ليمو کې مې اوسيږه  د ګلونه ښايسته يې
 سلګۍ مه شه دخوږ ژوند ته د مينې پلوشه يې

 مسکا نه دی جاريږمه تاثير لرې په سترګو
 بڼو نه دې ځاريږم ته زما د زړه ټوټه يې
 

درلېږم دوعا ګانې به د مينې له فضا نه
د زرو په کاسه کې  هم  له شاتو نه خوږه يې

ځلانده اوسه تل ددې  شینکي اسمان لمن کې
د خويندو په قطار کې  يوه بله شان ډيوه يې

پښتون به په تا وياړي ای سولې سندر بولې
 را پورته دې اواز کړه دبګړو  جګ شمله يې

رڼا به مې  ړندې شي  ديدن دی تر ما راوړه
زر ګره ،ګل پرسته غيرتي يې، حما سه يې