د wiar wiar لخوا خپرې شوې لیکنې
بدمرغه انجلۍ ( کېسه )
ډېره ښايسته وه. بشاشې تورې غټې سترگې سره اننگي اوږده تک تور وېښتان زړه وړونکي پيکي جگه ونه په تېره بيا داسې ښايسته ځواني چې له حورې سره يې لږ توپير کيده.بس د ښايست او د ځوانۍ خو يې هيڅ کمي نه وه. ورته مې څو ځله ځير ځير وکتل.داسې ښايسته بشر ما دخداي په دې ارته ځمکه کې نه وه ليدلي.په هر ځل غلچکي کتو به مې خيال کې شاعرانه چاپيريال جوړېده. دمينې او عاطفې ډک زړه مې په هر ځل کتو بايلوده.حواسو دې ته اړ کړم چې ور وړاندې شم ورسره خبرې وکړم ځان وروپېژنم .خوږې خوږې خبرې ترې واورم. يو
دزهرو پوړۍ - کېسه
ژوند تيريږي خو خواږه او ترخه انځورونه دژوند په شنو پاڼو کې راتلونکو نسلونو ته ليږدوي٠دغه ژوند چا سره ملنډې وهي او څوک دسپين اس په شا سپور منزل ته رسوي د ژوند په کږليچو کي د دي څوک د هستي سره مستي کوي او څوک د يوي مړي ډوډي لاس ته راوړلو لپاره چي پت يی ساتل شوي وي د زهرو جام په سر اړه وي ٠ &
دکفن لټون
سپوږمي خپل منزل ته رسيدلی وه٠تورې ترو ږمۍ خپل بارونه د سفر لپاره تړلي وو او دسپين سبا په لور په خوځېدو وه ٠ لمردخپل غرور سره له اسمانه خزه کی نا ست او د راتللوتکل يې کاوه٠ چڼ چڼي له خپلو ځالو راوتلي او د ګيډې دمړولو لپاره د اسمان خواته الوتلي ٠ هره خوا چوپه چوپتيا وه٠ دا چوپتيا داسي ښکاريده لکه وروسته له ډيرو خوشحاليو کوم ډير لوي د ماتم جال په چاپيريال خپور شوي وي٠او دي ماتم ته د قدرت ټول شيان او ټول ښائست هک پک پاتي وي٠نن د چڼ چڼو د سندرو غږ هم د غوږو په پرده ښه نه لږ
صحافي
صحافي نن سبا زما دوست دى. نن سبا مې ځکه وويل چې نن سبا ژمى دى اؤ داسې معلومېږي چې طبيعت يې سوړ دى. په اوړي کې يې طبيعت دومره ايشيدلى وي چې د چا ورسره دوستۍ ته زړۀ نۀ کېږي. د دې مطلب دا شو چې موسمي دوست دى خو موسمي صحافي بالکل ندى. البته د نړۍ له نورو صحافيانو مختلف دى. ځکه چې نور صحافيان شپه په ويښه اؤ ورځ په ويدو تېروي خو دَى لکه د عامو انسانانو شپه په ويدو اؤ ورځ
دوه چنده
دوست زماډېر ښه ملګرى وله ماشومتوبه موياري جوړه وه کرۍ ورځ به داسې جوړه ګرزېدو لکه کوترې .زمونږ دواړواقتصادي وضعه ډېره کمزورې وه درسته ورځ به موپه تش جېب تېروله . هغه دچاخبره په جېب کې مو موږکانو فوټبال کاوه يوه ورځ چې زه په خپله دېره کې په درانه خوب ويده وم ددوست غږ اوورسره پرله پسې خوزولو دومره ووېرولم چې نېغ کښېناستم.زماله اوترۍ نه دوست خوند واخسته په کټ کټ يې وخندل زه هم په شونډوکې ورته مسکى شوم .دوست اوتر اوتر لګيادى هلکه شابه جامې واغونده چې بازارته ځو.ماځان داسې ناګار ه واچاوه
غزل
ډېرنازک دی لکه ګل رانه ماتيږي بيا په خيال کې يو غزل رانه ماتيږي دارښتيا ده، يم رښتيا بلا وهلی چې بنګړي دې په هرځل رانه ماتيږي په اوږدو دادوختونو زلزله ده درنګونو شيش محل رانه ماتيږي ماوې زړه مې دشيشې غوندې نازک دی د ې وې داسې زړونه تل رانه ماتيږي
خرپ ترپ
خرپ وترپ زاڼې! ښکلې زاڼې !ته غوټۍ وې دې بڼو کې ( اندانۍ ) شوې دې ګلوکېزه په تړو په کمرو دا ! پېريان راسره مل ووله سهار ترماښام ېې ، ړچولم زورولم .توره شپه لاتېره نه وهچې يوه بله جوپه راغللښه په ډول و په سرنایڅه شين سترګي سرککي ول زورور !زما سره يوازېدپلار نيکه راپاتې ،يوه توره ابدالي وه .ټول پېريان شولراته ليکهد مېنې دې جګړه کېزما وزرې ماتې ماتېزما ځاله دړې وړې .ښکلې ځاڼې!دا کمرې لوړې لوړې دا د (بي
څانګه ماته شوه
بيا د ټوپک شپېلۍ نه اور وو
ماشوم شهيد
&nbsp
زما يو شاعر ورور ته!
