د wiar wiar لخوا خپرې شوې لیکنې
ستاسو نظر ډېر اړين دی
درنو لوستونکو او لېکوالو سلامونه او ښې چارې!په دې هيله چې روغ رمټ او سوکاله به ياست. په دې اخرو کې زموږ د ليکوالو او شاعرانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات داسې اوج ته ورسېدل چې هېڅ فکر يې نه کېده. که څه هم په لومړي سر کې دغه اختلافات د دوه تنو ترمنځ په شخصي شکل وو چې زما په اند پايلې يې ډېرې خطرناکې نه وې خو اوس دغو اختلافاتو ډله ييز شکل غوره کړی ، چې زما په اند اوس دغه اختلافات ډېر خراب حالت ته رسېدلي دي او که مخه يې ونه نېول شي نو خدای ناخواسته لکه د ټوپکسالارانو
زما مينه
يو ساده غوندې شپنه ومساه مې چلېده،په غرو رغو خپل سوچونه، خپل دردونههواګانې مې د زړهخپله شپېلۍ کې پوه کولېهم دشنه آسمان په زړه کې،د وړو وړو سيرلېو د ټوپوکېسېد ورکوټو ريبارانو د نخرو کېسېدسرکښه سروالانودګونګروکېسېد سترګو په نڅا کې،رڼو ستورو ته کولېنړۍ ګرده زما وه ،زه د نړۍ هر پوکی مې ځناور و تهيوڅړيکهخو سېسيو ته، نغمه يو ساده غوندې شپنه وم په بروزې په پرګي باندې مين وم
چاواكيه تاته وايم!
چاواكيه تاته وايم!خپلې مېلې كوه، چړچې كوه آزاد ګرځېږه!ددې غريب او دې بې كوره ملتد يتيمانو، كونډو رنډو ښځود بمبارشوو او بې كوره خلكوهېڅ فكر مكوه آرام اوسېږه!***دا پټه نه ده، ده څرګنده مونږ تهچې ته راغلى يې تش دې لپارهچې د جېب غم دې وخورېاو پانګوال شې له سيالانو نه دې بر شې لږه***خو پر دې پوه شه اې وزير رييسه!ملك يتيمانو، بې وزلانو،كونډو بورو او بې كورو ډك دىولې يواځې بس د ځان لپارههڅه او
غزل
راغلی په ځوانۍ دی نوی شور مې د سندرو بل شوی په زړګي کي نری اور مې د سندرو چې ستا د ليوني غرور تندی ور ته راټيټ شو نظر يې راته مه کړې ، واه ، واه زور مې د سندرو له هاغې ورځې ټولې جينکۍ رانه خوابدېخوره چې اوازه شوه لور په لور مې دسندرو چې پيل يې ستا د نوم په دغو دوو تورو ونه کړم اهنګ يې شي ګونګی والوزي سور مې د سندرو ياغي شانته( ارمان )مې د زړګي دی( لېونی )دی له هر پلو ځلېږي په
تصويرونه
تصويرو سر دی چوپه خوله غږيږمڅه خبر يې لکه شمع پری ژړيږم داناترسه زمانه شو راته سترګۍپټه زړه کې اوس خيالو سره اوسيږم زه ليکواله شوم خو اوس هم پابندي دهدنا کسو پيغورو ته ويلي کيږم ستا يو يو خبره اوس هم را په ياد دیزه دی تل د خاطرو سره لوبيږم تاته ټولې افسانې دمينې ښايمدقسمت سپيره کتاب ديم دا وايم درنه نه ځمه دکلي مازديګر يمد کوکنار دګل رنګو کې يو نظريم
مونږ لیدل په ډکو سترګو
مونږ لیدل په ډکو سترګود نښترو په شان ژڼيغټې غټې تورې سترګېله غرور او غیرت ډکېاوږدې غوړې ګوورې څڼېتاو کاږه نري بریتونهد تکبیر نارې ېې خولو کېڅه مسکي په دار ولاړ شولیو غلام جلاد ېې څنګ تهسپین کاغد په لاس ولاړ ووتاریخچه د هر یو ژڼي بیله بیله ېې لوستلههر یو ژڼی ګنګار ووصلیبیان ېې وو وژليد خپل ژوند په بدل واړوددې چم د هرې پيغلېعزتونه وو ساتليمیړني وو تریالي ووبس همدوئ د سر ژڼکي وومونږ غوښتل چې چیغې وکړوتندي ووهو په کاڼو
د خپل د ژوند د هرې لمحې او د هر پل ملګري په نوم
