د wiar wiar لخوا خپرې شوې لیکنې
سوله څنګه مينځ ته را تلاې شي؟
که مونږد بهرنيو هيوادونو د خلکو ژندانه ته نظر واچوو نو تجربی موږ ته ښيي چې په ټولنه کې تعليم او پوهه، بوختيا ،تجارت، ژبني او نژادي تعبضونو څخه مخ نيوی او دسياسي ګونددونو په مينځ کې سالم رقابتونه هغه عاملونه دي چې د ټولنې د بربادی مخه نيسي او له یې جنګ په امان ساتي، سواد هغه نعمت دی چې دټولنې غړي ته د ژوند او د ټولنې د پرمختګ عاملونه ور زده کوي او دا ورته ښيي چې څنګه وکولاې شي د ژوند په ډګر کې بر ی تر لاسه کړي، ددې تر څنګ تربيه هغه څه دي چې د تعليم نه مهم ګڼل کېږي چې په وړکوالي کې ماش
ننګرهار مې ياديږي
چې دگلو مینځ کې کیښنم ننگرهار مې ياد شيشین لغمان دکنړ سیند او چپرهار مې یاد شي تصور کې کله کله چې وطن مې را په یاد شید سپین غر د سر تړلی سپین د ستار مې یاد شي دجاهلو کور دې وران شي چې جدا يې کړم له وطنهلوی باغونه ، خواږه انار دقندهار مې یاد شي ژبه گونگ، په زړه غمجن ، مسا فر د بل وطن
غزل
موږ که دجنګ تابيا کوله که مو سوله کړلهمونږ به سلا په کې دټول کلي را ټوله کړله کلي کې ډير څه له سندرو او اټڼ پيليدهموږ به غزا هم را شروع دډم له ډوله کړله دې کې به هم نور دزرې زرې حساب ته کينويوازې مينه وه چې مونږه به بې بی توله کړله دخداې ددې ستر کاينات په خبر هله پوشومجانانه ما چې ژبه ياده له غاټوله کړله له
د ستم باد
سترګې مې بيا لکه چيتر وريږي چې مې يادونه د دلبر وريږي د تګ راتګ لارې يې ګرانې شولېد نفاق کاڼي په ګودر وريږي مانه آمو او اباسين خپه ديدبيلتون کرښې په خيبر وريږي د سپين بولدک او د تورخم ولسه!پردي لاسونه مو په سر وريږي اسماعيل خان ديره يې لاندې کړهبيا دانګريز رنجيت خنجر وريږي کابله! غږ کړه اکبر خان وزير تهمات پيرنګي بيا لر او بر وريږي سپينې جامې د سپي
غرنی يم
زړه زما خو ستا دمين تاج محل دیپه کې ښخې ستا ارمان دزلفو ول دی دا زما ليونی زړه تارر انه غواړيليونيه ستا ارواح د مينې غل دی ستا پخی پخی خبرې او سندرېرا ښودلې نن بيا د مينې چل دی چې دلمر سترګه شي پورته ته راياد شیستادمخ تصوير ښکاره پکې ځل ځل دی ستامکيز مکيز کتل مې ليونی کړيښايسته سترګو کې ښکاره دناز کتل دې ستاماشوم خيالو ته سوی په ځيګر يمما کتلې ستا دلاس فال په سل ځ
د سولې سندرماره
ليمو کې مې اوسيږه د ګلونه ښايسته يې سلګۍ مه شه دخوږ ژوند ته د مينې پلوشه يې مسکا نه دی جاريږمه تاثير لرې په سترګو بڼو نه دې ځاريږم ته زما د زړه ټوټه يې درلېږم دوعا ګانې به د مينې له فضا نهد زرو په کاسه کې هم له شاتو نه خوږه يې
هغه يوه پښتنه ده
خداې خو د دونيا د ټولو ښکلاګانو ملکه ګنلې اوګرځولې ده چې کله دې پر مخه راشي په يو خوږه مسکا درته هرکلې وايي د حيانه يې مخ سور واوړي او په تورو ښايسته سترګو کې د حيا نه يو رقم ځلا ليدل کيږي خو په سختې به درسره سترګې په سترګې شي د نارينو سره د خبرۍ کولو څخه انکار کوي که کله ور سره په خبرو سر شې نو په لڼدو خبرو کې به يې داسی ځوابونه واورې حيران به شې چې خداې دی ته څومره د خبرو کولو او د ځوابونو استعداد ورکړی دی دهغې ګاږه باڼه د ښکته پورته کيدو په وخت کې تاته د بيابيا کتلو خبر درکوي هغه ډير
خان غفار خان غواړودجرګو کورته
