د wiar wiar لخوا خپرې شوې لیکنې


تصوير

 هاغه ماشوم وې چې تصوير دې راکهزه ورته مسکه شوم چې څه پرې کوې؟هغه وې ماته د شپې خوب نه راځيما وې چې دا نو په تصوير څه اړه؟ده زر را ووې چې ډېوه بلېږياو چې ډېوې ته ګورم ته وې پکېما ورته ووې ښه نوګوره ورتههغه تصوير دی بل تصوير څه کوې؟ده زر په سترګو خپل لاسونه کېښولاو اننګو کې ېې رنګ ونڅېدووې  ېې ډېوه خو ښکلولی نه شمهم ېې په زړه پورې نېولې نه شمما پرې غوږ تاو کړ چې دا چا دي درتهدغه کږې وږې کېسې ښودلي؟په وړو شونډو ېې مغروره مسکا

25.05.2007 wiar

مساپر

  واه دا ځواني ېې ګورئله بدو سترګو لرېدا ګل ډنډ ره ځواني............دا بشره ېې داسې ښکاريلکه خداي وي جوړه کړيد خپل نور په نوراني رنګپه قلم د لوي قدرت خپلد کوثر د جام په  ميؤو٭٭٭٭وړه خوله ېې د نرګس ګللکه سور په سورکو وينود حسين د څيرې زړه وي............ اننګو باندې ېې ګورئلوي تصوير د اوو  واړوجنتونو راښکل شوي  په پستو سرکوټو شونډو   ېې راټولې ګيرچاپيرهد وطن ترانې ناستېهم پرې ټولې

25.05.2007 wiar

سيوری

 په سره ټکه غرمه په انتظار د سېوري لاندېيو ښکلی شان ماشوم اوده په لار د سيوري لاندې راځه چې دا دنيا  يو څو شېبې کړو سره هېرهراځه چې هلته کينو  لږ  قرار  د سيوري لاندې سپوږمۍ پسې ېې دومره غټه تېږه وه راخستېپټ شوی و، له وړانګو يې و  ډار ، د سيوري لاندې ضرور دی چې به دنګو جينکو ته غلي  ګوريدا نن صبا د ژڼو نور څه کار د سيوري لاندې هغه د کلي مست د ژڼو سر چې مساپر شوګونګۍ هره حجره او هر بنډار د سيوري لان

25.05.2007 wiar

لیونی ته نظم

  لیونیه  په  ما ګرانهله مودو مودو پس راغلې ما به ستا لارې څارلېدې کنډؤ کې به وم ناستهمودې ډيرې تيرې شولېته رانغلې ته رانغلېماته ټولو جونو ووېچې به هيره وې له ده نهخو ما وې چې يوه ورځ بهدې ضرور راځي و ماتهزه پوهيږم چې مجبور ديبل غريب دي ډير غريب ديلا خوستوري په اسمان کې تل سپوږمۍ لره خنديږيلا خو اوس هم پرښه اوريپه نازکو سرو ګلونولا خو اوس هم ټپې واييبلبلان خوږې د مينېنو ترې څنګه به شم ه

25.05.2007 wiar

باباغرغرې

نن سهار وختي کارته روانه وم چې نری نری  باران شو،دتالندې له ږغ سره مې زړه پړک واخيست ،اسمان ته مي کتل تکو تورو وريځو اخيستی و، لکه د کوچنيوالي په منډو شوم . کله چی زه وړه وم باران می خوښيدو، هر وخت چي به اوريدو،د کور په برنډه کي به يي سيل ته ولاړه وم .خو د باباغرغري له ادي ډيره ډاريدم، په مابه يي د باران خوند حرام کړ. مور به مې  ويل چي اسمانونه اوه دي،د گڼ باران په وخت د باباغرغري ادي په تورو  وريځو را سپره شي او په تراټ اول  اسمان ته راکښته شي  . دغ