هئ، زما د ژوند ملګریه !د ماڼیو په ښارو کېهاغه ورځ به هم ته ورک وېچې مې جوړه کړي همزولېلکه ناوې د پریوراخورې مې چې کړي زلفېپه تندي مې ټیک ځوړند کړيسور پیزوان کړي را په پوزهد نریو وروزو مینځ کې د کاجلو خال را جوړ کړيرا په غاړه کړي هارونهد نرګسو،د رامبیلوسور سالو راباندې خور کړيغبرګ ځونډي د لونګینوپه اوږو مې را ځوړند کړيوار په وار راباندې شینديخوشبوېي د ګلابونوله هر خوا راباندې
غزل
يو څوک که غرو کې ګرځي ناکراره هره شپه زه هم ورته دوعا کړم تر سهاره هره شپه اخير به د بنګړيو مې د راګ زړګوټی چاو د کړې چې داسې سوی ژاړې تر سیتاره هره شپه بمونه يې په تن پورې تړلي تنکي ژڼي تېرېږي ډلې ډلې په دې لاره هره شپه ما غوږ لکه ناهيد په دېوال ايښی وي که واورم د استا د اس ترپار ځوانه سالاره هره شپه سبا چې به دې بيا کوم يو ژڼکی په سر ولاړ وي په دغه اندېښنه کې ومه داره
غزل
نن دې له دره بې نوا لاړمه جانانه څومره په سودا لاړمه ستا مې د زړه په سر ليکلی دی نوم ستا چې هېر يمه اشنا لاړه هغه وعده هغې د مينې قسم تا کړلو مات شومه جدا لاړمه چې به لېواله وه ديدن ته مې تل لټوم هاغسې ښکلا لاړمه نن مې په تلو کې شاته ډېر وکتل پوه شوم څه نه وايي رښتيا لاړمه
زنده ګي هم د لښکر غمونو مورده
يو وخت داسې و چې د پېښور په کوڅو کې به مو په ساعتونو ساعتونو پياده مزل کاوه، چې د ښاري موټر درې کلدارې سپما کړو، دا يوازې زما نه بلکې د ټولو فرهنګيانو همداحال و. ددې خبرې د پخلي لپاره يوه خاطره راياده شوه چې دلته يې يادونه اړينه بولم . ((د حقوقو پوهنځی مې په دويم کال پرېښوده او دخپلې کورنۍ سره پاکستان پېښور ښارته لاړو البته لامل يې دا و چې دلته طالبانو د پوهنځي شرايط دومره سخت کړل چې له ويلو نه يې نه ويل ښه او بله دا چې زموږ کور هم پاکستان ته لاړو نو داند هم نه خوښېده چې
مينه
مينه څه ده ؟ يوتړون د دوه زړونو يو وعده د دوه مينو مينه څه ده؟ يو تړاو د ګډ ژوند باور په يو بل انتظار د يو چامينه څه ده ؟يو درد خو خوږ چې وايي : (( واه څومره خوږ دی د مينې درد چې ، په
له شمشاده ګيله مند يم
دتيرې جمعې په ورځ په كابل كې په خپله كوټه كې له يو ملګري سره ناست اوم، او پرشمشاد تلويزون لګيدلى هغه هندي فلم مې كتل چې ژباړه يي پښتو وه چې،ناڅاپه دتلويزون پرهينداره په سره ګرښه ليكل شوي عنوان(عاجل خبر) راغى،چې ددغه عنوان په ليدو مې لا ډير پام ددغه تلويزون هيندارې ته واوښت،اوددې خبر په ليدو نيغ كښيناستم او دتلويزون هيندارې ته ټول سترګې سترګې او غوږ غوږشوم.په همدې حال كې د(شاه ځلمي ځلمي) په نامه يو وياند دتلويزون پرهينداره راښكاره شو،دوياند له څيرې بريښيدله چې،كومه لويه غميزه ر
د بهير د يارانو انځورونه
په دې پاڼه کې د ننګرهار ادبي بهير ( ناب) ياران د درانه استاد محمداصف صميم سره يو ځای لېدلای شی. استاد صميم له بهيروالو سره امرالله امید، فضليار، اس
په پښتو فلمونو کې پنجابۍ نجونې رقصېږي
يووخت وو چې په پاکستان کې فلمي صنعت په اردوفلمونو چلېده خو وروسته د شمېرې له مخې پنجابي فلمونو اردو فلمونه شاته کړل او اوس پښتو فلمونو پنجابي فلمونه ترشا پرېيښي دي . خو په زړۀ پورې خبره داده چې د هغو فلمونو يوازې ژبه پښتو ده اوټولې لوبغاړې يې پنجابۍ نجونې دي.په صوبه سرحد او د کراچۍ په بازارونو کې خو پښتو سي ډي ډرامو کې پښتانه لوبغاړي نه تر سترگو کېږي خو دپښتو فلمونو دروازې ولې پر پښتني لوبغاړو بندي دي؟ د دې پوښتنې دجواب لپاره پېښور او بيا لاهورته ولاړم په پېښورکې پښتنې فلمي ستور ې
