ټول افغان څیړنیزې مقالې
همه شموله دي له چا زدهکړه ، په دام کي ئې اچولی يي
دهمه شموله واضح تعریف هر طرف د همه شموله خبره كوي او هر طرف خپل تعریف ورته لري . ملا ګله د دوي د همه شموله په تعریفاتو نه پوهېږم ، او نه ئې تر اوسه د همه شموله نظام تعریف وړاندي کړی ، ممکن تاسو ته ئې په دوحه کښي تعریف کړی وي ؟! ستاسو دهمه شموله تعریف ، په عملي ، په کلماتو واورېدلی او په عملي ډوول مو وليدلی ، ریشتیا چه همه شموله دامانا نه چه د هر قشر خلګ به حکومت کښي ځای لري ، ممکن هم نده یو ناممکنه خبره ده او دغه ستاسو د همه شموله ، طرزالعمل او تعریف ه
مسیار نکاح
مسيار نكاح دا خپل را کړی اندام او شریعت مو مکلف کوي په «واده او نكاح» ږمونږ خواږه محمد رسول الله فرمایلي چه : النِّکَاحُ سُنَّتِی فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِی فَلَیْسَ مِنِّی واده کول یو طبیعي جبر دي ، غریزه او فطرت دی خو بعضي ځواناني او ځوانان د واده سره مل هغه عرفی بارونه او بوج د پورته کېدلو جوګه ندي ، بعضی د واده کولو ارزو لري خو نه غواړي چه د واده کولو په سبب خپله ازادي اوخپل مستقل ژوند په یو عرفي دام کښي راګیر کړي
د طبیعي علومو علماء کرام هم ډېر د خیر خلګ دي (خیر الناس من ینفع الناس)
محترم او مكرم د دين پوهانو ! زمونږ خواږه نبي علیه السلام څومره ښه فرمایلي چه : إن العلماء ورثة الأنبياء، وإن الأنبياء لم يورثوا دينارا ولا درهما، إنما ورثوا العلم. علماء د انبیاو وارثین دي ، دا مانا دا چه علماء تنها د محمد علیه السلام وارثان نه دي ، بلکي ۱۲۴۰۰۰ زیات او کم ، انبیا و ارثین دي ، په انبیاء و کښي مهندسین او کاسبکاران تېر شوي دي ، ښه مثال ئې نوح علیه السلام دی ، چه مهندس او نجار هم و، دغه سبب دي چه علماء کرامو فرمایلي چه : اَلكاسبُ حَبیبُ اللهِ و اِنَّ اللهَ یُحبُّ المُتَ
دوی پوهه لري ، خو چه ښه تحلیل ورسره نوي : نو پوهه بیا لا ینفع وي : دوهمه برخه
دوی پوهه لري ، خو چه ښه تحلیل ورسره نوي : نو پوهه بیا لا ینفع وي : دوهمه برخه په کلماتو کښي ډېر زور قوت او طاقت سته . او ذهن هم ډېر قوي او سخت کلک دی ، دومره قوي او کلک دی چه جهان ته تغیر ورکوي ، ذهن د الماس په شان هم کلک دی تنها کلمات دي چه ذهن ته تغیر ورکوي د ذهن تجربې یا زدګړي دي چه ذهن ته د تحلیل او خلاقیت قوت وربخښي ، د ذهن قوت په خپله تجربه تر سره کول زر کاله عمر ته ضرورت لري ، دا چه زمونږ عمر ډېر کم دی ، نو د تېرو خلګو له تجربو
همه شموله او که عادل دولت
طالبانو او خارجي قوتونو ویل چې دوی دافغانستان لپاره دهمه شموله دولت ضرورت وینې. طالبانو دا خبري هغه وخت کولي چه دتیر حکومت سره دخبرو په تمه وو. البته په هغو شرایطو کې دداسي حکومت منل دورځي ضرورت وو. دوه طرفه په جنګ کې اخته او دافغانانو وینې تویه دي. دا چه جنګ ختم سې نو یوازنۍ لیاره ددواړو قوتو څخه یو ګډ حکومت جوړول وو. اوس چې جنګ ختم سوی دی نو همداسې حکومت ته ضرورت نه لیدل کیږي. دجنګ نه وروسته طالبانو بیا هم همه شموله حکومت یاد کړی او نړۍ هم په هغه اصرار درلود. متاسفانه ده