يوه مو چغه د غيرت فخر افغان غواړوخان غفار خان غواړو د جرګو کورته راځی چې يو شو سره يو ای لروبر پښتنوغليم راغلی مونږ نه غواړي دزړه سر پښتنوداسارت په دام مونيسي بې خبر پښتنو وطن مو کور دي مونږ ته ګران لکه دلبر پښتنو د ننګ ډګر ته مونږ سرخ پو شه اتلان غواړوفخر افغان غواړو دجرګو کورته افغانستان خود زړه ورو پښتنو وطن دید اسيا زړه دی دملالو ښا پيرو وطن دیازاد پښتون داسارت زولنې کله منيد ژوند په بي
غزل
چې زه دې مړ شمه له غمه اوحال نه در رسيدا ځلې دومره لرې لاړ شه چې خیال نه در رسي * له آسمان څک تخته کوز مه شې د ښکلا د غرورشابه همداسې چې لاسونه د سوال نه در رسي حسن دې دنګ شو آن تر عرشه په دعاوؤ زمونږاوس پروازونه د دنیا د جمال نه در رسي ای ! ته تر شا د رنګ د کوم کوه قاف ناسته یې چېژوند که ډیر کیناست د بوډیو پر ټال ، نه در رسي تا په سرکو شونډو وړې وړې خبرې وکړېزما په زړه کې وزر مات
دسولې جرګه
شمله ورو پټګي وتړئ جرګه شئدارين په خاوره ټوله را ښکاره شئ د نازو بچي شټيږي په سرو وينويا ميرويس شئ يا احمد دزرغونه شئ ياپټګي له سره ښځو ته ګذار کړئيايوالي د غيرت جګه شمله شئ دوختنو دظلمت دور کړئ ختميوشتم پيړۍ کې بيا يو ننداره شئ ما ليدلي پښتانه کمزوري نه ديدتاريخ زرين پاڼو کې ښايسته شئ د حفيظ د هيلوسپين کوترې ورک ديبيادسولې سپين کوترې شی جرګه شئ
دزينب په اوښکو کې
زينب هغه پښتنه ميرمنه ده چېد مخ په ګونځو کی دزمانې دناخوالو تصويرله ورايه ليدلاې شو کلونه پخوا چېدجنګ داور لمبۍ په وطن خپله توره لمنه خوره کړې وه زينب دخپلې کوچنۍ يواځنۍ لور مقدسې او دخپل ژوند ملګرې سره ايران ته مهاجره شوه ٠ خو په ايران کی دهغه مغزې سکتې له له امله چې ورته پيدا شوې وه يې څو کاله مخکې خپل ميړه په ايراني شفاخانه کی دسر دعمليات په جريان کې د لاسه ورکړ او دا بی سر نوشته دخپل لور مقدسې سره پاتې شوه٠ مقدسه هغه جراره پښتنه پيفله ده چې دايمانداري او دپښتني احساسات يې په څ
د ټول افغان د پنځمې کاليزې په وياړ مبارکي.
ګران او په پښتو مين ورور شېرزاد کامه وال صيب سلامونه !د ټول افغان د پينځمې کاليزې مبارکي مې له زړه له تله ومنه الله تعالی د اوږد عمر څښتن کړه، همدارنګه د ټول افغان هغو کارکوونکو ته چې بې له کوم امتياز څخه ټول افغان ليکنې برابروي، خبرونه ورکوي او تل هڅه کوي چې د ټول افغان په خپلو ليکنو او خبرونه تاند وساتي هم مبارکي وايم څښتن تعالی دې دوی ته نور توفيق هم ورکړي چې ټول افغان په خپلو لېکنو او تازه او سمسور وساتي. ټول افغان د پښتو ويب پاڼو له ډلې څخه هغه ويب پاڼه ده چې په
دایې لومړۍ پېره وه ( رښتينی داستان)
دايې لومړۍ پېره وه، ددې سره د زمان کاکا په مخ اوښکې راغلې او غريب واخيست، تر ډېره وخته چپ و، زما هم ستونی ډک شو خو ځان مې راکلک کړ، کوښښ مې وکړ چې زمان کاکا ته ډاډ ورکړم خو هغه سلګيو ونيو او په ژړا کې يې راته کېسه شروع کړه زويه دا څو ورځې په کور کې د خوراک هېڅ نه و ما يو پنځه سوه افغانۍ د ګل نظر نه پور کړې په هغې مې يو څه وړه او نوره سودا له دوکانه راوړه خو لوی کور دی هغې ډېر دوام ونه کړ ، نور نو زويه بله لاره نه وه بس خان ته مې ووې چې بچيه اپين په کور کې پروت دی
د ننګ په خوشې کېدو ددسپين غر ادبي بنډار د مبارکۍ پيغام