ديموکراسي
خوشحاله هرسړى ؤ،چې راوړي ديموکراسيداعدل،مساوات اوآزادي ديموکراسي څه ګورو،چې نه ګورو اوګورويې په سترګوراوړي دځان سره ډانګي ديموکراسي نورخذمت به ډېرکړي خوداهم دذکروړدىوطن به ټول په ايډزدرته لړي ديموکراسي دکلي که دښاردى،که پوه دى که ناپوهه دهرچاپه مغزوکې ورمنډي ديموکراسي اوس ترېنه بېزاردي کنه مخکې يوڅوکاله غوښته دآزادفکرهرسړي ديموکراسي غرب کې آبادي کړي خو،چې مونږطرف ته راشيښارونه اوکورونه ورانوي ديموکراسي
کاڼی
کله چي د باران لومړنی څاڅکي له اسمانه راولويد ،اود سمندر په غيږکي پټ شو٠ نور سمندر خپله غيږه نور هم ورته خلا صه کړه په همدي هيله چي دا څاڅکي به يوه ورځ لکه د مرغلري وځليږي٠اسمان خو دا څا څکي په 'مځکه و غورځولو او سمندرهم دا په غيږه کي واخيستو، مګر هيڅ څوک خبر نشول چي په څاڅکي با ندي څه تير شول ٠ نه اسمان خبر شو او نه سمندر چي دي څاڅکي څنګه ځان نه مرغلر ه جوړه کړه ، څومره بدبختيا ني وليدلي او سومره غمو نه ورباندي تير شول٠ همداسي وړانګي هم له خپل وجود نه يو څا
د بلينډه دوه غزلې
غزل حیراني ده چې بیا هم د ژوند مجال شتهچې نه ستا نیغه شمله ،نه زما خال شته څنګه ستا هیله مې نشي زړه کې تاندهچې جنډې پورې تړلی لا رومال شته د ملالو کمی نیشته په دې چم کېخو زلمو کې نه ایوب او نه خوشال شته بنګړي زړه له مطرب وړي سیتار له جونوپه دې شرنګ او ترنګ کې ښکاري څه کمال شته بوله مه چې زر به لاس د ژوندون ورکړوچې تر می
پېښور
هر زیارت به یې اباد به منجور وستاسو ښار په اذانونو بختور و پېښوریه! یاره کله مې هېرېږي مازیګر خو مازیګر د پېښور و . زه او ته هلته یوه کوڅه کې لوی شوڅه اوږده اوږده کلونه ګاونډیان ووستا سو چم کې مو بلا کلونه تېر کړلخو تر پایه موږ پردي وو کابلیان وو . مازیګر کې به په خپلو کې دوستان ووچې ماښ
زه د تورو غرونو زاڼه (نظم )
زه د تورو غرونو زاڼهد یوې لوړېې څوکې سر کې د یو دنګ نښتر په زړه کې د زړې له درګو جوړې په ها ځاله کې پیدا شوم xxxxxxxxxxxxxxxxxxx لا ماشومه وم خو ما تش د ټول غره له نورو زاڼو دقران تر زړه لار وکړه ×××××××××××××××××× زه د تورو غرونو زاڼه لا مې شوي پوره نه وو د خیالونو وزٍرونه خو ما تل به هان د ستورو تر مسکنه لار څارله هر سهر به مې له ځالې
حال دادی (کېسه )
د تورخم د لويې دروازې څخه شل پنځۀ ويشت قدمه شاته د کوم زوړ هوټل مخې ته چې زۀ ولاړ وم، هلته نۀ يواځې د خوا و شا ټول دوکانداران، مزدوران اؤ تلونکي راتلونکي مسافر بلکې په ډيوټۍ ولاړ ملېشې والا هم راټول شوي وو اؤ ټولو مخامخ د شمشاد غر په لور داسې په توجو کتل لکه سېنما هال کې چې د يؤ ښۀ فلم اخري منظر ته ساه نيولي ناست وي اؤ په دې تلوسه کې وي چې اوس به څۀ کېږي. په هغه ګڼ ګوڼ بازار کښې داسې چُپتيا خوره شوې وه چې د نسوارو اچولو اؤ تُوکلو عمل هم شور محسوسېدۀ. مخامخ د سيمې تر ټولو جيګ غر شمشاد د تورخم