دوی پوهه لري ، خو چه ښه تحلیل ورسره نوي : نو پوهه بیا لا ینفع وي
پوهه به مفیده وي او یا زهرجنه خنثی نه لري ( مولانا سیدنا محمد رسول الله دا خواست او دعاء کول چه :اللَّهمَّ إنِّي أعوذُ بك مِن عِلمٍ لا يَنفَعُ، وقلبٍ لا يَخشَعُ،....... ........ نن سبا دا علماء کرام د عصري علوم خبری پورته کښته کوي ، دوی! وایی چه په مکتبونو کښي عصري علوم تدریس کيږي او په مدرسه کښي دیني علوم . زه په ریشتیا سره نه پوهېږم چه د عصري علم اصطلاح له کومه سوه ، په ګوګل کښي مي وکتل د پاکستان په اوردو ژبه لیکنو کښي دا دعصري علومو اصطلاح ډېره کارېدلې ده ، او خورا په شوق ،
د نارینه او ښځو اختلاط ، دوهمه برخه
د اختلاط خبره داسي یو موضوع ده ،چه هیڅ شرعي او صریح نص وجود نه لري د اختلاط په باب کښي ، ټوله خبري په دلالة الآیة باندي تکیه لري ، اما صریح ایة وجود نلري ، خبره د فتنې کوی (النساء فتنة للرجال والرجال فتنة للنساء) او شریعت د فتنې د مخ نیولو حکم کوي ، حکومت ته لازمه ده چه په ټولنه کښي د فتنو مخ ونیسي ، په داسي یو انداز چه د حکومت په دا اقدام باندي بله فتنه خلق نسي ، دا یوه لویه فتنه ده چه ۵۰ ٪ نفوس انسانانو ژوند ته خنډونه پېښ سي ، په درسي صنف ، تفریحي پارکونو ، په ملي ښاري ترانسپورت او د کار
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ اوولسمه او ورستۍ برخه
۸. د پښتونولۍ په قانونغونډه کې د تربور او تربورګلوي کاڼسپټد پښتونولۍ د تربګڼې کوډکس هر پښتون دې ته هڅوي، چې د پښتنو په کليوالي چاپریال کې د خپل تربور سره په ګډه همغږې او سالمې سیالۍ کې سولیز ګډ ژوند وکړي او د تر بورګلوي دوواړه غاړې یوې مدني ټولني جوړولو ته رابولي. د تربورګلوي په کانسپټ کې یو پښتون باید د خپل تربور سره د سیمې په هره چار کې او د کلي په هره ستونزه او راکړه ورکړکې ګډ ودریږي. د پښتونولي د تربګڼې کوډکس په خپله خپل ځانته یو ن
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ شپاړلسمه برخه
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ ۸ . د پښتونولۍ د حجرې او جومات کانسپټ:هر کله داستان چې د افغان لیکم، پوه شه پت او ننګ د مسلمان لیکم: حمزه بابا لیکي !پښتنه ټولنه کې حجره د خبرو اترو، اند جوړولو، د ولسي یووالي ځای، د میلمه استوګنځیی، د میلمه پالني، د عزت او درنښت یوه خونه ده. کلیوال پښتانه په جومات کې د الله تعالی د عبادت او دیني عقیدت لپاره را
د نارینه او ښځو اختلاط ….،،،،،
