بيا د ټوپک شپېلۍ نه اور ووته
بيايې يو شنه ( څانګه ) را ماته کړله
بيا کوم  بدرنګه لمرته لاړې تو کړې 
بيايې زرينه وړانګه ماته کړله 
 
  بيا د ښکلا قاتل په تورو  لاسو
  د سره ګلاب غاړه را ماته کړله
يو  سره غونچه يې تر پښو لاندې کړه
 د خپل وحشت تنده يې ماته کړله
 
غوټۍ ، غوټۍ له (  څانګې ) ورژېدې 
 غوټۍ ، غوټۍ له څانګې  وينې راغلې 
( څانګه ) سپېرو خاورو ته ستړې لاړه
د مور پر مخ يې اوښکې سپينې راغلې
 
 بېګا  يو تور ښامار کابل ته راغى
يوه حسينه پرښته يې يو ړه 
د چا په دې ښار ښکلا  نه ده پېرزو
زموږ له بڼه  ګلدسته يې يو ړه
 
څانګې !  قاتل دې خداى په سترګو ړوند کا
چې په ګل څانګه  يې ګوزار وکړ
خدازده ته کوم سپېره نظر وخوړې ؟
چې دې بدرنګه په تا وار وکړ
کابل
١٣٨٦ د غبرګولي ١٣ مه
 --------------------------------------------------------------------------
يادښت :
شکيبا څانګه اماج ،  د شمشاد نا دولتي ټلويزيون خوږ ژبې ويانده وه ، د تېرې جمعې په شپه په خپل کور کې ( کابل ښار کارته مامورين ) چا پرې ډزې وکړې او دغه تنکى څانګه يې په وينو ولمبوله.