د wiar wiar لخوا خپرې شوې لیکنې


سپين غر ته سلام

سپين غر ! سپينه غره !تااو ستا بچو ته سلامسيکارام ته سلامخيبر وپيواړ ته سلامغلزو شينوارو خوګياڼو ته کوږک وشلمان ته اپریدو مسيد وزير تههرې لمنځې هر نښتر تههر مزري ،غوريژه تههم ګورګورې هم مښک تهشمشاد و تاترې تهزما دکلي لوړو څنارو ته تا او ستا هسکې غړۍ؛مستو دروته سلامهرې پيغلې هر زلمي ته ښکلو ښکلوشنو خالوتههرې دېرې هرې چينې تهتورې بوړې هم ميملې تهسپين غر ! سپينه غره!تا او ستااوږدو کېسو ته سلامهرې بروزې هر پرګي ته برج

25.04.2007 wiar

کږی سترګی

زه خو درته ګورم په رڼو سترګو ولی راته ګوری په کږو ستر ګو ماته ازادی جز دايمان ښکاری لږ کړه ځان خبر له پښتنو سترګو پلار نيکه مو يودی افغانان يو دی مونږ ځکه يو بل وينو په خوږو سترګو ګوره د برلين ديوال هم ړنګ شلو خپل کی سره ګر ځی په دا سرو ستر ګوخت د ډيورنډ دځلم کرښه ده څو به راته ګوری په دا مړو سترګو واوره زولنی مونږ لره مه شړنګومونږ ېی ښکلوو په ليو نو سترګو مات به شی خمار بيا د حفيظ ( مليار ) لاړ به شی خيبر ته په درنو سترګو

21.04.2007 wiar

غزل

هغه کعبه هغه سجدی د څه شوې ساقی د ميو دا پيالی د څه شوې ډک له مستېو ميکدی د څه شوې زاهده تاچی سره او سپين وليدل هغه کعبه عغه سجدی د څه شوې دا چی نن غلی يی خيبره ولی د خوشحالخان دا خا طری د څه شوې دلته ميوند کي به زه پيغلی پو ښتم لکه ملالی پښتنی د څه شوې تابه چی مينه کی خپل دار قبلوه جانانه هغه زولنی د څه شوې چی يو افغان به بل افغان وژلو حفيظ ملياره دا ګيلی د څه شوې

21.04.2007 wiar

ديتيم اوښکي

  دشهيد په مزار ناست ځويتيمان د يورځي شپي مياشتي کلونه انتظاردي دخپل تللي پلار راتلو ته شيبي شماريدسرتوري مورپه غيږ کې په ګيريان دي اوږي تږي سرسرتور بربربنډي پښي ديناست تر شنه آسمان دلاندي حک حيراندي مور نه هره شيبۀ غواړي دسيني پاکې شيديمور دلوږي نه سينه کې ورک پستان دې کلي کور کې يې ځوک نه پريږدي په آرامهوايې ورک دشي بې پلاره ماشومان دي ربه ته په دي بيوزلو و رحميږيستا دلار ي دشهېد معصوم بچيان د ي کونډه مور ي

21.04.2007 wiar

د چارلي چاپلين ليک خپلې لور ته

ښايي ډېر لوستونکي به د چارلي چاپلين له نوم سره اشنا وي ،  نوموړي هغه مهال چې لا دپرنګي سينما توره سپينه وه د کوميډي فلمونو يو وتلی لوبغاړی او مسخرچي وو . پر دې سربېره نوموړې  پروډيوسر لېکوال  او د فلمونو ډايريکټر هم وو .  چارلي  د ١٨٨٩ ميلادي کال د اپريل په ١٦ لندن کې زېږيدلی  او په ١٩٧٧ مېلادي کال کې په سويزرلينډ کې ومړ . د چاپلين له نوم سره په لويدېځه نړی سربېره د ختيځې نړۍ ډېر وګړي  هم دده د کوميډي فلمونو له لارې اشنا دي. ويل کېږي چې نوموړي اته اولادو

15.04.2007 wiar

رفیق شينواری، د لوی فنکار نيمګړې کيسه

    مونږچې کله هم دپښتون قام دکلتور دتاريخ پاڼې الوول کوو نو په دغه پاڼوکښې ډير بابونه په نظر راځى چې ورکښې يو ډير ګټه ور او په تول پوره باب دپښتو موسيقۍ دے . دپښتو موسيقۍ وړومبى سرونه چااوچيړل لکه دپښتوټپې دتاريخ ددې خبرې تعين هم بيخى ګران دے . البته داخبره په پوره وثوق سره کيدے شى چې دڅيړنکار دزيار او کړاونو په ترڅ کښې چې دپښتون قام داووۀ

11.04.2007 wiar

ياران

درنو ملګرو او فرهنګي يارانو په دې صفحه کې غواړم د خپلو فرهنګي يارانو، شخصي ملګرو انځورونه د يو  يادګار په شکل وساتم .   مننه  

08.04.2007 wiar

غزل

                  کله مې ډاګ له  ډاګې ولي کله غېږ راکوي جانانه عشق دې د پيريانو د اثر په څېر دی کلونه وشول په کې ورکې ورکې لارې ګوري څوک مې په زړه کې د يو ستړي مساپر په څېر دی

07.04.2007 wiar

غزل

            چې يې کاوه د سرو پيالو انتظار جل وهلي زموږ په کلي کې د ميو خومار جل وهلي راځه جانانه د کوم سيند تر څنګ کېږدۍ ووهو سږ کالې هسې هم د کلي کوکنار جل وهلي خدايه! شېبه، شېبه باران د کرم و

04.04.2007 wiar

څلوريځه

اوس پوهېږې؟ راغه ټول په ډوړو پټ دی له سپين غره راښويدلي دي ډبرې مازيګر د کلي ټکنده غرمه ده ځينې ورکې ستا په رنګه سترګورې

03.04.2007 wiar

ددې پاڼې په اړه

په دې پاڼه کې غواړم ځينې ښکلې هنري نمونې، ليکنې، خاطرې او د سپين غر ځينې ښکلي انځورونه له تاستو درنو لوستونکو سره شريک کړم، سپين غر ښکلی دی، غېږه يې لکه روان رودونه له شاعرانه پنځوونو ډکه ده، هيله ده، چې د سپين غر دغه هنري پاڼه به راسره وپالی او د اړيکو له لارې به راته خپل نظرونه، نېوکې ، يادښتونه او نور خپرنيز هنري توکي راواستوی. په درناوي بريالی وياړ    

01.04.2007 wiar

غزل

        داسې خالي خو د ښايست له زورورو نه و د چينارو کلی خو بې له سترګورو نه و چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې را کوزه شوله!سپين غر خو داسې بې مماڼو بې ګور ګورو نه و ها څانګې ، څانګې، لختې، لختې  نجونې نه شته کنه دا مازيګر خو بې ټپو ا

01.04.2007 wiar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more