22.05.2007 wiar

غزل

د ګران ملګري کمال زی د یو شعر په ځواب کې   سمه ده رښتيا پوښتنه نه کوم اوس جانانه ستا پوښتنه نه کوم ژوند راته د زهرو نه تريخ شوی دی ځکه خو د چا پوښتنه نه کوم ها چې مې زړه ورکړ راته مات يې کړ نور د بې وفا پوښتنه نه کوم دا په خوله د مينې او وفا وعدې ستا وې که زما پوښتنه نه کوم تامې په دوستۍ باندې ویاړ ونه کړو خوښ یمه جدا پوښتنه نه کوم

20.05.2007 wiar

غزل

چې ستا د عشق د ګړنګو غرڅنی روغ پاتې دیخود مې د هيلو په مړوند کې بنګړی روغ پاتې دی وخته راړنګ کړه پرې نور هم د چا يادونه غرونهلا خو کوي وړې سلګۍ لېونی روغ پاتې دی مينه د زړه مې کړه شهېده وخت د عشق ګودر کېپه وينو سور ترې د يادونو منګی روغ پاتې دی څه د زړه ښار چې و د غم داړه مارانو لوټ کړبدرۍبس يو ترينه د څړيکو کورګی روغ پاتې دی د اننګو په دښت چې څري دا د اوښکو رمېګڼه په زړه کې مې دياد دې شپونکی روغ پاتې دی ځه د ارمان سره (ارمانه) کډه ه

20.05.2007 wiar

ښونځۍ مي راته سوځي

زه ددې کلي نانزکهپه دې کلي کښي مي کور دی دلته بوري ميندي  ژاړي له دې کلي مي زړه تور دی دلته زور او ظالمان دي دلته خلک کافران دي له تعليمه لري کرکه له اياته منکران دي په بمونو يې وژلي د ښونځيو ماشومان دي ښونځۍ مي راته سوځي له  مکتبه  سره وران دي نه پوهيږم دا کوم دين دی دوی پر کومه خوا روان دي ؟ دوی د مور او دپلار مينه د اولاد شيرينه وينه په بمونو څنګه وژني ؟ په بمونو څنګه وژني ؟ دوی زامن که  شرمښان دي&nbsp

20.05.2007 wiar

د نارنج ګل په موسم کې

هغه ورځ بيا رانغله کوم چې  د ښکلي پسرلي په ګل ورينو وړانګو زماد هيلو دنازونو غوټۍ خوله په خندا پرانسته٠کوم چې دښکلی پسرلی دانار ګل په موسم ما دويالی له شګو ځانته کوټنی جوړ کړه هغه ورځ بيا را نغله کوم  چا چې دښکلي ګلا بو  نو نه ګېډۍ جوړې  کړې  دخپلې مينی تصور کې يې خيا لونه ليدل له نارنج ګل يې  اميلونه جوړ کړل دچا مغرور حسن نه  يې  خيا ل کېتصو يرونه جوړکرلله نارنج ګل نه اميلونه جوړکړل هغه

20.05.2007 wiar

غزل

دغه ستړي ستړي زړونهدا ستومانه منزلو   نهما په کومه لاره بيا یدا بی شميره مينتو نهداشنا ښايسته يادونهدادمينی مين زړونه تش کتو کښی مکيزونهپه خيالونو کښی خوبونهداساده ساده لفظونهګنګه ژبه فريادونهداچپه راسته خبرېداوران شوي سياستونهدبی پتو پيغورونهچه په کوم امتحان ګيريمدا دخدای دی قدرتونه ای زماخوږه وطنهزه په تا باند ې نازيږممينه مينو کې نن ستادهقرباني تاته وفادهځان به هېرکړم ستاپه مينه   زما

20.05.2007 wiar

کړیدلې مسافره

زه په دې کلي کښي مرمهمادښکلو ښار ته بوزیزه بلبله د سرووګلومادګلو ښارته بوزیزه مي هسې دې دوزخ ته قسمتونو يم راوړېزه يو پېغله د جنت يم ما دحورو ښار ته بوزیزه د سره سالو ټپه وم پښتنه د ښکلو ميرهنن مي خاوری ارمانونه ما د هېلو ښار ته بوزیزه په دې پردي جهان کي مسافره کړېدلې زه د خپلي مېني تږې ما د خپلو ښار ته بوزیننواتي مي راوړي يو لمن د غزل اوښکي

