د wiar wiar لخوا خپرې شوې لیکنې
دسولې انتظار
دا ويرونه ماتمونه دغه تور تور ماښامونهدژړانه ډکې سترګې دادغم نه ډک وختونهدغه سوې سوې زړونه دځوانانو دا لوونهدادميندو فريادونه دناويانو ارمانونه***دجنګونونه په کرکه دا ناره زه په باربار کړموير ځپلي پښتنو ته زه دسولې انتظار کړم***دتنکي ځوانانو لوو دی جنازی دی راروانیدرپه در پښتنې ګرځي تلوسی دي را روانیناپوهي دخود غرضو نه ګيلې دي راروانیدقدرت مسابقو کې توری شپی دي راروانی***هر صبا په هديرو کې ستړي زړونه نا قرار کړم وير ځپلي پښتنو ته زه دسول
خوږه ده ( لنډه کېسه)
چې په وره ورننوتم نوسترګې مې په هغې ولګیدې خدای خبرچې دهغې په تصویرکې هغه کوم رنګ و چې زما سترګوته یې ددې اجازه نه ورکوله چې بلې خواته ترې واوړي .سترګې یې ښې غټې غټې اوبادامې رنګ یې درلود.پوزه یې نه ټیټه اونه هم لوړه وه ،خوله یې یوڅه لويه وه خودومره هم نه چې بده دې ورباندي ښکاره شي . له رنګه غنم رنګه اولوړه ونه خدای پرې لورولې وه . دهغې سترګې هم په ماکې شوې څوک ده نه یې پیژنم ؟ ښایې چې هغه ماپیژنې ! ځکه خورڼه رڼه راته ګوري بیامې وویل : نه نه رڼه رڼه
ته پوهېږې لېونيه؟
پیرنګیان چې دي راغليزه بهر نه وم وتلېنن په زیړ مازیګري کېڅه بې دریغه د پنځ ډزواو بړیو ډزې وشوېبهر شور او منډې ترړېویل( ګودر سره په خوا کې)بس هم دا مې تر غوږو شولزه هم زر په منډه لاړمپه بیځلې شوم ور ټيټهډک منګی مې ټول خالي کړ٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬وړې خور راباندې غږ کړچې اوبه خو ما راوړيپسې مه ځه ګرانې خورې&nb
پاچا ته
خدای خبر چې زه به څومره ګناهګار يم جوړې کړي مې بلا تورې او زغرې زه ددې ښار يو سپين ږيری اوستکار يم ما لېدلي دلته توک په توک لښکرې دا ماڼۍ کله ودانه کله ورانه ما لېدلي پاچاهان تللي راغلي کله نورو دروازې ور ماتې کړي کله خپلو په خپل خلک وژلي. نو پاچا! هسې خبر رانه اوږدېږي اوس دې تاته په سل واره مبارک وي د پرتم توغ دې تر ډېره رپاند اوسه
مات بنګړي
پلاریې بګړۍ له زمکې زمکې ویشته . دمورچیغو یې ټول کلی په سراخستی و . خويندو او کشري ورور ته یې چاکتلای نه شوای چې نه یې ژړل . دهغوخلکوپه سترګوک ې هم اوښکې راروانې وې . خو ملاصاحب خپل جراءت له لاسه نه و ورکړی ، هغه په خلکوکې یوې اوبلې خواته وکتل . خپل ښی لاس یې دسدرۍ جیب ته ټیټ کړ . تسپې یې په جیب کې واچولې . او ویی ویل : هله شاباش جنازه درواخلئ . د جنازې لمونځ به وکړو، هسې نه چې دجمعې مبارکې وخت راڅخه تیرشي .
د میوندمیړنۍ شهیدې ملالۍ ته لیک
ملالۍ ، ای قهرمانېستا عزمت مې سلام دیزما خورې ، زما مورېستا همت ته مې سلام دیستا د وخت له هر یو ژڼيزارواري شمه ، لوګی شمما اووه لټه ترې ځار کړېستا د وخت خو واړه ژڼيمیړڼي وو ، توریالي وودوئ ریښتوني پښتانه وومومنان وو ، ننګیالي ووستا ټپو سره لا نورههم په جوش د ایمان راغللنه ېې غم زړه کې هستي شوهنه دونیا، نه زندګي شوهدوئ په خپلو س
ژوند
ژوند مو ډیر لـــــوړوژورو کـــــې راوان دیدمرګـــي په ســـوداګروکـــــــــــــې راوان دی هتکړۍ مو په لاســــونو کـــــې شرنــــګیږيخوندترې اخلي ز وروروکــــــــې راوان دی مولاجـان پرې له ممبره نـــــارې وکـــــــــــړيجنتــــي دی بختــــــــورو کــــــــــې راوان دی روښان فـــکره ل
اندیښمن خوب
عمر راځي ،هورښتیا وایې چې عمر راځي عمر ژوندی دی ،هو وایې چې هغه ژوندی دی باچالالا ویل چې هغه ماپه خپلو سترګو ولید . ولې له باچالالا سره رانه غی ؟ کارونه به یې درلودل . پس له کلونوکلي ته راځي په رښتیاهم (خدای ج)وایې : چې نورکه مې نه پیژنې نوبنده په دې خومې وپیژنه چې ستاپه زړه کې یوه وي زه بله درپیښه کړم . دچاپه زړه کې و چې عمردي ژوندی وي اوکورته دې راشي داهغه خبرې وې چې دعمردراتلوله ګنګوسوسره سم دکلیوالوپه خولوخپرې وې رښتیاهم دعمرلیدوته دهر چا تلوسه وه د هغو ماشومانو
دغرب کلتور