د نارینه او ښځی اختلاط : شرعي حیثیت نن ورځ د اختلاط د موضوع څېړل بل تر هر وخت نن ورځو کښي ضرور او لازمي ښکاري شریعت و مونږ ته حکم کوي په عفت ، عدالت ، او تقوی ، او دغه درېواړه د انسان لپاره لوړ فضلتونه دی ، او شریعت موږ منع کوي له رذيله کړونو نه او شریعت راته حرام کړیدی لکه زنا او انواع د فجور چه په نام رذیله الفحشاء دي مسلمان ته حرام دي او خبره دې ځای راځي چه : اختلاط د نر او ښځي حرام دی ؟ دا خبره د اختلاط ډېر عمق لري ، د نارینه او ښځو اختلاط
زما ورور په کوڅه کښي جنګ کړی ؤ ، مور مي د ماما کره واستولی
د کوچنوالي وختونه وه ، هلکان یو شپه کوزه واخلي او ټول احساس جسمي او فکري تغیر وکړی ، ددغه طبعي تغیر او تکامل اثرات جانبی موږ په کوچنیوالي نشولی درک کولی ، اما په کور او کلي کښي هر سړي او ښځي ته دا زموږ جسمی او فکري تغیر تر لمر روښانه ؤ . د غه بایلاجکل تغیر سره سم یو ډول فکري تغیر او د قوت احساس پیدا کیږي دغه قوت مظاهره کول غوښتل . چون زمونږ د کلی او کوڅی په ماحول کښي مجلس پر (فلانی زورور ، غښتلی ، خورا کلک ، میدان وړونکی ، او فلان خورا بې .... ، او ډیر س پ ی ، او د یوې چپلاخي طاقت
طالبه چه قدرت دي ړوند نکړي ، طالبه زما توصیه واوره ،
ابن خلدون لیکلي چه د عصر پاچهانو په شوری کښي د أهل الحل والعقد خلګ راغونډ کړي وه ، که غواړي چه ملت او بین الملل ته د منلو وړ سې نو درې ملي مجلسونه جوړ که ، یو د وکیلانو مجلس بل د سنا مجلس او درېیم د عقد جلس یعني اول مجلس به اهل خلګ او د دوهم مجلس خلګ به حل خلګ وي او د دریم مجلس خلګ ټول ستا علماء کرام څخه جوړ که ! چه دا درې مجلسونه به و ونمول سي په أهل الحل والعقد سره په جهان کښي د ټول ملکونو دقوه مقننې لپاره دوه مجلسونه لري ، اما د امارت اسلامي نظام به
قیام کنید که کابل دوباره با خون کشانیده شود و شوراي نظار دوباره صاحب قدرت شوند.
شوراي نظار ویا اتحاد شمال همیشه در تلاش قدرت بودند و هستند. حکومت ۲۰ ساله آخر همیشه توسط همین ګروه بخاطر سهم درقدرت ضعیف شده که بلاه خره منجر به سقوط ایشان ګردید. این و آن والې را قبول ندارم قومندان آمنیه از ما باشد ۵۰ در ۱۰۰ قدرت از ما باشد . سرود ملي را به پښتو قبول ندارم ، در تذکره کلمه افغان را قبول ندارم. اینها از نام افغان و افغانستان نفرت دارند. نه تنها حکومت ۲۰ ساله اخر بلکه بالاي مرحوم نجیب الله ومجاهدین هم اینها بخاطر احیاي قدرت کودتاه کردند. ریشه سابقه این ګروه
پنجاب - پنجوایی - پنجشیر مثلث گزینه های صلح و جنگ
با هر تغییر بنیادئ سیاسی در جهان سوم قدرتهای جهانی بر موضعگیریهای خود تجدید نظر می کنند. همزمان تجاران اسلحه، تیکه داران مناقشات سیاسی، و جنگسالاران خون آشام بین المللی در پی شکار تازه می گردند تا بازیگران تازه را شخصیت سازی کرده به صحنهٔ جنگهای پایان ناپذیر بفرستند. در یکی از رسانه ها جمعی تصاویری از شیطنت های برنارد-هانری لیفی را یافتم که در چندین کشور مسلمان مردم را به جنگ و بغاوت تشویق می کند به شمول کردستان، مالی، نایجیریا، چیچنیا، سودان، عراق، سوریه، سومالیا، لیبیا، دارفور،
حادثه 11 سپتمبر سال 2001 م ، خونبار ترین دروغ تاریخ !