20.05.2007 wiar

د دوستانو په نوم ليک

خاونده مرګ  د ځوانۍ راکړې چې لوی واړه مې د ځوانۍ ارمان کوينه. درنو او دقدر وړ دوستانو سلامونه مې د زړه له کومې ومنی، په دې هيله چې روغ رمټ به ياست. زړه ته راتېرو !  نن څه عجيبه غوندې ورځ ده، تاسو ټول دوستان مې يو بل پسې مخې مخې ته کېږی او بې واره مې پر زړه راورېږی، ښايي دا به زما د مينه وي چې تاسو سره مې کړې  او دا يو حقيقت دی چې ما مې د خپلو يارانو سره له حده زياته مينه کړې، خو نن ورځ مې  د څښتن تعالی ددې مخلوق نه داسې زړه تور شوی چې هېڅ درته نه

19.05.2007 wiar

غزل

په ننګرهار کې خپلو څو دوستانو ته! په دې خوشال وم چې راپاتې دغه څوملګري ولې پوه نه وم چې دا هم دي د دوکو ملګري څه دور راغی ټول يې کړلو د يو بل مرورګنې موږ وو يو وخت د ښکلو پلوشو ملګري چې به مو يو بل ورځ کې ونه لېده داسې به وو لکه چې ته مو وې لېدلي په کلو ملګري مينه مو خواره کړه په مينه مو څه لوبې وکړې په بدو بدو يادوو په مجلسو ملګري ددې مالت وګړي ټول د خپل مطلب پورې دي ځکه راپاتې نه شو ماته مې د شپو ملګري.

19.05.2007 wiar

سپينې خبرې

شمال دتاترې د تورو څڼوښکېنی که پاسنی دیله خيبره تر بولانښوروي ټل و واڼه ژوره کورمه هسکه مينه هر اېسار .چاچې ګندمک او چهلستونله ماڼۍسپک ورته کتلې همتونو هيبتونوتالا کړي،تښتېدلي ،سوځويدليپه ميوند بالا ايسارهلته په تيرا کې ،جينکوشور دی جوړ کړیيو تود سر وکی وايي :((نغارې دي لرو برې غليم پروت دی په اټکايمل خان د آزادۍ سکه وهلې ))ګوره! دغه سپينڅومره ښه سپين ديهر تسپپسوريې هم سپين سپين دید لاټول او دميرزا يېسپين

09.05.2007 wiar

فرهنګيان= پرنګيان

ګرنه لوستونكيه!!زما په ذهن كې تل داسې پوښتنې او معماګانې راپيدا كېږي چې د هغوى ځوابول او حلول په هغه وخت كې ما ته ناشوني وي، هو! له څه فكر وهلو وروسته ورته يو مات او ګوډ ځواب او حل راوباسم او د هغه پښتو متل: ((كه غر لوړ دى، پر سر لار لري.)) پر بنسټ خپلې هڅې پيل كړم.دا وار هم د نورو وارونو غوندې د ((فرهنګيان= پرنګيان)) له موضوع سره لاس او ګرېوان يم، نه پوهېږم چې دا موضوع څه ډول وڅېړم، ځكه چې زما تر اوسه څانګيزې (مسلكي) زده كړې كړې نه دي، د هماغه پوهنې له مخې به يې وڅېړم چې كومه زه تر اوسه

06.05.2007 wiar

((كونړ دنګې څوكې)) شعري ټولګه كه جغرافيه!؟؟

خوږې، خوږې يو څو خبرې وكړهپه خوله كې راكړه سره انار د شونډود تندي خال دې ښكلومه اشناغلى تېرېږم په كنار د شونډوپه مينه راكړه سره لاسونه لاس كېصادق ته خوشې كړه بازار د شونډودا د ښاغلي شېرزمان صادق كونړي (كونړ دنګې څوكې) شعري ټولګې نه رابېل شوي څو بيتونه دي. زما خو ډېر خوښ شوي، هيله ده چې د نورو هم خوښ شي، ځكه د شعر خوښونې ذوق او سليقه د هر چا بېله، بېله وي، خو زما ((هسې چټي خوشې)) نه دي خوښ شوي. زما د ژوند د ډېرو تجربو سره سمون لري، زما د كلي لارې كوڅې، كليواله پېغله، له هغ