زما یو شاعر ورورته وا شاعره، غرنیهد چینو او رود ملګریهد نښترو ،زړغونځیوپه شڼا باندې میَنهد( بزرګې ) د سر ستوریهپه (رڼا) باندې میَنهچرته لاړې تاته وایمنابلده بې توښې یمد سندرو په صحرا کېنه مالوم راته پلو دینه هم لاره د منزل مېنه هم خدای شته که پیدا کړمزه مې بیرته د تلو لارهدا نو کوم خیل ملاتړ ؤ؟چې په ورکه لار دې پریښوم٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫هۍ افسوس دی ښه مې یاد ديچې
ښکلی ننګرهاره!
دشمشاد زړګي سره ننګرهاره د خيبر نه دنيولې ستا تر ښاره دکونړ دسيند څپو سندری واوره د سپين غر نه اباسينده پورې ستايه غليمانو ته دی سپينه توره ښايه جګ شمله کې په نړي خلکو ته وايه ستا په غيږ کې اتلان سندری وايي دا خوږ ژبی شاعران به دې تل ستايې ته دسولې ښه زانګو يې په ما ګرانه اې زما دماشومتوب خوږه ارمانه امريکه ،يورپ ،پاريس لتانه جار شه د خيوئ نه دی نيولې ستا تر ښ
په اوږو د څڼيورو ژڼو بار وه ( شعر )
په اوږو د څڼيورو ژڼو بار وهپه نرګسو، په ګل پاڼو کې وه پټه تماشې ته ېې سپوږمۍ د څوارلسمېراولاړه په سلګو په لوړو غرونود رڼو ستورو راڼه زړګوټي چاود ووځرځې سترګې ېې وې پاتې هکې پکېهم په وير وې مرې ناستې په رغو کېد بلبلو اود مستو مستو زرکو **** ****په اوږو د څڼيورو ژڼو بار وهپه نرګسو، په ګل پاڼو کې وه پټه له هر خوا ګلر نګې پيغلې دنګې پيغلېډېوه ګۍ ېې په لاسو کې راولاړېټول سپين ږيري لاس په سترګ
د موسکا دوه غزلې
غزل دا مينه د مجنون ده دريدلی ورته نشييا توره د جنون ده ټينګيدلی ورته نشي چي بې څار دې کوله لېونی ليونی مينهاوس بند په رواجو کې راوتلی ورته نشي که هوډ د قربانۍ دې د پتنګ په شانې نه وي عشق بلنده ډيوه ده کړي
زمونږ د کلي يو ليوني ته ليک
ليونيه په ما ګرانه له مودو مودو پس راغلمزما او ستا هاغه مالت تهچې سهر په ترانو ؤمازيګر ېې په شپيليود بنګړو په شور ماښام ېېهره شپه ېې په اتڼوهر ساعت هره شېبه ېېد خوږې مينې وه ډکهچې هر ژڼي ېې بارام ؤهره پيغله ګل اندامه ٭٭٭٭ليونيه په ما ګرانهزه په څومره دوعاګانوارمانونو ورته راغلمچې په لاره ېې راتلمهما وې چاود مې زړګي نه شيله دې ډيرې خوشالۍ نهخو خبره په
د وړکتوب جنت
ای يادونو! يو ځل بيا مې ميلمنه کړئ ها د ناز او محبت نه ډک محل ته ماشومتوب مې را په زړه کړئ زما همزولې٠٠٠٠زما نانځکې ها کورونه چې به جوړ مو کړل له خاورو ها خبرې سوچه مينه ها سپيڅلی محبت مو ها ماشوم ماشوم کتل مو ها خندل مو پټيدل مو ها خوښي مو ها ژړل مو په باران او يا په واوره له خوښۍ نه ها ټوپونه نڅيدل مو ای يادونو يو ځل بيا د خيال څپوک