قسمت چهارم در ادامه گذشته در قسمت اول گفته بودم که حادثه 11 سپتمبر ، دروغی بود که آمریکا گفت و نمایشنامه ای بود که خود آمریکا آن را اجراء نمود و اضافه نموده بودم که همچو دروغ های خونین و اجرای همچو نمایشنامه های مسخره در تاریخ آمریکای جنایتکار ، پیشینه دارد . تا اکنون دو مثال از پیشینه همچو دروغ ها در تاریخ خونین آمریکا تذکر دادم ، نخست دروغ گویی و نمایشنامه سازی آمریکا در جنگ با هسپانیا و دوم دروغ گویی و نمایشنامه سازی آمریکا بخاطر اشغال نظامی کشور کوبا ، و طوریکه دید
عبدالحنان حقاني ته : په غلطه فتوی ورکولو سره مفتي کافر کیږي
نن سبا دا د علماء صفت پر ژبو پورته کښته کیږي ، او همدا علماءدي فتواوي صادروی . خبره به داسي راواخلم چه ملحد هغه چاته ویل کیږي چه د سماوي دین په مخالفت کښي ولاړ وي او و دین ته لحد کیندي چه دین پکښي ښخ کړي ملحد یعني دین وژونکی ، هندوانو ، عیسویانو ، یهودانو کښي هم ملحدین سته لکه په مسلمانانو کښي چه ملحدین سته ، او بل کفار دي چه : څوک په خدای کافر ، څوک په رسول کافر ، او څوک په خدای او رسول کافر دغه کفار ،مشرکین ،ملحدین ، دهریون ، زندقون باندي دا علماء الکرام خبري
شمالي ټلواله د ۳ خواوو نه کوښش کوي چه راتلونکي حکومت کي بیا هم پوره ونډه ولري
لمړۍ: ددي ډلي شتون په کابل کي د عبدالله عبدالله په مشری. عبدالله عبدالله د طالبانو او بهرنیانو سره کته پورته کیږي او لیري نه ده چه ډبل عبدالله او یا دهغه کسان به دراتلونکي حکومت برخه وي. دوهم: ددوي اکثریت مشران لکه کریم خلیلي، یونس قانوني، سلاح الدین رباني، محقق او داسي نور چه فعلأ په پاکستان کي دي اودپاکستان دحکومت په مرسته به دوي وکولاي شي چه په طالبانو فشار راوړي تر څو دغي ډلي ته پوره امتیاز ورکړي. ددي ثبوت لپاره دپاکستان د (ISI ) دمشر سفر کابل ته په اوسني وخت کي یادولي شو.
د افغانستان او اوکراين مشابه سياسي صورتحال او سياسي راتلونکی!
په ناڅاپی ډول په افغانستان کې بدلېدونکی سياسي صورتحال او په يوازې نيمه مياشت کې د افغانستان د ټولو ولايتونو سقوط او د جهوريت پرځېدل او په واک کې د طالبانو راتګ او همدارنګه په بې مسووليته او ناڅاپي دول د امریکايي ځواکونو وتل اوس د نړيوال سياسي کارپوهانو او ستراتيژي جوړونکو په نظر د امریکا او په ټوله کې د غرب د سياستونو او په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه د دوی د باندني سياست ستره ماتې ده. دوی په بشپړ ډول په خپل خارجي سياست کې چې د افغانستان په اړه يې درلود مات شوي دي او ميدان یې بايللی دی. او
د طالبانو له راتګ سره دافغانستان مشکلات او دافغانانو بي اعتنائې
په یوه تیره اونۍ کې دافغانستان وضعه کړکیچنه ښکاري. نوي ویرې راپورته سوي دي. دطالبانو دغیرمترقبه راتګ او هغه ته مخ تر مخه نه تیاري به دټولو افغانانو دناکامې سبب وبولو. دا ناکامي دټولو ده: دخارجي او داخلي قوواو. تیري اداري دسولي او یوه منظم حکومت دجوړولو په مخه کې کارشکنیوې کولي، طالبانو دیوه منظم پلان دمخ ترمخه دتیارولو څخه غفلت کړي، وطنوالو ملي مسؤلیتونو هیر کړي، او خپلو شخصې ګټو ته ترجیح ورکوي. دخارجي دښمن توطئه دکابل په هوایي میدان کې دتښتیدلو غربي قوواو
طا لبانو ته دافغانانو سپارښتنه
