیوی کوي'
د یوې څېړنې پایلې ښيي، چې د ژوندي چرګ بوی د ملریا مخنیوی کولای شي. دغه څېړنه، چې د سویډن او ایتوپیا ساینسپوهانو په ګډه کړې، ښيي چې د ملریا ویروس لېږدونکي غوماشي له چرګانو او نورو مرغانو لرې تښتي.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر له راحيل شريف سره ليدلي
د پاکستاني پوځ رسنیو ته په لېږلې يوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد لوی درستیز جنرال راحیل شریف په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن لیده کاته کړي.دوی د پولې او هم په افغانستان کې د تل پاتې سولې په هکله غږېدلي دي.
د ترکيې ناکامه پوځي کودتا او پايلې يې
تېره اوونۍ په ترکيه کې د پوځي کودتا ناکامه هڅه شوې وه. په دې بحث کې له مېلمنو سره پر دې غږېږو چې په ترکیه کې د کودتاه تر شا کوم لاملونه وو؟ د ترکیې ټولنه یې څومره سره وویشله او له بهرنۍ نړۍ، په ځانګړې توګه له اروپايي ټولنې سره اړیکي کوم لور ته روان دي.
څوک چاغ دی؟
چاغوالی يوه عامه او نړيواله ناروغي بلل کېږي. هغه څوک چې له خپلې ونې يا قد سره مناسب وزن و نه لري هغه چاغ دی، چاغوالی څنګه معلوم کړو په دې ويډيو کې يې موندلی شو . د مخنيوي لار يې غذاي رژيم سمول او منظم سپورت دی.