سپين غر ته راغلي برېښنا ليکونه
راليږونکی :MOHAMED SHAFIQ KAKARد راليږونکي پته :shafiqkakar@yahoo.comنيټه : 17-04-2007 السلام عليکم ٠سلام او احترام قدرمند وروربريالی وياړاو ملکري .ګرانه وروره دپا ڼي جو ړولو درته دزړه دکومي مبارکي وايم او کاميابي درته هميش دلوي خدايه غواړم٠ ډير د خوه ښۍ او خوشحالۍ او د ډير فخرځاي دي چه تاسوغوندي دپښتون ځوان غږ تر ټولي دنيا وره سيږي او دپښتو اوپښتنو سرمايه لازياته شي ٠ ګرانه خبري ډيري سر يي يو دستاسو او ټولو پښتنو د کاميابۍ او سرلوړۍ په هيله٠د ستاسو پښون ورور
غزل
کوکو راڅخه پټ کړي هره چکه رانه واخليزما دلوبو کور، ها وړه مځمکه رانه واخلي زما په وس چې نه وي نور د ناز دا غلامي ېېنو واړه ها راکړې ځل ځولکه رانه واخلي هغه ښکلی ماشوم راشي ، چې غوږ کې دې څه وايمزه غوږ چې ورنيزدې کړم دئ مچکه رانه واخلي لينده ېې وي پخپله خدايزده چرته ورکه کړي ؟څپېړه ماته راکړي ,او لانځکه رانه واخلي ګونګۍ مې شي سندرې واړه توري مې تربت شييو څوک چې د نغمو ښکلې ملکه رانه واخلي
غنی خان په وير کی
ته دپښتون جګی شملی دشين اسمان ستوری وېدهرافغان دزړه په تل کې يوځلان ستوری وې ته مو د سولې د کاروان څاروان وي چېرې ولاړېژوندي ولس ته يو تل پاتې پاک وجدان ستوری وې چې انسانيت ته يي تل سر د احترام ټيټ کړیدشرافت دلوړ مقام عالي انسان ستوری وی اوس دی په وير کی خو نن ځکه ننګرها ريان ژاړيهجره ديرو کښی دنن بيا ټول افغانان ژاړی توره بلا ده سمه شوی دخو
د بلینډې درې غزلونه
غزل چمبې په درځ وهي وايي سندرې جينکۍکشري په سر راغو کې کړي ګورګورې جېنکۍ خرپا ېې وي د پلونو په تنګي کې څوک راخېژيپه شان شي د هوسيو ور ببرې جينکۍ ما پام خو ډېر غلط کړ په ګودر چې تېرېدې نند مخ رنګ مې په خپله کړې خبرې جېنکۍ په زړو لاسونه کېږدي چې د چېغې ډول شروع شيمنګي په ګودر هېر کړي شي اوترې جېنکۍ ای خدايه پښتنې دي ته دې خپل نظر پرې وکهپه خېځو پسې تللي ډېرې لرې&n
له سپين غر دتورغر ګيله
هسې مې نوم تور دیله اره سپين يم بچيان مې سپين ګلان مې سپين زړه مې ډک له سرو لالونو هره تيګههره پاڼه مې کېسه دهخو! زما د سيسېو بچې مور نلري، وږي ديواړه واړه او خړ خړ دي .سپين غر! لويه غر !ستاله لاس، زه ستي يم ته کوډګر يې پاډوګر يېستا شپېلۍاوستا دمونهدغه کربوړي،سيمسيارې ،ماران ولړمان څنګه چيچل کا!څه بدسوځول کا!ته مې تربور يېته غټ يې، زورور يېستا له لاس ،زه وړوکی يو خڅوکیغټان غټ وي غټ واړه خوريستا له تاړا