۱. طالبه شریکي حکومت مه جوړوه بلکه یو قوي مرکزي حکومت جوړ کړه چه د جګړه مارو، زورواکو، مفسیدینو اوغلو مخه ونیسیي. ۲. طالبه مسلح قواوي او حکومتي جوړښت مه ورانوه لاکن اړین اصلاحات پکي راوله او د هیواد آبادي او دولس سوکالي لپاره يي وکاروه. ۳. طالبه دټولو افغانانو ملي ، تاریخي او ویاړلې دري رنګه بیرغ (تور ، سور او شین) ته درناوي او دا ویاړلې تاریخي ویاړ له افغانانومه اخله. ۴. طالبه دنړۍ ضبر قدرتونو، ګاوڼډیانو او دهغوي داخلي ګوډاګیانو دافغانستان په چارو کي لاس وهني ته دپاي
د افغانستان اوږدې غميزې ته لنډه کتنه
د استانبول د غونډې ډنډورې هم په اوبو لاهو شوې او طالبان هم ارګ ته ورسېدل، خو د افغنستان د تلپاتې غمېزې د سولييزحل لاره بايد په نننيو شرايطو کې راوايستل شي. د ډاکتر عبدالله د ټيم او د اشغال په موده کې د فاسدې واکمنۍ په طرحه کې داسې څه ليکل شوي ول، چې د کمونيست، ډم، ملا او هرې بلې بلا پږي يې ځږه کړي ول. د درې کلني انتقالي واکمني واړنديز پکې ياد شوی وو، چې يو به ولسمشر وي او تر څنګ به يې لومړی وزير «صدرالاعظم» وي، مګر هر یو به څلور مرستيالان «معاونین» لري، چې ما ته څه عجيبه نه ښکارېدله، خو د ملت
بېطرف که مشترک حکومت او یا امارت؟
دطالبانو دخارق العاده بریا په فضاء کې دښمن قوتونه تبلیغات کوي چه باید یو بیطرف مؤقت حکومت جوړ سې او مشري یې باید عبد الله عبد الله وکړي. داسې خبري ویرونکې دي. تاریخ ښیې چې مسلمانانو حکومتې بدلونونه راوستي او بیا ئې سیاسي قدرت نورو ته سپارلی او یا ځینې چور سوی دي. ځینې وخت بیا مسلمانان داسلام دښمنه قوتو له قهره ویریدلې دي او دهغې ویرې له خاطره ئې داسلامي نظام په راوستلو کې سستې کړي ده چه په آخره کې هغه ددوی دمطلقي ناکامې سبب سوي ده. ددې مثال دمصر او تونس مسلمان قوتونه وؤ چه د
امان الله خان او ازادي، حقیقت که افسانه؟
تېر کال د زمري له ۲۸مې دوه درې ورځې وروسته مې یو پراګراف لیکنه ولوسته، لیکوال لیکلي چې امان الله خان غازي د افغانستان خپلواکي نه ده ترلاسه کړې، د سرسري مطالعې او د تاریخ او سیاسي علومو څخه د ناخبرۍ له امله ورته ځینې شکونه راپیدا شوي و. او چېلنج یې هم ورکړی و چې که څوک په دې اړه کوم دلایل لري نو روښانه دې کړي. د بحث پرمهال یې ځینې پوښتنې او شکونه په دې ډول راسره شریک کړل: ۱- د راولپینډۍ او ۱۹۰۵ تړونونو کې افغانستان خپلواک لوری ګڼل شوی دی. ۲- د خپلواکۍ مفهوم هم ورته روښانه نه و، یعنې ف
دملت لخوا سوله راوستل: نوي لیاره
دنیمروز ولایت دمشرانو ددرناوي په بنا او هلته دښه بدلون (دملې شتمنۍ دغلا په استثناء) دنتیجو لیدنه مونږ ته یو نوی پټ زیری راکړ. هغه دا چه دافغانستان سوله کیدای سي دملت په لاس راسې نه درهبرانو، سیاستمدارانو، او روشنفکرانو په باټو او اوتوبوتو. ملت مونږ په دې تړاو هغه کسانو ته وایو چه اوس ددولت په منځنۍ او ټیټو رتبو کې کار کوي. دوی محلی تصمیم نیونکې دي. والی، قومندانان، مدیران او عسکر یا ملی پاڅون وال دي. ددوی تصمیم چه که په حقایقو او واقعیتو باندې ولاړ وي نو دنه جنګ تصمیم به دسولې دمرغیو
سکه سبیره ورونه (استعمارـ استبداد)
که د څلورو پیړیو په اوږدو کې د اروپایي استعمار او بیا نوي استعمار او ورسره په ورسته پاتې هیوادونو کې د استبدادي واکمنیو پلونه تعقیب کړو، نو د استعمار او استبداد ترمنځ د نژدې خپلوي اړیکو څرک موندلی شو. که ګورو، زیاتره په پرمختللو هیودونو کې دموکراسي او په وروسته پاتې هیوادونو کې استبدادي حکومتونه واکمنۍ چلوي. دا ظاهري پدیده ده. په ماهیت کې، لودیز صنعتي دولتونو، کله چې خپل صنعت ته د اومو توکو تامین له پاره، نور هیوادونه لاندې کړي، هلته یې د ولسونو خودارادیت او خپلواکي قبض کړې او د قانونیت په