06.05.2007 wiar

(دوخت يا دونه) او (ديادونو...) شعرونه كه مېرونه !؟؟

د ډا کټرې تورپېکۍ الم يلدا دوې شعري ټولګې (!!) يوه په بله پسې كال پس راووتې. لومړنۍ يې (دوخت يادونه) په ١٣٨٤ لمريز كا ل كې د پارلماني ټاكنو له ټا كلې نېټې مياشت نيمه وړاندې چاپ شوې وه او دويمه يې (ديادونو په مزاردې ډيوه ځکه بلو مه) د ١٣٨٥ لمريز کا ل د زمري په مياشت کې له چاپه راووته. ما دغه دواړه ټولګې (!) له سريزو نيولې، بيا تر وروستۍ پېژندپاڼې لوستي. د دغو دواړو ټولګو د لوستلو په پاى کې مې هم ګټه وكړه اوهم تاوا ن. ګټه مې په دې وکړه چې دې ليکنې ته يې اړ کړم او کېدى شي چې د دې ليکنې ګټې نورو ډېر

06.05.2007 wiar

مينه څه ده

په لرغونې پښتو ژبه کې زړه د ((من)) په نامه راغلى، له دغه ((من)) څخه ((مينه)) راوتلې او د ((منل)) کړ يا فعل هم ترې جوړ شوى دى، ځکه چې کومه خبره زړه ته پرېوځي، نو د ((منلو)) جاج او مانا ترې زېږي. د زړو اروپايي ژبو ((منو)) د بنيادم اصلي او طبيعي نوم دى، ځکه چې د ((مينې)) او د مينه ناک زړه څښتن ګوښې انسان کېدى شي. د انګرېزۍ ژبې مين (Man) هم له دغه سلسلې سره تړاو لري، په پښتو کې د (مين، مينې او ماينې) خواږه وييونه هم د ((مينې)) له منځي (زړه او من) سره په کلکو مزو تړل شوي دي. (١)((مينې)) ته په

06.05.2007 wiar

زموږ د کلي لارې

که څه هم چې ځينې کره کتونکي د کره کتنې له دوديزې پولې، په دې پلمه وراوړي چې ټاکلي معيارونه ورته د نويو ادبي لاسته راوړنو تر مخ خنډ برېښي، مګر پر نړيواله کچه د ادبي کره کتنې لارويان پر نظري ډول په دوو برخو وېشل شوي دي، يوه ډله يې د ښکلاييزې کره کتنې پلويان دي او دويمې ډلې ته يې تاثراتي کره کتونکي وايي.ښکلاييز کره کتونکي د يو اثر يا ليکنې ټول ښکلاييز او ناښکلاييز اړخونه شرح کوي، مګر تاثراتي کره کتونکي ښکلا او نيمګړتيا پسې نه ګرځي، که هره يوه ادبي ليکنه د دوى له ذوق سره سمه وه، يوازې او يوازې ل

06.05.2007 wiar

سپين غر

د سپين غره لړۍ د افغانستان ختيځ لوري ته پرتې دي. (۱۵۰) كيلو متره له ختيځ څخه لويديځ لوري ته د زمكې پر مخ اوږد غځېدلى پروت دى، لوړه څوكه يې سيكارام نومېږي او ځايي خلك ورته “بزرګه څوكه” وايي چې د سمندر له سطحې څخه (۴۷۵۵) متره لوړوالى لري او د تل لپاره په واورو پټه وي. سپين غر د لمنځو، نښترو، څېړيو، كاجو، جڼغوزي او ... په ځنګلونو پوښل شوى دى، مشهور كوتل يې د پكتيا او لوګر تر مينځ پروت دى چې “شترګردن” نومېږي او د سمندر له سطحې څخه (۳۷۲۰) متره لوړوالى لري.سپين غر ته ځكه سپين غر وايي چې د اوړي د م

25.04.2007 wiar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more