د ننګ په خوشې کېدو د زړه له کومي خوښ يو. د سپين غر ادبي بنډار ((ننګرهار)) دا چې د هېواد تکړه ليکوال، غښتلی سياستپوه، په پارلماني چارو کې د دولت وياند او د امن مجلې مسوول مدير خوشې شو موږ پرې د زړه له کومې خوښ يو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت له درانه ولسمشر څخه د زړه له کومې مننه کوو چې نوموړی يې وباښه او خوشې يې کړ، همدارنګه ښاغلي ننګ ته هم مبارکي وايو چې بېرته خپل کورته راغی. خو يوه يادونه اړينه بولو او هغه دا چې ولسمشر د خپل شخصيت د اعاده کولو په خاطر ننګ ۱۳ ورځې د تورو
ننګ په اسلام،هيواد او پښتو مين ليکوال دی
دا نظاريان او شغله يان ټول د همدې بې واکه پښتنو نه ګټه اخلي او د خپل قوم په مقابل کې يې استعمالوي او دوی هم دغه کار ښه په جرات او خوښۍ سره ترسره کوي. ننګ صيب د هېواد يو له هغو تکړه او بادرکه پښتنو لېکوالو له ډلې څخه دی چې دداسې نظاريان او شغله يانو په زړه ورته ښه نه ځايده، چې بلاخره د همدوی د شومو او کرغېړنو پلانونو ښکار شو. زه وايم چې که زموږ پښتانه ليکوال همداسې چپه خوله پاتې شي او په دې اړه خپل ځان داسې وښايي نو بايد پوه شي چې دا نوبت په دې ټولو راروان دی او بلاخره به ايرانيا
ننګ ولې بندی شو؟
. چې زموږ په واک سپاره بې واکه پښتانه يې حمايت کوي او چپه خوله ورته ناست دي. زما په ذهن کې داسې سوال راولاړېږي، چې هغه خلک ولې نه تورن کېږي کوم چې په ښکاره ايران غواړي اويا تاجکيستان غواړي، زما په اند خو د افغانستان ټول ګاونډيان لکه ايران، پاکستان، تاجکستان اونور يو هم د افغانستان سوکالي او ابادي نه غواړي . خو سوال دا دی چې تراوسه هېچا دا ونه ويل چې پلانی د ايران جاسوس دی يا پلانی د تاجکيستان جاسوس دی خو هر پښتون په کابل کې په همدې نامه چې ته د پاکستان جاسوس يې
کرزی صيب يوه مشوره :
نېول د غېر قانوني لارې څخه ترسره شوي. کېدای شي دا کار په يو قانوني شکل باندې شوی وای يانې ننګ بايد د اطلاعاتو کلتور وزارت له خوا غوښتل شوی واي او ددې ليکنې په اړه ورسره خبرې شوې، هغوی کولای شول چې محکمې ته يې معرفی کړی وای خو بدبختانه داسې ونه شول او ننګ د ملي امنيت له خوا ونېول شو. لنډه دا چې قاضي صيب حسن حقيار همداسې خپلو خبرو ته دوام ورکړ ده زياته کړه، چې د ننګ صيب په لمن چې کوم داغ ځينو رسنيو ولګاوه دا هم دهمدې غلطۍ له مخې وشو خو دلته دده خبره يو بل چا ورپرې کړه زما په اند خو دا تن
لنډه کيسه ( غل سره لوبه)
په يو ښكلي دوه پوړيزه كور كې يوازې يوه ښځه د خپلو بچيانو سره ويده وه، لاندې پوړ خالي ؤ، پاسنې پوړ په يوې كوټې كې د همدې ښځې دوه زامن چې يو د نهو كالو ؤ، بل يې د اتو كالو په عمر كې ؤ، دواړه په درانه خوب ويده و.د همدې كوټې ترڅنګ په بله كوټه كې همدا ښځه او سره د يوې كوچنۍ لور چې عمر يې دري كاله ؤ، په يو پالنګ كې ويده ول.دوي ټول ښه پوره د خوب په نشه كې ډوب شوي ؤ او د شپي دولس نيمې بجي وي.لانديني پوړ كې يو ډير تكړه او چالاكه غل راننوتى، ټول سر يې په نقاب كې پټ دى، په دې تور نقاب
دهر چا خپله خپله خوښه
ما د( ادم) غیرت او ننګ خوښیږيچا به ېې بیا، د رباب شرنګ خوښیږي زه هان له ( بدره) دوښمنان ېې ګڼمهو،، ما هر ځای ورسره جنګ خوښیږي تا آزادي په غلامۍ کې خوښهخو ما بری په وینو رنګ خوښیږي تا به قیصې د سکندر یادې ويما د( قاسم) د تورې
غزل
افغان له علمه او هنر پاتــــــــــــــــې دیځکه دژوند له هر ثمر پاتــــــــــــــې دی له ړنګوکلیو نه آواز رادرومـــــــــــــــيښکاري کوم کلي کې لاسرپاتــــې دی یووروریې ستړی دی له جنګ جــدلهدبل په لاس کې یې خنجرپاتــــــې دی دیوه اوږده سفره وروستـــــــــــــه لا هم لاتر منزله