دغرب دخلکو هم کلتور او هم وجدان بدل شولاره يې بيله شو ه مزل ته يې کاروان بدل شو ددوی تهذيب کې هوسونه شو غالب پر اخلاقمعنا بدله دسيرت او دژوند شان بدل شو تعريف بدل دازادی شو ازادي بله شوهددازادۍ سره تعريف دسود او زيان بدل شو هر څوک ازاد دی هر عمل کې هر عمل دی ازاددبې قيدی په عادتوباندې انسان بدل شو
بنګ (نظم)
ای چې دا څومره ژر دې ومنلېددو غو خلکو درواغجنې کيسېددوی په سترګو کې خو شر اوسېږيددوی نو چېرې زده دمينې کيسې؟ ماته اوس هم لکه ايمان سپيڅلېراته په شانې دسپين غر ښکلې يېدرود په څېر مې زړه پر تا ودان دیلکه دبنګو مازيګر ښکلې يې ته خپه مشې چې خمار مې واخليډکه پياله کړم په سر بنګ واړمدکلي ونې لکه ته ښکلې شيزه درڼې چنې تر څنګ واړوم
د هماليا غرونه
ته پوهيږي هماليا کې زما زړه دهد کلونه مې ليدو ته يي تلوسه ده زما د لوړ پامير غرور پکې ښکاريږيهندوکش او د سپين غر يو منظره ده په هواره کې دا ټول زړونه خيرن ديپيدا کړاې مې دغره کوچی پاک زړه ده د ګنګا سين کې لاهو شه لامبوزنههماليا ته به راځم دا مې وعده ده
هوسۍ څنګه وه؟
دساړه ژمي یوه سړه ورځ وه دکلي دځوانانو هم لکه چې نورپه کورونوکې زړونه تنګ شوی و دوي ټول دجمات له خادم سره دجمات په تودولو بوخت و جمات خوتودیده خوورسره ورسره د جمات د انغري په غاړه دځوانانوبانډارهم په تودیدو شو مامې هم خپل کوچني لاسونه په داسي حال کې چې خپل خړڅادرمې کلک ترغوغوږنوتاو کړی و ورو ورو دجمات انغري ته ورنیزدې کولمامې لاخپل لاسونه دانغري سرته نه و رسولي چې دجان باز دراتلو سمښت شو موږلاخپل مخونه د وره په لورسم نه و وراړولي چې هغه
غزل
تسکین یې ګران دی زړه مې ډیرله ارمانونو ډک دیځکه غزل مې له دردونو فریادونو ډک دی دا شپه پلوي به اخر ماتي مني له خیرهاوس مو هیواد له مدرسو او مکتبونو ډک دی راځئ ګنډونکي شو له تار او ستن نه کار واخلو نورهېواد مو ډیرله څیرو،څیرو ګریوانونو ډک دی که له هنر علمه غني زمونږ ذهنونه شولوداغرونه ،غرونه وطن ټول له سرو لعلونو ډک دی
زما ايډيال زما د ژوند ملګری دی ، چې زه يې محمد بن قاسم بولم ( د بلينډې بدرۍ سره مرکه)
د سپين غر وږمې پاڼې درنو لوستونکو سلامونه او نيکې هيلې مې ومنی، په دې هيله چې تر دې دمه به روغ سوکاله او خوښ ياست. د سپين غر وږمې پاڼې د مسينجر مرکو لړۍ پيل کړه او دغه پيل يې له درنې او اغلې خور بلينډې بدرۍ په مرکه سره وکړ، دا چې له يوې خوا د دوستانو غوښتنه وه او بلې خوا د خلکو د شکونو د لرې کولو په غرض د سپين غر وږمې پاڼې غوره و بلله چې له دې خور سره مرکه وکړي، چې بلا خره په دې واتوانېدو له دغې درنې او پتمنې خور سره مرکه وکړو
عزل
&nb
غزل
وازه خوله پاتې اسمان ؤ چې نه تا څه وې نه ما هر یو ستوری هم حیران ؤ چې نه تا څه وې نه ما د کالونو پس یو ځای شوو بیا تر عمره به جدا وو وخت هم ځکه په لړزان ؤ چې نه تا څه وې نه ما تا له ما د اظهار طمه.....ما له تا داظهار طمه څه عجیب شا
ژړا
ډالۍ مورته مې چې د عظمت او استقامت غونډۍ وه خدايه! چې زه څومره بد مرغه يمه ډزې، جګړه، ژړا او زه سره په يو ځای پيدا ما مې تر پايه د خوږې مورکۍ په سرو سترګو کې چېرې څپه د خوښۍ ونه لېده ان چې زلمی شوم او هغه خوارکۍ هم مړه شوه خو مايې شونډو کې يو ځل د خندا ونه څاره مور مې ټول عمر ژړل مور مې نړۍ د خپلو اوښکو له هندارو لېده مور مې ټول عمر له ژړا سره وه مينه کړې اوس چې له
مور
&n
زخمي کابل يم
چاپه ګولو وويشتم چاپه توپو وويشتمڅوک مرور شو رانه په ډير خيرو وويشتمچا کړمه خرڅ په پردو زما غرور يي مات کړچا دښکلا په نامه په لوڅ تنو وويشتمزما نازولې ميندې نن دپنجاب کوڅو کېلاس کې کچکول ګرځوي په پيغورو وويشتمدا خوار او زار ولس مې ټول تری تم شو رانهد مسلمان د لاسه په سره ګلو وويشتمڅوک د غرور په شوق کې زماټټرنخه کړيڅوک د قدرت ليوني په ډير ناندرو وويشتمزما يتيمان اهونه پاس ترفلک پوری لاړدا زم