موږ که دجنګ تابيا کوله که مو سوله کړله
مونږ به سلا په کې دټول کلي را ټوله کړله
کلي کې ډير څه له سندرو او اټڼ پيليده
موږ به غزا هم را شروع دډم له ډوله کړله
دې کې به هم نور دزرې زرې حساب ته کينو
يوازې مينه وه چې مونږه به بې بی توله کړله
دخداې ددې ستر کاينات په خبر هله پوشوم
جانانه ما چې ژبه ياده له غاټوله کړله
له هغه وخته مازديګر کې مزه پاتې نه ده
(اند چې توبه زياتي د بنګو له کنډوله کړله
11.08.2007
- wiar
سترګې مې بيا لکه چيتر وريږي چې مې يادونه د دلبر وريږي
د تګ راتګ لارې يې ګرانې شولېد نفاق کاڼي په ګودر وريږي
مانه آمو او اباسين خپه ديدبيلتون کرښې په خيبر وريږي
د سپين بولدک او د تورخم ولسه!پردي لاسونه مو په سر وريږي
اسماعيل خان ديره يې لاندې کړهبيا دانګريز رنجيت خنجر وريږي
کابله! غږ کړه اکبر خان وزير تهمات پيرنګي بيا لر او بر وريږي
سپينې جامې د سپي...
14.08.2007
- wiar
چې دگلو مینځ کې کیښنم ننگرهار مې ياد شيشین لغمان دکنړ سیند او چپرهار مې یاد شي
تصور کې کله کله چې وطن مې را په یاد شید سپین غر د سر تړلی سپین د ستار مې یاد شي
دجاهلو کور دې وران شي چې جدا يې کړم له وطنهلوی باغونه ، خواږه انار دقندهار مې یاد شي
ژبه گونگ، په زړه غمجن ، مسا فر د بل وطن...